ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

ټايپي؛ د نړۍ لومړنۍ اسمانڅکه ودانۍ

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

په شلمه پېړۍ کې، په ځانګړي ډول د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسېدلو وروسته نړیوالو د نړۍ په بیارغونه پیل وکړ، هر هېواد د جګړې د نښو د له منځه وړلو لپاره د نویو ودانیزو چارو په پیلولو سره ښکلې او زړه را ښکونکې ودانۍ جوړې کړې.

د نړۍ ځینو هېوادونو د لوړو ودانیو په جوړولو کې سیالي پیل کړه او هر هېواد هڅه کوله چې د تر ټولو لوړې ودانۍ ریکارډ په خپل نامه کړي، خو د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ د لومړي ځل لپاره په تایوان کې جوړه شوه او تایوان د نړۍ د لومړنۍ ودانۍ ریکارډ په خپل نامه ثبت کړ.1-98.jpg
هو، ټایپی Taipei د نړۍ لومړنۍ اسمانڅکه ودانۍ ده چې په تایوان کې واقع ده، او په دې لیکنه کې د ټایپی په اړه مالومات درکوو. زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ.

ټایپی Taipei نړۍ یوه ښکلې او زړه‌راښکونکې اسمانڅکه ودانۍ ده او د نړۍ د لوړو دانیو په لړ کې تر ټولو لومړۍ ودانه شوې لوړه ودانۍ وه. د لوړوالي له اړخه په نړۍ کې لسم ځای لري او کلونه کلونه یې د نړۍ تر ټولو لوړ اسمان څکې ودانۍ ریکارډ په خپل نامه کړی و، خو د وخت په تېرېدلو سره ډېرو نورو هېوادونو له دغه برج څخه لوړ برجونه جوړ کړل او د دغه برج لوړوالي ته یې ماته ورکړه.2-69.jpg
دا چې په نړۍ کې د ټایپي برج څخه لوړ برجونه جوړ شوي دي، دا په دې مانا نه ده چې دغه اسمانڅکه ودانۍ دې نور ارزښت ونه لري او یا دې هم نورو لوړو ودانیو جوړېدلو د ټایپی ښکلا کمرنګه کړې وي، په حقیقت کې اوس هم د ټایپی نوم د نړۍ په نورو لوړو او زړه راښکونکو برجونو په ډلې کې ځلېږي.

کېدای شي په ډېرو ځایونو کې مو د ټایپي نوم ټایپي ۱۰۱ اورېدلی وي، دا ځکه چې د ټایپي برج ۱۰۱ پوړه لري، د دې ترڅنګ دغه ودانۍ پنځه پوړه د ځمکې لاندې جوړ شوی دی، یعني پنځه پوړه تهکاوۍ (ځمکې لاندې پوړ) لري.

ټایپي برج ۵۰۸ متره لوړوالی لري، او تر ټولو حیرانونکې خبره لا دا ده چې د ټایپی ودانۍ ځانګړی نښان د باڼس ونه ده.

د ټایپی د جوړلو بنسټيز کارونه په ۲۰۰۴ زېږدیز کې پیل شول او تر ۲۰۱۰ زېږدیز  پورې یې ودانیزې چارې پای ته ورسېدل د دغه برج د جوړونې ټول کارونه په شپږو کلونو کې پای ته رسیدلی دي.

د ټایپی ودانۍ ننداره دومره ښکلې او زړه راښکونکې ده چې په لیدلو یې د انسان سترګې نه مړېږي. د ټایپی په هر پوړ کې ځانګړې کټارې جوړې شوي دي، کله چې د دغې ودانۍ په کټارو کې و درېږئ، له دغو ښکلو کټارو به د تايوان ټولې زړه راښونکې منظرې ووینئ او د ارامتیا احساس به وکړئ.indoor.jpg
کله چې تاسو د ټایپی وروستني پوړ ته پوړته شئ، نو داسې احساس به وکړئ چې د ورېځو په منځ کې یاست او ځانته به د اسماني مخلوق سوچ وکړئ.
د دې ترڅنګ تاسو کولای شئ د شپې له خوا د ټایپی په وروستني پوړ کې ستوري له ډېرې لږ واټن څخه ووینئ او ځان، ستورو ډېر نیژدې احساس کړئ.vvv-1.jpg
په ټایپی کې یو کښته پورته کېدلو لپاره ډېر چټک سیستم یا لیفټ جوړ شوی دی چې کولای شي په څلویښتو ثانیو کې تاسو د لومړي پوړه څخه ۱۰۱ پوړ ته ورسوي، همدارنګه ټایپی د (Taipei 101 Food Court) د خوړو یو ستر پلورنځی هم لري.3-57.jpg
د ټایپی ودانۍ کې د اداري کارونو بیلابیل دفترونه او ځانګړي ریسټورانټونه شته چې خوندور خواړه لري، خو ګڼ شمېر خلک د لرې واټنونو څخه د دې لپاره چې د دغې ودانۍ د لوړو پوړونو څخه د تایوان ښار وګوري او ځان ته د يوې الوتونکې ګومان و کړي، د دغې لوړې ودانۍ لیدو ته راځي.5-26.jpg
د دې لوړې ودانۍ وزن یا دروند والی ۶۶۰ تنه دې او د ټایوان په داسې سیمې کې جوړ شوی دی چې د ټایوان د نورو سیمو په پرتله پکې ډېره زلزله کېږي، ان تر دې چې په يوه کال کې په دغې سیمې کې تر ۲۰۰ ځلو پورې لویې او وړې زلزلې کېږي. خو تر نن ورځې پوړې هېڅ زلزلي د ټایپی ودانۍ ته یو کوچنی زیان هم نه دی رسولی.

ټایپی د ټايوان د پرمختګ یوی لوی لامل دی او په دې ودانۍ کې هر کال د نوي کال یا کرسمس جشن ترسره کېږي او هر کال په سلګونو سیلانیان د کال په بیلابیلو وختونو کې په ځانګړي ډول د نوي کال په لومړیو او د کرسمس د جشن د لمانځې په پار له ټایپی څخه لیدنه کوي.6-19.jpg
د ټایپی برج د دغو ټولو ځانګړنو په اورېدلو سره به تاسو ته ټایپی یوه حیرانوونکې ودانۍ ښکاره شوی وي او ستاسو په زړه کې به مو د ټایپی د لیدو هیلې را ټوکېدلې وي، چې دا طبیعي خبره ده ځکه د دغې ودانۍ ځانګړنې نه یوازې تاسې بلکې د نړۍ هر وګړی حیرانوي او د لیدو هیله ور ته پیدا کوي، نو له همدې کبله ټایپی د ټایوان او نړۍ په حیرانونکو اسمانڅکو ودانیو کې ځانګړی ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ