بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

تعصب او تنگ‌نظري

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

تعصب څه دئ؟ تعصب هغه باور یا چلند دی چې په حق یا ناحقه په ډېر شدت او وحدت سره د هغه ډلې حمایت، ملاتړ او ورسره درېدلو ته وایي چې انسان ورسره په کورنۍ، نسب، ژبه، قبیله، وطن، جغرافیایي موقعیت، سمت، مذهب، تنظیم حزب او داسې نورو کې اشتراک او ګډون ولري.

تعصب د پوهانو له نظره

خپله هڅه دوه‌چنده کول، کله چې مو موخه هېره کړه. (جورج سانتانایا)
متعصب هغه څوک دی چې خپل نظر یا هم موضوع نشي بدلولی. (وینستون چرچیل)
په خپل کتاب کې د لېونتوب خبرې، د احمقتوب خبرې وایي: د ټولو متعصبو باورونو کلۍ دا ده چې، ټوله خپل د ځان تائید کوونکې دي. (نیل پستمن)

د تعصب پایلې به څه وي؟

رواني ستونزې پیدا کوي، ځکه هر څومره څوک متعصبه شي هغومره فکر یې ګدوډېږي.

ټولنیزي ستونزې رامنځته کوي، ځکه د متعصبه وګړو له کبله ټولنه هم زیان ویني.
سربېره پر نورو ستونزو شخصیت ته هم لویه صدمه رسېږي.

په هره اړیکه کې تعصب شته، لکه په کورنۍ کې، مذهب، ټولنه او ژبه کې.

ډېري داسې کورنۍ شته چې متعصبه دي، او هم په ټولنه کې یو له بل سره تعصب کوي، حتا د ژبې په کارولو کې تعصب منځته راولي. یو وایي زما ژبه داسې ده بل وایي زما سمه ده.

تعصب له ځانه ځینې نښي لري، لکه کوم څوک چې متعصبه وي تل غواړي شر او جنګ جوړ کړي، په زړه کې ډېره کینه ساتي، له هر څه زیات یې شهرت او مقام خوښېږي او غواړي تل یوازې دوی له ژوند خوند واخلي، کله چې نور څوک خوشحاله ووینې دوی خپه کېږي، او هر څه یوازې د خپل ځان لپاره غواړي، خپلواکي خوښوي.

د متعصبو خلکو ځانګړنې

تل په نورو باندې نیوکه کوي، په سم ډول خبرې نه کوي، یعنې خبرې یې له منطقه خالي وي، د ځان لوړ ګڼلو او خپلواکۍ فکر کوي، نه پرېږدي چې پرته له دوی بل څوک پرمختګ وکړي، تل نورو ته په غوسه وي او په هره څه باندې اعصاب خرابي کوي، د نورو له پرمختګ او کارونو څخه وېره لري او په اندېښمن وي.

د تعصب عوامل

د ځینې کسانو شخصیت همداسې وي، ځکه تل تعصب کوي، تل د تعصب په هکله فکر کوي.

د کورنۍ ناقصه یا نامکمله روزنه، ځکه د هر وګري په روزنه کې کورنۍ یې ګرم دي، چې څه ډول یې روزنه کوي.

ناپوهي هم د تعصب سبب کېږي، ځکه ډېری وګړي نه پوهېږي چې څه وکړي.

ړوند تقلید، پرته له دې چې په کوم څه پوه شي یا وویني، نو خپل کار کوي.

ټولنیزه او فرهنګي انزوا.

قومي او نژادي مسایلو ته ډېر نقش ورکوي او په دې برخه کې تعصب ډېروي.
اوس باید پر دې پوه شو چې څه ډول له تعصب کولو څخه ځان خلاص کړو:

ټولو مذهبونو او ژبو ته باید درناوی ولرو.

خپل اعتماد په نفس او عزت لوړ یوسو.

ځان خپل په خپل کار بوخت وساتو، چې له بې ځایه فکر کولو څخه ځان وژغوړو.

خپل او د نورو ترمنځ باید توپیر ونه کړو.

مثبت باورونه ډېر کړو او تل د هر څه په هکله مثبت فکر وکړو.

له نورو سره ډېره مینه ولرو.

که موږ دا ټولو کارونه ترسره کړو، خپله خپل تعصب لمنځه وړلای شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ