اپریل 13, 2021

 له ښوونځي سره اړيکې؛ د زده کوونکي کورنۍ باید دغو ټکو ته پام وکړي!

Advertisements

له ښوونځي سره اړيکې يو له هغو اړيکو دي چې میندې، پلرونه، ښوونکي، او ټولنه باید پوره پام ورته وکړي، ځکه زموږ هېواد کې دا اړیکه ډېره ښه نده او آن ويلای شو چې ددې اړيکې په شتون باندې ډېری وګړي پوهيږي هم نه، موږ وینو چې نن سبا له ښوونځي سره هره کورنۍ اړيکه لري او که اړینه ونه ګڼل شي ښایي په راتلونکي کې بېلابېلې ننګونې رامینځته کړي. نن مو پر همدې اړوند د هېواد له وتلي ارواپوه ښاغلي استاد شرف الدين عظیمي سره مرکه کړې، چې پر لوستلو به یې په ډېرو نویو شیانو پوه شئ.
پوپلزۍ: سلام استاد هيله ده چې روغ جوړ به یاست او ورځ به مو ښه پیل کړي وي، استاد؛ نن غواړم چې له ښوونځي سره په اړيکو بحث او خبرې وکړو، په سر کې غواړم وپوښتم چې له ښوونځي سره د افغان کورنيو اړيکه څنګه ده؟
استاد عظیمي: سلامت اوسئ، سلام تاسو، درنو همکارانو او قدرمنو لوستونکو ته، خدای دې وکړي چې ټول روغ، جوړ، خوشاله او د خپلو کورنیو تر څنګ اوسئ. باید ووایم؛ څومره چې زه پوهېږم له ښوونځیو سره د افغان میندو او پلرونو اړیکې تر ډېره ښې ندي له همدې امله ډېری زده کوونکي له ښوونځي نه فارغیږي بلکې زده کړې پرېږدي او پر نورو بې بندو باریو اخته کیږي.
پوپلزۍ: استاد ددې اړیکې د ناسموالي لامل به څۀ وي؟
استاد عظيمي: ښه پوښتنه ده. ډېری کورنۍ د ښوونځي په اړوند ځیني فکري تېروتنې لري، موږ فکر کوو چې زموږ د اولاد هر څه په ښوونځي پورې اړه لري او ښوونځي ته د ماشوم په لېږلو سره د ماشوم په ښوونه او روزنه کې د میندو او پلرونو دنده پای ته ورسېده، او یا فکر کوو زموږ د اولاد هر څه د ښوونځي دنده ده. ياني افغانان روزنه يوازې د ښوونځي دنده ګڼي او ډېرځله پړه پر يوبل اچوي او یا ټوله پړه په ښوونځي اچوي، آن ډېرځله خو یې ښوونکو ته بد رد هم وایي. همدارنګه ښوونځی بیا پړه په مور او پلار ور اچوي او کله چې بيا دواړه (ښوونکي او والدین) سره يوځای شي او پر يوبل پړه نشي اچولای بيا دوی دا پړه را اخلي او پر دولت، رسنيو، همزولو او نورو بنسټونو یې ور اچوي.
پوپلزۍ: استاد په لاملونو خو یې پوه شوو، زه فکر کوم چې دا اړيکه بايد ورغول شي، څنګه کولای شو چې داړيکه ورغوو؟
استاد عظيمي: دلته لومړی د پوهاوي مسله مینځته راځي، یاني میندې باید ددې اړیکې پر ارزښت وپوهیږي او له ښوونځي سره د خپلو بچو د ښې روزنې په موخه ښه او روغه اړيکه جوړه کړي، هغومره چې زموږ د اولاد په روزنه او اړيکو مثبت اغېز وکړي، ياني موږ بايد پوه شو چې زموږ زوی/لور په څویم ټولګي کې ده، څویم نمره ده، څه ډول ټولګیوال لري، په کوم مضمون کې ښه او په کوم کې کمزوري دي، د ښوونځي ښوونکي یې څه ډول انسانان دي او له همداسې نورو مسایلو بايد خبر اوسو. دویم هم د مرستې مسله ده، موږ بايد له خپلو بچو سره مرسته وکړو تر څو پر مخ ولاړ شي، زموږ مرسته ددې لامل ګرځي چې ماشومان مو له تمې ډېره وده وکړي، همدارنګه که دا مرسته زموږ او زموږ د ماشوم د ښوونځي، يا زموږ او زموږ د ماشوم تر مینځ روانه وي نو، کولای شي هغه يو ښه لوري ته بوځي او پر سمه یې روان کړي. وروستۍ مسله هم د ستونزو د مخنيوی ده، که چېرې میندې او پلرونه له ښوونځي سره په اړیکه کې وي، نو د پردې تر شا به په ډېری کړنو پوهې شي او د ځینو چلندي ستونزو په له مینځه وړو کې به هم مرسته وکړي.
پوپلزۍ: استاد کورنۍ باید ددې اړيکې د رغولو لپاره کومو ټکو ته پام وکړي؟
استاد عظيمي: لومړی باید افغان میندې او پلرونه اصول زده کړي، نن سبا بايد دا يو مجبوريت او اړتیا وګڼو تر څو د خپلو ماشومانو له ښوونځي، وړکتون، مدرسې او… سره اړيکه وساتو، او هرهغه چېرې مو چې ماشومان ځي او په یوه ډول تعلق ورسره لري نو موږ بايد له ملګرو، تګ راتګ او اړيکو خبر اوسو.
کله چې زه په ښونځي، وړکتون او همداسې نورو ځايونو کې ورکشاپونه جوړوم بيا ميندو ته وايم چې پلار يې هم راولئ، ځکه هرکله چې پلار دلته راولي پر دې پوهيږي چې دا خو زما مسوليت هم دی، له دې سره يو ډول په روزنه کې ورګډيږی، دا ډېره اړینه مسله ده چې مور او پلار دواړه د خپل ماشوم په روزنه کې د یوبل همکار او مرستندوی اوسي. دا به هله شونې وي چې موږ تل د خپل ماشوم له ښوونځي سره په اړیکه کې اوسو.
بله هم دا، کله چې ښوونځي ته ځو نو ماشوم مو ګوري او خوشالیږي، ځان ارزښتمن احساسوي، پر خپل ځان وياړي او په ځان باور او ځان درناوی يې لوړيږي، د هوساینې او امنیت احساس کوی، ځان مسؤن ګڼي او له ځان سره وايي چې پلار مې له ښوونځي او ښونکو سره اړيکې لري او وروسته به مې ښونکي له ما سره زما د پلار د راتګ پر بنسټ ښه چلند کوي، وروستی د پام وړ مسله دا ده چې موږ ښوونځي ته په تللو سره د ماشوم پر ستونزو، قوت، کمزورتیاوو او سم و ناسم چلند پوهېږو چې وروسته یې بیا په کور کې په سم ډول حل او فصل کولای شو.
پوپلزۍ: استاد افغان کورنیو ته مو پیغام څه دی؟
استاد عظيمي: کورنیو ته مې پیغام دا دی چې له ښوونځي سره په اړیکو سره د خپلو ماشومانو په لا ښه وده، پرمختګ او اروایي روغتیا په ساتلو کې مرسته وکړئ.
https://youtu.be/qlqQM4Ji6Mg
پوپلزۍ: نړۍ مننه استاد چې زموږ سترګې مو د يوې بلې اړیکې پر څرانګوالي او رغولو پرانېستې.
استاد عظيمی: ژوندی اوسې له تاسو هم مننه د يو سوکاله او آرام افغانستان په هيله.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ