افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د طالب پلاوي نوي جزیات؛ ستانکزی وايي، هر ډول واک راکړل شوی

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خپلمنځي خبرو لپاره ۲۰ کسیزه ټیم ټاکلی چې له ډلې یې ۱۳ تنه د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي دي.

شیر محمد عباس ستانکزی چې ددې ډلې مشر ټاکل شوی ویلي چې دا پلاوی پراخه صلاحیت لري چې پریکړې وکړي.

عباس ستانکزي اسوشیټیډ پریس ته ویلي د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله دا ټیم ګمارلی دی.

هغه وايي، دا ډله د اجنډا د ټاکلو، د ستراتیژۍ په اړه د پریکړې کولو او تر دې چې د افغان حکومت له استازو سره تړونونه لاسلیک کولو واک لري.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د طالبانو یو پلاوی پرون پاکستان ته تللی دی.

طالبانو ویلي چې پاکستان ورغوښتي او پر ځینو مسایلو ورسره غږیږي.

ویل کیدل چې همدې روانه اګسټ میلادي میاشت کې به بین الافغاني خبرې پيل شي خو ویل شوي چې د ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانیانو د نه خوشې کیدو له امله دا خبرې ځنډیدلي دي.

معلومه نه ده چې کله به دا خبرې پیلیږي، خو د افغانستان حکومت له خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی چې دا خبره مشورتي لویې جرګې هم په خپل پریکړه لیک کې کړې وه.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ