سینما او موسیقي

تیرې نام (2) فلم جوړیږي

د بالیوډ سینما د مشهور فلم ستوري سلمان خان د ۱۶ کالو پخوانی کامیاب فلم (تیرې نام) بلې برخې جوړېدو ته چمتووالی نیول کیږي.

تیري نام د سلمان خان مشهور فلم وه چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال جوړ شوی وه.

د فلم لارښود ستیش کوشک تائید کړې چې د تیرې نام فلم دویمه برخه به ۱۶ کاله وروسته جوړه کړي، خو تر اوسه دا نه ده واضح شوې چې بیا به هم په دغه فلم کې سلمان خان د رادهي مرکزي رول ولوبوي یا نه؟

ستیش د ممبئي مرر ورځپاڼې ته ویلي (دا رښتیا ده چې زه د تیرې نام۲ فلم جوړوم او دا به د مینې یوه کیسه وي، په دې تړاو اوس به زه همدومره ویلی شم).

هندوستان ټایمز د یوې پټې سرچینې په حواله ویلي چې تیرې نام ټو به یوه د مینې کیسه وي چې د یوه زورواکي یا بدمعاش په شاوخوا به څرخي، او زیاته کړې یې ده چې د فلم شوټینګ چارې به په شمالي هند کې تر سره شي.

پوښتنه دا پیدا کیږي چې سلمان خان به د خپل فلمي کیرئیر مشهور ترین فلم کې یو ځل بیا راښکاره شي او کنه؟ په دې تړاو هندوستان ټايمز د سرچینو په حواله لیکلي، د ستیش او سلمان خان تر منځ په دې وخت کې اړیکې ډېرې ښې دي او دواړه په اوس وخت کې د فلم بهارت په چارو هم سره جوړه بوخت دی، نو اوس دوی ویلي چې دوی تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې سلمان خان یو ځل بیا په دې فلم کې د رادهي رول ولوبوي او که به نوی ټیم د دغه فلم لپاره غوره شي.

تیرې نام د هیروئین په رول کې د بهومیکا چاوله تر ټولو لومړی فلم وه په دغه فلم کې د رادي د ويښتانو سټایل ډېر مشهور وه او د فلم زیاتو مینوالو بیا د همدغه سټایل تقلید هم کاوه او ان تر ننه هم مشهور دی.

د تیرې نام د فلم کیسه بالا او رجي نیندرا لیکلي وه او لارښود چارې یې ستیش کوشک سرته رسولې وې.

تیري نام فلم د ټائټل سندرې په شمول څو نورې سندرې هم ډېرې مشهورې وې لکه لګان ګي، کیو کسي کو، اودهني او تم سي ملنا بهت زیاده …

د یادولو ده چې د سلمان خان د نوي فلم (بهارت) ټریلر یو ځل بیا خپور شوی چې د فلم مینوالو تر منځ لاس په لاس کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی