ټولنیز ژوند ژوند بڼه

بریالي هغوی دي چې ګډ کار وکړای شي

د نړۍ ډېری بریالیو شرکتونو لومړی ګډ کار پیل کړی دی؛ ګوګل (لري پیج) او (سرګي برین) تاسیس کړ او د اپل شرکت بنسټ لومړی ځل سټیوجابز او سټیو وزنیاک کېښود. پي پال امریکايي شرکت دی، چې الکترونیکي وسایل جوړوي او انتقالوي. پي پال د نړۍ په کچه تر ټولو پېژندل شوی هغه شرکت دی، چې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره د پنځو کسانو لخوا کېښودل شو.

له یوه لاس څخه ټک نه خېژي، په اصل کې بریالي کسان هغه دي، چې له نورو سره یو ځای کار او جوړ جاړی وکړي. د بریالیو کسانو بله ځانګړنه دا ده، چې د نورو نظرونو ته په درنه سترګه ګوري او په ډېرو ځایونو کې یې عملي کوي هم.

د بېلګې په ډول، که غواړی په ګډه کار وکړی، لومړی یو شریک اېمېل جوړ کړئ او یا که غواړی پر یوې پروژې کار وکړی او په لرې ځایونو کې سره اوسی، خپل نظرونه د اېمېل له لارې له خپلو همکارانو سره شریک کړئ او یو بل ته مشورې ورکړئ. دغه څه مو له ټیم سره مرسته کوي، چې د مسوولیت احساس وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.