سپورټ کرکټ وزش او تمرین

روس ټایلر د نیوزیلنډ لپاره د ډېرو لوبو کولو ریکارډ جوړ کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی روس ټایلر د خپل هیواد لپاره د ۴۳۸ لوبو په کولو سره د نیوزیلنډ په تاریخ کې ډېرې لوبې کوونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

روس ټایلر د نیوزیلنډ لپاره خپله ۴۳۸مه لوبه، چې ټیسټ سیالي ده، نن یې د پاکستان په وړاندې پيل کړه او په ۷۰ منډو کولو باندي وسوځېد.

۳۶ کلن روس ټایلر په ۲۰۰۶م کال کې له نیوزیلنډ ملې لوبډلې سره یوځای شو، چې له همغه راهیسي یې تر دې دمه پوري ۱۰۴ ټیسټ، ۲۳۲ یو ورځنۍ او ۱۰۲ بیا شل اوریز سیالۍ ترسره کړې دي.

د دې لوبو مجموعه ۴۳۸ لوبې کیږي، چې ټایلر تر ویټروي تېر شو او د نیوزیلنډ په تاریخ کې د ملې لوبډلې لپاره ډېرې لوبې کوونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

د نیوزیلنډ لپاره ډېرې لوبې کوونکي لوبغاړي

۱ـ روس ټایلر، ۲۰۰۶ـ۲۰۲۰، ۴۳۸ لوبې، ۱۷۸۳۸ منډې.

۲ـ ویټوري، ۱۹۹۷ـ۲۰۱۵، ۴۳۷ لوبې، ۶۹۲۹ منډې او ۶۹۶ ویکټې.

۳ـ مایکلم، ۲۰۰۲ـ۲۰۱۶، ۴۳۲ لوبې، ۱۴۶۷۶ منډې.

۴ـ پلمینګ، ۱۹۹۴ـ۲۰۰۸، ۳۹۵ لوبې، ۱۵۲۸۹ منډې.

۵ـ کوپټیل، ۲۰۰۹ـ۲۰۲۰، ۳۲۴ لوبې، ۱۲۰۵۰ منډې.

۶ـ اسټلي، ۱۹۹۵ـ۲۰۰۷، ۳۰۸ لوبې، ۱۱۸۶۶ منډې.

۷ـ ویلمسن، ۲۰۱۰ـ۲۰۲۰، ۲۹۵ لوبې، ۱۴۶۸۲ منډې.

۸ـ تیم سوتي، ۲۰۰۸ـ۲۰۲۰، ۲۹۴ لوبې، ۲۶۰۱ منډې او ۵۷۳ ویکټې.

۹ـ کایرنز، ۱۹۸۹ـ۲۰۰۶، ۲۷۸ لوبې، ۸۲۰۴ منډې او ۴۱۹ ویکټې.

۱۰ـ هاریس، ۱۹۹۰ـ۲۰۰۴، ۲۷۳ لوبې، ۵۱۵۶ منډې او ۲۱۹ ویکټې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ