فبروري 26, 2021

۴ تکنيکونه چي د متضادو افرادو ژوند خوږ و جذاب کوي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
مينه یا مئنېدل خورا يوه آسانه پدیده ده. خو د همدې اړیکي ساتل بیا خورا سخت و ستونزمن کار دئ. زموږ سره مله پاته سئ چي پر دې موضوع درسره معلومات شریک کړو چي ولي متضاد کسان یو و بل سره خوښوي او بیا په ژوند کي له زیاتو ننګونو سره مخامخ کېږي او تر ټولو مهم دا چي متضاد کسان څنګه کولای سي چي یو د بل له تفاوتونو څخه خوند واخلي او یو خوږ ژوند ولري.
ددې له پاره چي مينه و محبت تاسي ته په بشپړه توګه تشرېح کړو، د يوه افسانوي و خیالي ژوند داستان درسره شريکوو چي پکښي فرشته و زعفران – متضاد مېرمن و خاوند دي، او د دوئ دا ټکرونه د دوئ په ژوند کي د ننګونو و چالشونو د رامنځته کېدا سبب سوي دي. زموږ سره اوسئ.
فرشته و زعفران په پیل کي خورا خوږه جوړه معلومېده، خو کرار – کرار د ځینو مسایلو و مشکلاتو په را پورته کېدو سره له يو و بل څخه ناهیلي سول. هغوی یو له بل سره همکار دي او له پیله ئې د علاقمندیو پر سر کوم مشکل یا خنډ نه درلودی، نو ځکه ئې په هماغه لومړني ملاقات کي، یو له بل سره علاقه پیدا سوه. په لومړیو کي هیڅ ستونزه نه وه او هرڅه ښه روان ول تر داسي ځایه چي یو ناپامه متوجه سول چي یو له بل سره بلا تفاوتونه لري! او همدا د کیسې پیل دئ.
له تفاوتونو راپورته کېدونکي ننګوني!
یو له بل سره د انسانانو تضاد د دوئ د جذب سبب کېږي. ځکه نو په ډېرو وختو کي متضاد کسان یو و بل سره جذبوي، خو دا ډول مينه همېشه له ننګونو ډکه وي. په همدې خاطر دا تضادونه و تفاوتونه د فرشتې و زعفران د جلا کېدو سبب کېږي. تر دې اندازې پوري چي په هوټل کي د يوه مېز پر نيولو هم سره نه یوه خوله کېږي.
فرشته په دې باور ده چي په هوټل یا رسټورانټ کي د مېز نیول د هغې د خاطر د آرامش سبب کېږي او ددې له پاره ضرور نه ده چي د ماښامنۍ خوړلو له پاره دي په یوه اوږده کتار کي انتظار سي. خو بلخوا ته، زعفران ته دا قضیه هیڅ جدی نه ایسي. هغه فکر کوي چي بهتره ده راتلونکی لږ صرفنظر کړي او ناببره عمل وکړي.
په همدې خاطر زعفران په داسي وخت کي وايي:” کولای سو چي نورو هوټلو ته ولاړ سوو “ خو د فرشتې نظر دئ چي:” زه فقط غواړم چي د يوه مېز په نیولو سره مو د وخت له تلف کېدو څخه مخنیوی وکړو “ .
وخت پېژندنه و نظم
دا دواړه مسلې کولای سي چي د متضادو مېرمنو و خاوندانو ترمنځ د مشکلاتو د هواري له پاره مناسبه فضاء رامنځ ته کړي. هغوی یو پر باندي مئینان دي، خو د فرشتې نه پام کېږي چي زعفران ولي دومره د پلان جوړوني په اړه بې پروا و بې ملاحظې دئ. د زعفران هم نه پام کېږي چي فرشته ولي نه سي کولای چي لږ هم د اوبو له جریان سره سمه سي.
هغه څه چي دوئ دواړه ورباندي نه پوهېږي دا دي چي دوئ دواړه یو د بل صفات و اخلاقیات د خپلو معیارونو له مخي محاسبه کوي او ډېری متضاد کسان یو د بل د تفاوتونو سره په چلند کي له ځانو څخه دغسي یو عکس العمل ښکاره کوي.
موږ د خپلو صفاتو و اخلاقیاتو محصول یوو
زعفران په يوه خورا مینه ناکه کورنۍ کي زېږېدلی دئ. هغه د خپلو څلورو وروڼو و درو خویندو د تر ټولو کوچني ورور په حیث، د والدینو د ډېري آسانۍ سره را لوی سوی دئ. خو سره له دې زعفران ډېر هوښيار هلک دئ، خو د نظم له مخي ډېر ښه نه ئ. زعفران پر دې هرڅه سربېره، د آدبیاتو سره خورا ډېره مینه لري. نو د هغه انګېزه ددې سبب سوې ده چي یو وخت د نړۍ له مشهورو لیکوالو و ژباړونکو څخه وي.
په زعفران کي د خپلواکۍ و استقلالیت روح چلېږي. نوموړی هغه لاره انتخابوي چي زړه ئې هغه ته الهاموي. هغه د خپل حال له ژوند و کسبه ډېر خوښ دئ. هغه فکر کوي چي خوبونه ئې پوره کېږي، له خپل حاله خوښ دئ.
خو بلخوا ته فرشته په يوه خورا ستخګیره کورنۍ کي زېږېدلې ده. هغه د خپلي کورنۍ مشره اولاد ده، نو د والدینو فشار همېشه پر هغې باندي وي چي وکولای سي د خپلو کشرانو وروڼو و خویندو له پاره نمونه اوسي. د هغې خوښېږي چي هرڅه د پلان و نقشې سره سم پرمخ ولاړ سي او خورا ډېره منظمه ده.
فرشته د یوې هڅاندي و ګړندۍ زده کوونکي په حیث په يوه خورا عالی پوهنتون کي شامله سوه. بالاخره په يوه شرکت کي د مالي مدیرې په حیث وظیفه ترلاسه کړه. هغه یوه خورا منظمه نجلۍ ده، چي سخت کار کوي څو د پدیدو په مېنځ کي له شته نظمه اطمیناني سي. هغه ښه دنده لري او له خپل ژونده خورا خوښه ده.
«ځکه نو زموږ معیارونه زموږ له تربیته سرچینه اخلي»
زموږ هري کورنۍ متفاوت عملکردونه لرلي دي، او د افرادو متضاد اوسېدل کاملاً یو طبیعي کار دئ. موږ د خپل تربیتي محیط محصول یوو. دا چي موږ څنګه خپلو والدینو روزلي و تربیت کړي یو کولای سي په خورا ښه ډول زموږ معيارونه تشرېح و توضېح کړي، او دا معیارونه خپل خاص صفات و اخلاقیات زېږوي.
۱ـ تاسي ته چي چشي سم دئ، ستاسي د معشوقې له پاره غلط یا ناسم دئ
شاید تاسي ددې کار ترسره کولو ته متوجه ونه اوسئ، خو که د خپلي معشوقې د معیارونو رفتار په خاطر عصباني ياست، نو بیا دا مسله ستاسي د خپلو معیارونو پر غاړه در واچوئ!
څنګه چي زعفران وخت پېژندونکی نه دئ، معلومه خبره ده چي فرشته عصباني کوي. د فرشتې غیر صمیمي و له مات زړه سلوک هم د زعفران له پاره ناراحت کوونکي دي او تر دې چي شاید سبب سي چي زعفران داسي احساس وکړي ګواکي هغه ته توهین سوی دئ.
ځکه نو تاسي نه سئ کولای پرېکړه وکړئ چي ستاسي روش و رفتار دي ستاسي د معشوقې په شمول د ځمکي د کُرې پر مخ د ټولو افرادو له پاره کولای سي جواب ووايي. ستاسي له معشوقې څخه ستاسي تمنیات کولای سي چي د هغې پر اوږو باندي دروند بار واچوي. هغوی فکر کوي چي پر اوږو ئې اضافي بار اخیستی او احساسوي چي باید تغییر وکړي، له دې پرته په کافی اندازه ستاسي له پاره ښه نه دي.
۲ـ وې منئ، درنښت ورکړئ او قدرداني ئې وکړئ
ستاسي د ژوند تجربې کاملاً ځانګړي دي. هیڅوک نه سي کولای چي ستاسي درلودلي تجربې و صفات دي ولري، ځکه نو هر کس په خاص ډول تکامل کوي. هغه څه چي تاسي ته د منلو وړ دي، شونې ده بل څوک ئې په اړه اصلاً فکر هم ونه کړي. نو لازمه ده چي د خپل ژوند د متضادو کسانو سره په برخورد و رفتار کي، خپل ذهن خلاص پرېږدو. که یو شی د نورو له پاره اهمیت لري، موږ ئې په اړه د قضاوت حق نه لرو. نو ځکه همېشه کوششک کوئ چي د نورو د صفاتو دلایل درک کړئ.
۳ـ د قضاوت ځای تشرېڅ و توضېح ته ورکړئ
که مو وليدل چي ستاسي معشوقه خپل کارونه په متفاوت ډول ترسره کوي، نو په دې اړه له هغې پوښتنه وکړئ. په دې ډول به یو له بله ښه درک و شناخت پیداکړئ. فرشته باید زعفران ته تشرېح ورکړي چي ولي غواړي چي ټول کارونه باید د پلان و نقشې سره سم پر مخ بوزي. او زعفران هم باید دا هرڅه تشرېح کړي چي ولې ( ولي ئې) نه خوښېږي چي باید هر لوی و کوچنی کار دي د نقشې و پلان مطابق وکړي. متقابل درک و فهم، د ماجرا کیلي ده.
۴ـ تفاتونه قبول کړئ، د تغییر له پاره چمتو سئ
کله چي د متقاوتو و متضادو کسانو سره مخامخ کېږئ، باید هغوی ته درنښت وکړئ. فرشته باید د زعفران ناڅاپي عمل کولو ته درنښت وکړي، په مقابل کې ( کي ئې) زعفران هم د فرشتې محکمتیا ته درنښت وکړي. دا هرڅه داسي صفتونه و شخصیتونه دي چي تغیرېدلای نه سي. همېشه مو باید پام وي چي همدا متضاد کسان دي چي ګډ ژوند جذاب و متنوع کوي.
خو، کولای سي چي لږ یو و بل ته ښه سي. روغه جوړه داسي کار دئ چي نه پرېږدي تفاوتونه په جلا کېدو تمام سي. ددې ټولو بدلونونو ایجادول باید د قربانۍ یا فداکارۍ په معنا تلقی نه سي. عاشقي جوړې سره له دې چي متضاد شخصیتونه دي، خو همېشه حاضر دي چي د یو و بل په خاطر تغییر وکړي څو وکولای سي خپله اړیکه ژوره و پیاوړې کړي.
هیڅ مېرمن یا خاوند نه سي کېدلای چي کټ مټ دي یو و بل ته ورته وي، خو همدا مسله ددې سبب سوې ده چي اړیکي ته جذابیت ورکړي. پخپلو مېنځو کي تفاوتونو ته غېږه خلاصه کړئ څو له ناهیلۍ لاس واخلئ او یوه خوشحاله و خوښه اړیکه ولرئ.