Advertisements
ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

له ژوند څخه تېښته – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوه ورځ، یو زده کوونکي خپل ښوونکي ته وویل:

ښوونکیه ! غواړم، چې د انسانانو یوه مهمه ځانګړتیا را وښیې.

ښوونکي وویل : آیا په رښتیا غواړې، چې په هغې باندې پوه شې؟

زده کوونکي وویل: هو ولې نه.

ښوونکي وویل: چمتو شه، چې یوه ځای ته لاړ شو، زده کوونکي ومنله. ښوونکي خپل ځوان زده کوونکی هغه پارک ته بوته، په کوم کې چې ماشومان په لوبو بوخت ول.

ښوونکي وویل: ښه د ماشومانو خپل منځي خبرو ته غوږ ونیسه، د ماشومانو خپل منځي خبرې په دې ډول وې: اوس زما وار دی، چې وتښتم او ته باید په ما پسې منډې ووهې. نه اوس ستا وار دی، چې باید په ماپسې منډې ووهې. نه ولې، زه هېڅکله نه غواړم، چې وتښتم.

ښوونکي دوام ورکړ: لکه څنګه دې چې واورېدل، ټول ماشومان دې ته لېواله ول، چې له یو بل څخه وتښتي. ټول انسانان همدا ډول دي، هغوی هېڅکله چمتو نه دي، چې له اوسنیو شرایطو سره مخامخ شي او تل په دې هڅه کې دي، چې د خپل ژوند له حقایقو او واقعیتونو څخه وتښتي او دغه راز دې ته چمتو نه دي، چې د خپل ژوند د ښه والي له پاره کوم کار ترسره کړي.

تا له ما څخه وغوښتل، چې د انسانانو له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه درته ووایم او زه هغه په یوه جمله کې را لنډوم: له ژوند څخه د تېښتې له پاره هڅه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل