افغان کرکټ لوبډله چې د فبروري په ۲۱ مه نېټه له ایرلېنډ د ۹ لوبو لړۍ پیلوي او لومړی د درې شل اوریزو لوبو لپاره لوبغالي ته ور دانګي؛ دغو لوبو ته شا او خوا ۱۴ ورځې پاتې دي.
د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې.
لومړی هم د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو نوملړ
د غوراوي کمېټې د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه، دغې لوبډله کې عثمان غني، حضرت الله ځاځی، نجیب ترکی، اصغر افغان، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینورای، شفیق الله شفق، محمد نبي عیسی خېل ، راشدخان ارمان ، کریم جنت ، فرید ملک، سعید شېرزاد، ضیاء شریفي، مجیب ځدرا، ظاهرخان پکتین او شرف الدین اشرف شامل دي.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او شرف الدین اشرف پکې د سپېن توپ اچونې الراونډران دي.
کریم جنت د فسټ بالېنګ الراونډر دی او چټک توپ اچوونکي پکې بیا فرید ملک، سعید شېرزاد او ضیاء الرحمن شریفي دې دي.
دا ۱۷ لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره غوره شوي دي.
د یو ورځنیو لوبو نوملړ
د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ایرلېنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو نوملړ کې ۲۱ لوبغاړي غوره کړي دي، په دغو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، جاوېد ذاخېل، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، اصغر افغان، رحمت شاه زرمتی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، نجیب الله ځدران دا د توپ وهونکو په برخه کې دي.
الرانډرانو کې بیا ګلبدین نایب، کریم جنت، محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان شامل دي.
د چټک توپ اچوونکو په برخه کې افتاب عالم، دولت ځدران، فرید ملک، شاه پور ځدران او سعید شېرزاد اخېستل شوي دي او دوه سپېن توپ اچوونکي مجیب الرحمن ځدران او ظاهرخان چېنا مېن دي.
د ټېسټ لوبې نوملړ
د غوراوي کمېټې د یواځېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه، دې لوبډله کې
شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوېد ذاخېل، اصغر افغان، رحمت شاه زُرمتی، ناصرجمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، محمدنبي عیسی خېل، راشد خان ارمان، وفادار خان مومند، یمین احمدزی، شرف الدین او وقار سلام خېل اخېستل شوي دي.
د نولس کلنو څخه د کم عمره لوبډلې نوملړ
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې وویل چې د ځېنې لوبغاړو عمرونه لوړ شوي دي او ځېنې لوبغاړي بیا ښه ونه ځلېدل، د کرکټ بورډ په وېنا دوی د دې تشې ډکولو په پار د ۱۰۰ لوبغاړو څخه په ټولو زونونو کې ټرېل یا ازموینه واخېسته، چې په ترڅ کې یې ۷۰ لوبغاړي غوره شول.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي وویل چې د کرکټ نړیواله شورا هغه لوبغاړي د ۱۹ کلنو څخه د کمر عمره لوبډلې لپاره نیسي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه وړاندې نه وي زېږېدلي؛ د احمدزي په وېنا که چیري یوه ورځ هم لوبغاړی مخکې زېږېدلی وي.
په انډر ناینټین لوبډله کې ریاض حسن، صابر، عابد محمدي، صدیق الحسن، فرحان ذاخېل، عرفان دولتزی، بصیر خانخېل، محمدحسن خان، اسلام ځاځی، اعجاز حقمل ذیشان، عبدالله رایب،
احسان مموزی، رضوان الله مراد، عبدالرحمن، عزیزخان، عابد خوستی ، بریالی، جمشید، شفیق الله غفاري، نور احمد، نبي ، محمد زوهېب، اسحاق ځاځی او اسحاق وېکټ ساتونکي دي.
دا ۲۴ لوبغاړي د ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.