بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب د ماشوم نړۍ روغه سټه ژوند بڼه

ماشومان په ورځ کې څو دقیقې له ټبلت څخه استفاده کولای شي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

ډاکټر فریبا نور محمدي، له خبریال سره په مرکه کې وویل چې له بده مرغه دا قوانین نه پلې کېږي او زیاته یې کړه، د دې لوبو د ټیټ نرخ له امله هر کال ډېر ماشومان دوی ته لاسرسی لري، چې کورنۍ باید د دې وسیلې په کارولو سره د ماشومانو کنټرول لپاره قانون وضع کړي.

دا غوره هم ده چې تر پېرودلو وړاندې د ماشومانو لپاره دا توکي چیک کړئ او له ماشوم څخه مخکې کورنۍ یو ځل وکاروي.

هغه د دې وسایلو سم کارول د ماشوم د زده‌کړې د کچ په لوړولو کې خورا اغېزمن وګڼل او په ګوته یې کړه:

د کمپیوترونو په مرسته، هر ډول ټلبتونه او سمارټ ټیلفونونه، د ټولنیزې زده‌کړې کچ، خلاقیت او له ماشوم سره د زده‌کړې په وده کې مرسته کولی شي.

د ماشوم ارواپوه ادامه زیاته کړه:

د نوټونو له لارې لیکل، د الکترونیکو کتابونو لوستل، د تاریخي او ټولنیزو پېښو عکسونو او ویډیوګانو له لارې د اسنادو لیکل تدریس، او د هنرونو جوړولو پروسه هغه میتودونه دي چې اوسمهال په سمارټ لومړني ښوونځیو کې کارول کېږي، زده‌کوونکي کولی شي په دې توګه خپل د کور کارونه ترسره کړي.

دوی زیاته کړه چې د لوبې وسایل باید د ماشوم له شرایطو سره سم وکارول شي.

د ماشوم د استخباراتو کچې ته په پام سره هغوی کولای شي دا وسایل وکاروي او هغه ماشومان چې د خبرو کولو یا مخنیوی وخت کې ستونزې لري باید هغه لوبې او برنامې وکاروي چې د دوی په چلند مثبته اغېزه لري.

همداسې هغه ماشومان چې نورو شیانو ته یې پاملرنه کمه وي، نو له دې وسایلو څخه باید لږه استفاده وکړي.

د ماشومانو ارواپوهانو په خوب کې اختلال، د مغز بدلېدل، بدخلقي د دې وسایلو کارولو هراړخیزې اغېزې په توګه بیان کړي او یادونه یې وکړه چې ډېرې دا لوبې په ماشومانو کې تاوتریخوالی یا غوسه نه رامنځته کوي، د اوږدې مودې کارولو پر مهال د خشونت او غوسې څخه ګټه اخیستل دا ستونزه رامنځته کوي.

هغه د دغو لوبو د کمولو په هکله زیاته کړه:

کورنۍ باید ورو ورو داسې لوبې په عملي ډول واړوي، څو په ماشومانو کې خلاقیت رامنځته کړي او تعلیم ورکړي، چې د هغو کارونو له ترسره کولو وروسته کولای شي د کور په کارونو کې هم وخت تېر کړي او بوخت شي.

د ماشومانو ارواپوه دا هم وویل چې ښه دا ده چې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړي. همداسې د دې پر ځای چې خپل ماشوم کنټرول کړي او د ټړونونو له لارې پوښتنو ته ځواب ووایي، د لوبې په جوش کې برخه واخلئ، ځکه په دې حالت کې به ماشومان هم د مور او پلار د مقرراتو اطاعت کولو ته چمتو وي.

په پای کې، نور محمدي څرګنده کړه چې ټول والدینو ته، چې ماشومان یې دا وسیلې کاروي، سپارښتنه کېږي چې د لوبې سایټونو ته مراجعه وکړي، د لوبو طبقه‌بندي مطالعه کړي او هغه لوبې غوره کړي، چې له عمر سره سم او د ماشوم له ښوونه‌ییزو اړتیاوو سره سم وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ