ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر

پر انسانانو د ټلوېزیون اغېز

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

تلویزیون د بشر تر ټولو ښه او په زړه‌پورې اختراع ده چې ښوونیزې او تفریحې ګټې لري. داسې چې پوهېږو له هر شي څخه ډېره او بې ځایه ګټه اخیستنه ضرر رسوي. د هر شي د ګټه اخیستنې لپاره باید د هغه د صحیح مصرف فرهنګ زده کړو. تلویزیون زموږ دوه مهمه احساسونه په ځان مشغولوي او د اورېدلو او غږېدلو فرصت راڅخه اخلي.

زموږ د حواسو او چاپېریال ترمنځ واټن جوړوي او زموږ ضمیر مصروف ساتي. له تلویزیون څخه باید په محدود ډول ګټه پورته شي د خوړولو او څښلو او هر نور کار چې فکر ته اړتیا لري، مخکې له خوب او وروسته له خوب څخه باید د تلویزیون له لیدلو ډډه وشي.

انسان تمرکز او ویلو او اورېدلو ته اړتیا لري چې تلویزیون یې له منځه وړي. د انسانانو اوسني غلط عادات، بې ځایه حرکات، خرابه ژوند، انفعال او د تحرک نه درلودل د تلویزیون مخربه اغېز پر هغوی ده.

تلویزیون په خلکو کې د اصراف، مدیسم، توهم، حسرت، حرص د منځته راتلو لامل دی. د سترګو ډېره انرژي بې ځایه مصرفوي اوس چې تلویزیون لامل شوی چې خلک هر شي ته دقیق پام کول له یاده وباسي، نشو کولای چې هیله‌مند و اوسو چې زموږ ویناوو ته غوږ کېږدي.

تلویزیون له ټولو ډېر په ماشومانو اغېز لري، ځکه باید ټلویزیونې برنامو ته پام وشي د آمریکا په ښوونځیو کې متعدده قتلونه ټول د تلویزیون په پرده د قتل او وژنې ښکارول دي، چې څو موده وروسته ماشوانو ته په یوې عادي خبر بدلېږي.

تلویزیوني او ماهواره‌یي برنامې ډېری وخت د درېیمې نړۍ هېوادونه له فرهنګي بحران سره مخ کړي. تلویزیون ورځ په ورځ په موږ تسلط مومي، ځکه باید په ماشومانو باندې د ټلویزیون د مخربه برنامو د اغېز په اړه فکر وکړو.

ښکاري چې اوسني زده‌کوونکي په داسې حال کې چې له تلویزیون څخه متاثر دي د ښوونځي خواته ګام اخلي، په داسې حال کې چې د هغه بصري او انځوریز میکانیسم په دوی کې ریښې غځولې، د کتاب له تورو او سیستم سره دنننۍ او رواني شخړه لري.

باید له ماشومانو سره مرسته وشي چې بهر نړۍ وپېژني. که دا کار ونه شي، ماشومان د تلویزون خواته ورځي، ټلویزیون په ډېر ښه ډول ماشومان ته د بالغه کسانو د نړۍ ښکارندويي کوي.

ټلویزیون یوازې نواقص نه، بلکې ښېګڼې هم لري، دا چې ماشومان له ټلویزیون څخه درس زده کوي، لکه الفبا هندسي اشکال او داسې نور دایې له ګټو څخه دي. او داسې نورې ډېرې ګټې لري. په دې شرط چې په سمه توګه ترې ګټه پورته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ