د مېرمنو اته تېروتنې، چې ګډ ژوند له خطر او ګواښ سره مخ کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که د هغو ښځینه‌وو له ډلې څخه یاست، چې ګمان کوي، د مېرمنې او خاوند اړیکه د ګډ ژوند د لومړیتوبونو په وروستي کتار کې ځای لري، تېروتنه کوئ، ګمان مه کوئ، هغه نارینه «خاوند مو» چې درباندې مین دی، جسم ته مو اړتیا نه لري او یوازې ستاسو افکارو او خبرو ته ارزښت ورکوي.
دا سمه ده چې تاسو له خپلې مور څخه درس لوستی دی، ښه او اغېزمن ژوند مو لرلی، خو له تاسو څخه ډېری لا هم د ښه ژوند کولو په دود و دستور باندې نه پوهېږئ، کله وخت غواړئ د خپلې مور او یا نورو ښځینه و د ژوند په کاپي کولو سره، خپل کار آسانه کړئ، کله وخت داسې فکر کوئ، چې د نکاح د سند په لاسلیک کولو سره، یوې له بریده زیاتې پېچلې مسابقې یا معادلې ته ننوځئ، خو ژوند نه د جګړې ډګر دی او نه هم د سیالۍ او رقابت بازار.
که وغواړئ یا ونه غواړئ، باید ومنئ چې وخت او دوران بدلېږي او تر ډېره د مېرمنې او خاوند ترمنځ د اړیکې نا لیکل شويو قوانینو هم بدلون کړی دی، که نه غواړئ د بدلونونو له څپو څخه بې برخې پاتې شئ او د یوه آرامه او بریالي ژوند په لټه کې یاست، نو لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

لومړۍ تېروتنه: باید زما په څېر شي

یو له هغو تېروتنو څخه، چې ډېری نجونې یې مخکې له واده څخه کوي، په ورته والي او هم څېر کېدو باندې ټینګار کول دي، هغوی فکر کوي، چې د ګډ ژوند له پیله مخکې، باید پیشو د ناوې د کوټې په مخکې ووژني او په دې کار سره هڅه کوي، چې خپل راتلونکی خاوند په لانجې، غوسې، هیلې او په بلې هرې لارې، چې پرې پوهېږي، بدل کړي او خپل ځان ته یې ورته کړي.
هغوی فکر کوي هم څېر او هم رنګه اوسېدل، د بریالي واده لپاره یو تضمین دی، خو تېروتنه کوي. که تاسو هم په خپل سر کې دا ډول فکر لرئ، نباید دا هېر کړئ، چې تاسو او د ژوند شریک مو دوه توپیري کورنۍ او فرهنګونه لرئ او هېڅکله نه شئ کولای، چې نړۍ ته له یوې کړکۍ څخه وګورئ، تاسو توپیري تجربې او باورونه لرئ او تر هغه وخته، چې د یو بل پر وړاندې ونه درېږئ او له دې باورونو څخه د ټګولو لپاره ګرز هم جوړ نه کړئ، نو تاسو ته به کوم ګواښ مخامخ نه وي.

د هیجان او مینې ترمنځ توپیر وکړئ

دویمه تېروتنه: باید د یو بل لپاره ومرو

مینېدل د ژوند تر ټولو هیجان را پارونکې برخه ده؛ هغه برخه چې کولای شي، د یوه ګډ ژوند پیل خوندور کړي، خو ګمان مه کوئ، چې د دا ډول پیل لپاره، یوه افسانوي ژوند ته اړتیا لرئ، دا سمه ده، چې باید له خپل غوښتونکي سره مینه ولرئ، خو مینه دومره ساده او آسانه نه ده، چې په هر وخت کې یې سر او ککرئ پیدا شي.
که د کوژدې یوه لنډه دوره مو تېره کړې ده او داسې احساس کوئ، چې له بریده زیاته مئینه یاست، باید وایم، چې له مینې څخه ډېره په هیجان باندې اخته شوې یاست، هغه څه چې کولای شي د لېوالتیا دا برید رامنځته کړي، د یوې کوژدې موضوعات لنډ مهالي نه دي، بلکې هغه ملاتړ او درک دی، چې د ژوند په پېچلو موقعیتونو کې یې وینئ او د دې سبب ګرځي، چې داسې احساس وکړئ چې دا نارینه هماغه ستاسو د خوبونو نارینه دی، هماغه یو کس، چې ستاسو لپاره دې نړۍ ته راغلی او نن ستاسو ترڅنګ دی.

مینه هېڅکله نه مري

درېیمه تېروتنه: مینه د وخت په تېرېدلو سره پای ته رسېږي

ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د وخت تېرېدل کولای شي، مینه له منځه یوسي او په همدې دلیل له هغه چا سره واده کوي، چې ورسره هېڅ مینه او لېوالتیا نه لري، خو که تاسو یوه رښتینې مئینه واوسئ او د دې موضوع لپاره یو زر یو دلیلونه ولرئ، هغه څه چې د وخت په تېرېدو سره، ستاسو له ژوند څخه بهر کېږي، مینه نه، بلکې هیجان او ساده ګڼل دي، چې ښایي په لومړیو میاشتو کې ستاسو اړیکه زړوره او پېښه غوښتونکې کړي او تاسو ته دا احساس درکړي، چې د ځمکې پرمخ یوازینۍ مئینه یاست، خو له دې احساس څخه د هیجان لرې کېدل، هغه موضوع نه ده، چې لپاره یې غمجنه واوسئ.
یوه رښتینې مینه کولای شي له آرامتیا او ورځني ژوند سره مل شي، په دې ډول شرایطو کې تاسو د خپل ژوند له شریک څخه واټن نه دی اخیستی، بلکې د مینې لرلو لوړو پړاوونو ته رسېدلې یاست، چې له ډېرې آرامتیا او کم هیجان سره مل ده.

کله وخت لانجه هم وکړئ

څلورمه تېروتنه: یو بریالی ژوند، له بحث او لانجې پرته ژوند دی

ډېری جوړې، بحث او لانجه د خپلې نېکمرغۍ د پای ټکی ګڼي، له هغوی څخه ډېری یې، د همدې فکر په دلیل خپل د نظر اختلافونه په خپل زړه کې ساتي او غواړي په خپل سکوت سره د بحث مخه ونیسي، خو نباید هېر کړي، چې له لانجې څخه وېره، ستاسو د نېکمرغۍ نښه نه ده.
یوه نېکمرغه جوړه کولای شي، خپل اختلافات په ډېرې آسانۍ له یو بل سره شریک کړي او حتا د هغو موضوعاتو په خاطر، چې حیاتي ارزښت ورته لري، وجنګېږي او بریالي شي.
د خوښې وړ یوه جوړه له مُسکا څخه په ډکې کرښې باندې ژوند نه کوي، بلکې هغوی د نظر له اختلاف سره هم مخامخ کېږي او کله وخت له یو بل څخه خپه کېږي هم، خو له نورو سره یې توپیر دا دی، چې دا ستونزې او مسایل په ډېره ښه توګه حل کوي او د بېځایه خپګان پرځای، له دې بحثونو او لانجو څخه درس اخلي.

کلیشه یي خبرې او چارې هېرې کړئ

پنځمه تېروتنه: د ژوند د اداره کولو مسوولیت د نارینه په غاړه دی

دوره او وخت بدل شوی دی. دا سمه ده، چې اوس هم په ډېری کورنیو کې، مالي مسؤولیتونه او ډېری نورې دندې د نارینه په غاړه دي، خو دا موضوع نباید د دې سبب شي، چې په بې پروایۍ سره ځان څنګ ته کړئ او یوازې د هغه د هڅو ننداره کوونکې واوسئ.
که غواړئ بریالی او آرامه ژوند ولرئ، په هماغه لومړیو کې تیږې لرې کړئ، غوټې پرانیزئ او مسؤولیتونه ووېشئ. دا وېشنې کولای شئ د خپلو وړتیاوو او لېوالتیاوو پر بنسټ ترسره کړئ. که د ژوند شریک مو ښه پخلی کولای شي او تاسو ښه ګټه لرئ، کلیشې لرې کړئ او هر یو په هغه کار کې ډېره ونډه واخلئ، چې په ښه توګه یې ترسره کولای شئ.
ټاکل شوې نه ده، چې د خپلو والدینو په څېر ژوند وکړئ، بلکې کولای شئ په تفاهم د نورو د قضاوت له وېرې پرته، د دې ژوند په ټولو برخو کې ونډه واخلئ او یوازې د ډېرې آرامتیا او د شخړو د کمولو لپاره هڅه وکړئ.

ټولو اړخونو ته ارزښت ورکړئ

شپږمه تېروتنه: له ما سره مینه لري، له جسم سره مې نه

که د هغو ښځینه و له ډلې څخه یاست، چې ګمان کوي، د مېرمنې او خاوند اړیکه د ګډ ژوند د لومړیتوبونو په وروستي کتار کې ځای لري، تېروتنه کوئ، ګمان مه کوئ، هغه نارینه «خاوند مو» چې درباندې مئین دی، جسم ته مو اړتیا نه لري او یوازې ستاسو افکارو او خبرو ته ارزښت ورکوي.
واده د یوې سالمې جسمي اړیکې د ټینګښت لپاره، یوه سمه او مشروع لاره ده. تاسو او د ژوند شریک مو حق لرئ، چې له دې اړیکې څخه ګټه واخلئ او په مرسته یې د خپل ژوند بنسټونه ټینګ او لاپسې ټینګ کړئ. که تاسو غواړئ بریالی ګډ ژوند ولرئ، باید د یوې اړیکې ټولو اړخونو ته پام وکړئ او هېڅ اړخ د بل اړخ لپاره مه قرباني کوئ.

سخته آزموینه مه اخلئ

اوومه تېروتنه: نارینه د ملاتړ په ارزښت باندې نه پوهېږي

دا سمه ده، چې مینه ځواک رامنځته کوي، خو ټاکل شوې نه ده، چې د خپل ژوند له نارینه څخه د مئینېدلو په ګناه، یو کمزوری او له لاس لاندې فرد جوړ کړئ. ډېری ښځینه داسې ګمان کوي، که چېرې کوم نارینه پرې مئین وي، نو د هغوی په خاطر تر شا ټول پلونه ویجاړوي او د خپل له خوښې وړ فرد څخه پرته بل کوم څه ته پام نه کوي.
ډېری ښځینه په دې فکر سره، خپل خاوند له سختو آزموینو سره مخامخ کوي او هغه ته وایي، که له ما سره مینه لرې، هر څه چې غواړم، باید ترسره یې کړې، خو واقعیت دا دی، چې دا ډول نارینه یو مئین نارینه نه دی؛ یو کمزوری، بې پناه او منفعل فرد دی. یو رښتینی مئین هېڅکله د خپل احساس په خاطر، له خپلو اصولو او منطق څخه نه تېرېږي، بلکې هڅه کوي، چې خپل احساس له عقلانیت سره مل کړي او له دې لارې یې غوره پرمختګ سره مرسته وکړي.

خاوند مو ستاسو په ارزښت باندې پوهېږي

اتمه تېروتنه: نارینه د ملاتړ په ارزښت باندې نه پوهېږي

دا نه وایو چې د نړۍ ټول نارینه دومره منطق او انصاف لري، چې ټول ملاتړونه او مرستې مو درک کړي او تل یې په خپل ذهن کې ولري، خو که له ښه او وړ نارینه سره مو واده کړی وي، ډاډه اوسئ، چې هغه ستاسو کوچنی ملاتړ او همغږي هم ویني او تل یې په خپل ذهن کې ساتي. نارینه په ډېرې آسانۍ، له نورو ښځینه و سره ستاسو توپیر ویني او ډېری وخت تاسو له نورو ښځینه و سره پرتله کوي.
که غواړئ په خپل ګډ ژوند کې بریالۍ واوسئ، نو خپلو شاوخوا انسانانو ته ښه وګورئ. په نورو ښځینه و کې کومې ځانګړتیاوې شتون لري، چې د خاوند مو ښې نه ایسېږي او ترې کرکه لري او دغه راز په نورو ښځینه‌وو کې کومې ځانګړتیاوې شته چې ستایي یې؟ ډاډه اوسئ، که هغه منفي ځانګړتیاوې لرې کړئ او څو ګامه د ستایل کېدونکو ځانګړتیاوو خواته ورنږدې شئ، نو خاوند مو هرومرو، ستاسو او د هڅو په ارزښت مو پوهېږي او تاسو او نورې ښځینه په یوه سترګه نه ویني.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ