افغانستان سرسکالو سوله سیاست

بین الافغاني خبرو ته نېږدیوالی؛ ۶ خطرناک طالب بندیان قطر ته ولیږدول شول

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

په تازه راپورونو کې ویل شوي چې شپږ طالب بندیان چې د حکومت په زندان کې له خطرناکو بندیانو پاتې ول، قطر ته ولیږدول شول.

دا راپور د افق په نوم یوه خبري اژانس ورکړی دی.

په راپور کې د یوې حکومتې سرچینې له قوله چې نه یې دي غوښتي هویت یې څرګند شي، ویل شوي چې دا کسان تیره شپه دوحې ته لیږدول شوي او هغه کسان دي چې یو شمیر هیوادونو یې د خوشې کیدو مخالفت کاوه.

ویل شوي چې دې شپږو طالب بندیانو کې یې یو تن پاکستانی دی او یوه خصوصي الوتکه کې دوحې ته وړل شوي دي.

تر اوسه افغان حکومت رسماً او یا هم طالبانو په دې اړه کوم څه نه دي ویلي. خو له وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي ول چې ۷ تنه خطرناک طالب بندیان به دوحې ته لیږدول کیږي، دا چې اوس د ۶ یادونه شوې، نو معلومه نه ده چې ایا اووم افغانستان کې خوشې شوی او که لا هم بند کې پاتې دی.

له دې وړاندې طالبانو ویلي ول چې که ټول بندیان یې خوشي شي، د سولې بین الافغاني خبرې به پيل شي.

وبه لیدل شي چې که رښتیا هم بندیان دوحې ته لیږدول شوي وي، نو کله به خپلمنځي خبرې پيل شي.

تر اوسه د افغانانو پلاوی چې د خپلمنځي خبرو په موخه ټاکل شوی، قطر ته نه دی تللی. ویل شوي چې ژر به ولاړ شي.

بل پلو؛ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي دي او افغان حکومت هیله لري چې طالبان د خبرو پیل لپاره چمتووالی اعلان کړي ترڅو د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د هغه په ​​وینا ، د خبرو اترو د پیل لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت هیڅ خنډ نشته او د خبرو اترو په پیل کې د حکومت هدف د اوربند رامینځته کول او د طالبانو لخوا جګړه او تاوتریخوالی پای ته رسول دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ