هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ساینس او ټیکنالوژي

په ټیلیفون څنګه خبرې وکړو؟

ډېرځله یوڅوک په ټیلیفون په لوړ اواز غږیږي، خپله یې هومره باک نه وي، خو پر نورو یې اغیز بد وي. رینګټون ته مو پام نه وي، څومره، چې لوړ اواز وي، زموږ خوښیږي.

د «مطیع الله عابد» وینا ده، چې په پېښور کې د نازیه اقبال خاوند په جومات کې په اذان لګیا و، چې په موبایل کې یې د نازیې سندره له اذان سره یوځای خلکو واورېده. ابله ورځ په یوه فاتحه کې ناست وم، چې د یوچا ټیلیفون ته زنګ راغی او په درز کې سندره پکې غږیده.

دا ټول د خبرو اترو په ادابو، ټیلیفون ساتنې او د نوې ټکنالوژۍ د استعمال په ادابو پورې اړوند مسالې دي.

ډېر داسې کسان دي، چې زنګ وهي او په دې تمه وي، چې مقابل اړخ یې باید هرومرو وپېژني.

یوچا لس کاله مخکې زنګ وهلی دی او په دې تمه دی، چې لس کاله وروسته یې هم باید غږ تشخیص کړم. د غږ له تشخیص مخکې دا خبرې هرو مرو اورﺉ، چې « ډېر کبرجن شوی یې، اوس یاران هم نه پېژنې»، « ولې ودې نه پېژندم»، « ښه نه مې پېژنې……». کړپ بند یې کړي.

کله کله داسې پېښیږي، چې دوه تنه پوره نیم ساعت سره وغږیږي، خو تر اخره په دې پوه نه وي، چې څوک له چا سره غږیدل. په اختر کې یوچا زنګ راته وهلی و، پوره پنځه دقیقې یې خبرې وکړې، ښه مې پوه کړ، چې نه یې پېژنم، خو بیا هم لګیا و، ما هم ددې لپاره، چې زړه یې مات نه شي، یا چاته خجالت نه شي خبرې یې قطع نه کړې. په پای کې مې پیغام ور ولیږه، چې تاسې خپل ملګری غلط کړی و.

زموږ ډېر دوستان نور هغه په تېروتنو کې پر موبایل بوخت ساتي. وخت او پیسې یې ضایع کوي، خو دې ته یې پام نه وي، چې د هغه یو مهم پیغام په غلط ادرس رهبري کوي. که د اختر پر ورځ مې یاد کس ته پیغام نه وای استولی، پر خپل ملګري به یې دا احسان خامخا کاوه، چې د اختر پر ورځ مې زنګ درته وهلی و.

ډېر کسان په زنګ وهلو کې خورا شله ګي کوي. یوځل، دوه ځله، درې او پنځه ځله سر په سر زنګ وهي. مقابل اړخ، که په جومات، فاتحه او یا یوه مهمه ناسته کې وي، د هغه ځواب نه شي ویلای. دی باید منتظر شي، چې مسکال یې کتل کیږي او مقابل اړخ خامخا زنګ ورته وهي.

زه خو، چې هرچا ته زنګ وهم، یوځل ترې پوښتم، چې بوخت خو به نه وې.

کله، چې دا ډاډ ترلاسه کړم، بیا خپلې خبرې ورسره پیلوم. زموږ یو فرهنګي ملګری دی، چې په ټلیفون درسره رخ شي، پوره نیم ساعت غږیږي او پر سیاسي او نورو مسایلو بحث کوي. هغه دې ته پام نه کوي، چې په دې وخت کې به یې مقابل اړه مهم کار لري او بوخت به وي. یو کس ښه پوهیږي، چې زه Xاو Y بجې خورا بوخت یم او څوځله مې پوه کړی هم دی، چې په دې وخت کې زنګ ونه وهي، خو دادی دوه کاله کیږي، چې بیا هم په همغه وخت کې زنګ وهي. اوس یې زه پر دې وخت ټیلیفون ته هیڅ ځواب نه ورکوم.

ځینې ملګري د نورو مجلسونو په څېر پر ټیلیفون هم چاته د خبرو وار نه ورکوي.

ځینې د خپل ژوند ټولې ستونزې او لانجې د نورو پر وړاندې په ټیلیفون سره شریکوي. په لوړ غږ غږیږي، په داسې حال کې، چې دا چارې د خلکو پر وړاندې مناسبې نه ښکاري.

زما یادیږي، چې په جرمني کې یوه هوټل ته لاړو. د افغانانو خو په لوړ غږ خبرې عادت دی. زموږ خپلو خبرو ته پام نه و، چې د هوټل یوه مسووله ښځه راغله او په بښنې سره یې په ټیټ غږ د خبرو اترو بلنه راکړه. وروسته مو پام شو، چې د میوزیک نرم غږ هم زموږ په غږونو کې ورک شوی دی.

هیڅ وخت کوښښ مه کوﺉ، چې د چا پر وړاندې خبرې وکړﺉ، یا ناسته او مجلس مو له یوچا سره د ټیلیفوني بوختیا له امله خرابه کړﺉ. که له چا سره غږیږﺉ، له کوټې او مجلسه ووځﺉ، ځکه ستاسې د خبرو پرمهال نور کسان غلي کیږي او په دې توګه د ټولو د مجلس او بنډار مه نیسﺉ.

د نویو او پرمختللو موبایلونو په راتلو سره ډېر خلک په چټنګ او انټرنیټ او فیسبوک کې بوختیږي. دا چاره پر ټولنیزه راشه درشه او مجلس بد اغیز پرېباسي. ښه داده، چې دا ډول چارې له مجلسونو بهر وشي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */