مارچ 2, 2021

څنګه پو شو، چې په تايرايد سرطان اخته يو!

ژباړه: حنیفه مومند

د تایرايد سرطان چټک او پر وخت تشخيص د دې ناروغۍ په درملنه کې ډېره مرسته کړې، نو ځکه د تايرايد سرطان تل ښکاره نښې نښانې نه لري.

دينا سکاوا د طبي علومو روغتیاپاله او د فارمکولوژۍ د ګروپ استاده، د روسیې د يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل:

داچې څه ډول پوه شو، چې د تايرايد په سرطان اخته يو، زياته کړه، چې د تايرايد سرطان خطرناکه ناروغي ده، ځکه کولاى شي د اوږدې مودې لپاره پرته د کومو نښو نښانو څخه دوام وکړي.

دينا همدارنګه دا، چې څه ډول دا ناروغي تشخيص کړو وويل:

يو له دې نښو د ستوني بند والى دى، او ناروغ شخص احساس کوي، چې په ستوني کې يې څه بند پاتې دي. دا ډول احساس د يوې قاعدې له مخې د ناروغۍ په پرمختګ دلالت کوي.

د دې ناروغۍ نورې نښې عبارت دي له: وچ ټوخى، د ساه بندي او په ستوني کې د خارښت احساس. دغه نښې په بشپړ ډول په ځنډ سره رابرسيره کېږي.
مېرمن دينا ګواښ وکړ، که دا ډول نښې ښکاره او له دوه اونيو ډېر دوام کړى وي، نو جدي طبي درملنې ته اړتيا لري.
نوموړې زياتوي، چې په لومړي پړاو کې دا ناروغي معمولاً پرته د نښو له څرګنديدلو رامنځته کېږي، خو په هر فرد کې په مختلفو بڼو وي.
سکاوا همدارنګه جنټيکي وده او ناپاکې شعاوې د دې ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کېږي، چې دا ناروغي ډېره په ښځينه وو کې ليدل شوې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ