بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

اته (۸) کارونه، چې هوښیار انسان یې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هوښیار انسانان په خپل کار او ژوند کې ځانګړي عادتونه لري او د ځینو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کوي، چې په ژوند کې د هغوی د بریا او پرمختګ سبب ګرځي.

د خپلو احساساتو درک کول او پر وړاندې یې مبارزه کول او د هغو کنټرولول، د هوښیارو انسانانو ‌ذاتي وړتیا ده، هغوی په خپل دننه کې کینې او حسد ته ځای نه ورکوي او کولای شي، چې له احساسي شرایطو څخه وتښتي او تل مخ پر وړاندې تګ ته چمتو وي. د دې کسانو د خوشالی لارښوونه، نه یوازې د هغوی په چلند کې، بلکې په هغو کارونو کې، چې نه یې ترسره کوي، څرګندېږي.

د دې لیکنې په دوام، په اتو هغو کارونو باندې رڼا اچوو، چې هوښیار انسانان یې نه ترسره کوي، په دې هیله، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.

د پیسو سپما کولو فرصت له لاسه مه ورکوئ

د مالي مدیریت وړتیا د هوښیارو انسانانو یو له امکاناتو څخه دی، په دې برخه کې داسې ټکي شته، چې باید ورته پام وشي: د یوه اضافي فلټر لرونکي شیردان لګول، د تصفیه شویو اوبو بوتل ته اړتیا کموي او یا یې هم له منځه وړي او د هغه پیسې سپما کېږي.

په نورو باندې تکیه مه کوئ

کله چې ستاسو په ژوند کې داسې کسان شتون لري، چې کولای شئ پرې تکیه وکړئ، نو یوه ښه او په زړه پورې پېښه ده، خو کله چې تل تاسو په هغوی باندې حساب کوئ، نو ستاسو د لا کمزوري کېدو سبب ګرځي.

تاسو کولای شئ یو خلاق ذهن او پیاوړې وړتیاوې ولرئ او د کارونو د ترسره کولو لپاره د نورو په تمه ونه اوسئ، ښایي په پیل کې دا وېره ولرئ، چې تېروتنه به وکړئ، خو د ازمویلو ارزښت لري، ترڅو د تل لپاره خپله دا ستونزه حل کړئ او وکولای شئ له خپلې وېرې سره مقابله وکړئ.

له هغه څه سره،چې واقعاً نه مو خوښېږي، موافقه مه کوئ او مخالفت یې وکړئ

د (نه) کلمه واقعاً یوه پیاوړې او ځواکمنه وسیله ده، چې باید ترې ګټه واخیستل شي، کله چې تاسو د نویو ژمنو له منلو څخه ډډه کوئ، نو د دې فرصت لرئ، له هغو سره، چې دمګړۍ په لاسرسي کې دي، کار وکړئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ.

خپل ارزښت وپېژنئ او له هغه څه سره، چې نه مو خوښېږي، موافقه مه کوئ، پرته له دې به خلک له تاسو څخه ناسمه ګټه واخلي او تاسو به هم د خپل ځان په اړه ښه احساس ونه لرئ.

په خپلې غوسې باندې ټینګار مه کوئ

له یوه بد او نا خوښه وضعیت وروسته غوسه او د منفي احساس تجربه کول یوه طبیعي چاره ده، له دې امله موږ د اروایي فشار (سټرس) پر وړاندې غبرګون ښکاره کوو، خو که یوه اوږده موده تېره شوې ده او تاسو لا تر اوسه خواشینی یاست، نو تاسو به زیان در ورسوي.

د منفي احساساتو را ټولېدنه او له هغو څخه نه مخنیوی، په دې مانا دی، چې په تل پاتې توګه د اروایي فشار په حالت کې مېشتېږئ او هوښیار خلک هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي او د غبرګون نه ښکاره کول، ستاسو د روغتیا د ضمانت لپاره یوه له اغېزناکو لارو څخه به وي.

په چانس باندې تکیه مه کوئ

((په غوره څیزونو باندې باور لرل او د بدو څیزونو لپاره چمتو کېدل)) هغه عبارت دی، چې ډېری انسانانو په اړه صدق کوي، هغه کسان، چې په چانس باندې باور او تکیه کوي او په دې عبارت باندې ځان دوکه کوي، یو لاس پر بل لاس ږدي او ازګار پاتې کېږي، ترڅو چانس او بخت د هغوی لپاره غوره څیزونه رامنځته کړي، خو هوښیار کسان اجازه نه ورکوي، چې ژوند یې د چانس پر بنسټ مخته لاړ شي او په خپله هېڅ کار ونه کړي.

له خپلو تصمیمونو څخه مه را ګرځئ، البته سم تصمیمونه

هرڅوک حق لري، چې سمه او جوړونکې نیوکه وکړي، دا کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، چې ولې ستاسو آیډیاوې یا محصولات د خوښې وړ نه دي، خو تاسو نه شئ کولای، له هغه څه څخه چې ستاسو لپاره مهم دی، لاس واخلئ.

دا رښتیا دي، چې خلک په ډېرې آسانۍ ستاسو له تجربو څخه وېرېږي او غواړي، چې ستاسو د پرمختګ مخه ونیسي. که غواړئ د کاروبار یوه پروژه په لاره واچوئ یا د کوم څه په اړه یوه مقاله خپره کړئ، ډېر فیډبکونه واخلئ او له جوړونکو نظرونو څخه ګټه واخلئ او په خپلو تېروتنو باندې کار وکړئ، خو اجازه مه ورکوئ، چې خوبونه مو د نورو په نظرونو سره ودرېږي.

په تېر کې ژوند مه کوئ

د کوم څه د له لاسه ورکولو وړتیا د بریا لپاره وي، که تاسو یو څیز له لاسه ورکړی دی او ماتې مو خوړلې ده، وروسته له هغې مو خطره منلې او هڅه مو کړې ده، چې لا ډېر څیزونه ترلاسه کړئ، حرکت وکړئ او له تېرو تېروتنو سره کوم کار مه لرئ، خو په یاد یې ولرئ، چې تکرار نه شي.

اجازه مه ورکوئ، چې حالت مو خراب شي

په ډېرې سختۍ سره کولای شئ یو شخص خوشاله کړئ، خُلق، خوی، روحیه او په ځان باندې باور یې په هغه تېر پورې تړاو لري، چې څنګه توانېدلی، وې مني. تاسو باید د کوچنیو بریاوو لپاره هم خوشالي وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ