بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

تعصب او کینه ساتل د مسلمانانو شیوه نه ده

لیکنه: مهر تاج
download.jpeg
لیکنه: مولانا فضل الرحیم اشرفي
ژباړه: مهر تاج

نه دی زموږ څخه، هغه څوک چې تعصب غوښتنکی وي او نه دی زموږ څخه هغه څوک چې د متعصبیت له امله جنګېږي او نه دی زموږ څخه هغه څوک، چې د متعصبیت له امله ومري. (حدیث نبوي)

د «جبیر بن مطعم» په روایت کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

هر څوک کولی شي، چې په خپل ملت، خپلې کورنۍ باندې د ظلم کولو مخه ونیسي او دفاع ترې وکړي، خو پخپله به په هېڅ مظلوم ظلم نه کوي.

نه دی زموږ څخه هغه څوک، چې د یو بل په وړاندې د تعصب له امله جنګېږي او نه دی زموږ څخه هغه څوک چې د تعصب له امله مړ شي.

ـ د عصب لفظي معنی ده «د بدن غړي» او په عربي کې عصبه د پلار اړخ خپلوانو ته راجع ده، ځکه چې په ټولنه کې معمولاً نیاګانې (د پلار خپلوانو) له امله د کورنۍ پیاوړي کولو لپاره معیار ګڼل کېږي، چې راتلونکی نسل د دې خپلوانو ځواک د دوی ځواک ګڼي. له همدې امله ، د عصبیت او تعصب مفهوم د لغت لیکونکو لخوا داسې تعریف شوی چې “په خپلو پلرونو،اجدادو او خپل قوم ویاړ/ فخر او د دوی ملاتړ کول.”

خو په اسلامي اصطلاح کې د تعصب مفهوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم په روښانه الفاظو معنی کړی. کله چې «وثلة بن الاسقع رضی الله عنه» پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله!  مَاالعصبيۃ (تعصب څه شی دی؟)

ویې فرمایل: اَنْ تُعِینَ قوْمَکَ عَلَی الظُّلْم (عصبیت دا دی، چې ته په ظلم کې د خپل قوم حمایت وکړي)

د اسلامي احکامو مطابق، د کورنیو، قومونو، ټولنو، ذاتونو، سیمو، ولایتونو، ښارونو  تقسیم د دوی پر بناء د انسانانو وېش د طبیعت خلاف نه دي، بلکې دا د طبیعت غوښتنه ده.

(لارښود د لوی څښتن تعالی دی)

اې خلكو! موږ تاسي له يوۀ نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، چې تاسي يو او بل سره وپېژنئ. په حقيقت کې د الله په وړاندې ستاسې څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چې په تاسې کې تر ټولو ډېر پرهېزګار وي.

((حجرې:۱۳))

په تفسیر مظهري کې له امام باغوي څخه روایت دی چې دا آیت د مکې مکرمې د فتحې په وخت کې نازل شو کله، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم “بلال حبشي” ته د آذان کولو حکم وکړ. د مکې قریشو یو تن، چې تر دې دمه یې اسلام نه ؤو راوړی، وویل:

د خدای شکر دی، چې زما پلار لا دمخه مړ شوی دی. دوی اړتیا نه درلوده چې دغه برهمین وویني.

او حارث بن هشام د حضرت بلالؓ د رنګ او پوست په هکله سختو الفاظ وکارول، ابو سفیان وویل:

زه هېڅ نه وایم، ځکه چې زه ویریږم، که زه څه ووایم، نو د اسمان څښتن به دوی خبر کړي.

تر څو جبریل امین تشریف راوړ  او دا آیت نازل شو.

په هر حال، دا روښانه شوه، چې کورنۍ، ټولنه او ملي، ژبنې او توکميزې برخې/ویش د فطرت خلاف ندي او نه د اسلام پر وړاندې، خو نن سبا ترې ناوړه ګټه اخیستل کیږي.

الله سبحانه وتعالی د دې برخې/ ویش هدف په “لِتَعَارَفُوا” یاد کړی دی ، یعني د دې ویش په وسیله خلک کولی شي،چې یو بل پرې وپیژني او یو بل سره معرفي شي، چې دا فلان شخص د یو ټاکلې ښار ، یو ټاکلې ولایت ، یوه ځانګړي ځای څخه دی.  خو متاسفانه اوس دا توپیر د تعصب لپاره کارول کېږي.

د یادولو وړ ده چې د خپل ځان، قوم او کورنۍ سره مینه ښودل یا لرل د تعصب برخه نده.  په “مسند احمد” او “ابن ماجه” کې د عبادات ابن کثیر شامي کې یوه فلسطینۍ ښځه د “فسیله” په نامه د خپل پلار څخه روایت کوي، چې ده له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل؛ که سړی له خپلو خلکو سره مینه لري، نو ایا هغه په تعصب کې راځي ؟  رسول الله ص وویل، نه ،  تعصب دا دی، چې یو څوک د خپل قوم ملاتړ په داسې حال کې وکړي، چې دا قوم ورسره ظلم کوي یا ظلم کوونکی وي.

که چېرته د یو چا په خپل قوم تیری یا ظلم کېږي، نو بیا جایزه ده، چې تر یوه حده د خپل ملت/ قوم دفاع وکړي.

په ابو داود کې د “سراقه بن مالک بن جعشمؓ” په روایت کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په خطبه کې وویل: په تاسي کې بهترین هغه څوک دی، چې د خپل ملت او خپلې کورنۍ له ظلم څخه دفاع کوي، تر څو پخپله په ګناه مرتکب نشي، یعني ورباندې له ظلمه یې دفاع وکړي، خو اجازه ورنکړي چې پخپله ظلم ترسره کړي.

په اسلام کې، یوې کورنۍ ته د بلې کورنۍ د نسب په وجه بد نشي ویل کېدای، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

انساب داسې څه نه دی، چې تاسي د دې په وجه چاته ته بد ووایئ (رواه احمد)

په ورته ډول، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د خپلو پلرونو ویاړ څخه منعه کړي یو.

لوی څښتن تعالی فرمایي، چې د ملت، کورنۍ او قبیلو د ویش نه مقصد یوازې یوه پیژندنه وه، او الله تعالی له دې وروسته سمدستي دغه ایت بیان کړ.

{اِنَّ اَکْرَمَکُمْ عِنْدَ اللّٰہِ اَتْقٰکُم}

د الله جل جلاله په نزد په تاسو کې تر ټولو د ډیر احترام لرونکی هغه څوک دی، چې په تاسو کې ډېر پرهیزګاره وي.

د حضرت زبیر رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

د تیرو قومونو ناروغي ستاسو په لوري راروانه ده، چې هغه د حسد، کرکې  او ویښتو مونډي (لنډولو) کولو ناروغي ده.  زه دا نه وایم، چې دوی ویښتان لنډوونکي دي، بلکې دوی دین لنډوونکي دي. (رواه الترمذي)

اسلام د مینې دین دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تل د مینې درس، د مینې سلیقي ښوولې، خو د ژوند په لوړو او ژورو کې، چې کله یو څوک بل چا ته تکلیف رسوي یا ځانې و مالي زیان ورته واړوي، او انسان پدې اړه خپل عکس العمل ونه ښیې.

که هغه د انتقام اخیستلو ځواک ونه لري یا د کوم بل دلیل په اساس بې وسه وي، نو د ده شخص خبرې په زړه کې ساتي، په زړه باندې یې بوج کېږي، زړه یې له غباره ډکېږي، او همداسې دا خبرې پکې وده کوي یا هم سړی غمجن شي. دې ته بیا بغض/ کرکه او کېنه ویل کېږي.

کله چې دغه ناخوالې د عناد/ دښمنۍ بڼه غوره کړي، خو که همدغه بغض و عناد د شخصي ګټو او شخصي ناخوالو پر ځای د الله تعالی په خاطر وي، نو دا بغض و کینه بیا جایز ده. بلکې په غوره اعمالو حسابېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

{ان احب الاعمال الی اللہ تعالیٰ الحب فی اللہ والبغض فی اللہ}

د بندګانو په اعمالو کې د الله تعالی ترټولو خوښ د مینې  هغه عمل دی، چې خاص د الله تعالی لپاره وي او هغه نفرت او دښمني ده، چې خاص د الله  لپاره وي.

مګر ځینې وختونه د بل چا تیری کول دومره لوی او دردناکه وي، چې د بخښنې سربیره هم په زړه بار وي او له زړه ورته نه وځي.  انسان حتی نه غواړي د دې شخص سره وګوري. چې دغه د زړه بوج ته کینه نه ویل کېږي او پدې کې هېڅ ګناه هم نشته، ځکه چې دا یو طبعي یا غیر ارادي حالت دی، په دې کې د انسان خپله خوښه او اراده نه وي.

د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په ژوند کې هم د دې وضاحت شته دی، کله چې د هندو ابو سفیان میرمنې د احد په غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د  تره حمزه مرۍ تاؤ کړي وه.

د مکې مکرمې د فتحې په مناسبت نوموړې پټ مخ راغله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وپیژانده او هغه یې وبخښله، او  یوازې دومره یې ورته وویل، چې تاسو زما مخې ته مه راځئ،  ځکه ستا په لیدو مې تره رایادېږي.

نو له دې معلومېږي، چې که غیر ارادي بار/بوج په زړه پاتې شي، په دې کې هیڅ حرج (زیان) نشته.

هر چېرې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کرکې او کینې مخه نیولي، هلته یې د بغض او کینې عمل نه په کلکه منع کړي. نو ځکه که یو څوک له چا کرکه یا کینه لري او هغه ته ضرر یا زیان ورسېږي، نو دوی هېڅکله نه باید پرې خوشحاله شي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

{لاتظہر الشماتۃ لاخیک فیرحمہ اللہ ویبتلیک}

تاسي د خپل ورور په بدبختۍ مه خوشحالېږئ. که تاسو دا کار وکړئ، نو الله به هغه له دې بدبختۍ وژغوري او تاسو به پرې اخته کړي.

نو ځکه که په ژوند کې مو چیرې نفرت او دښمنۍ زړه کې پیدا شي، نو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د مینې لارښوونو په میتودونه باید عمل وشي.

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل وویل:

ایا زه تاسو ته داسې څه ونه وایم، که چیرې تاسو یې عملي کړئ ، نو ستاسو به د یو بل سره مینه ډېره شي؟

بیا یې وفرمایل: ’’افشوا السلام واطعمو الطعام‘‘

کله چې له یوه او بل سره ګورئ “سلام ” او یو بل ته خواړه ورکوئ، له همدې امله ، کله چې یو څوک یو چا ته سلام (ښه راغلاست)  ووایي، نو د دۀ لپاره د سلامتۍ او د سولې دعا وکړي. بغظ و کینه به مو په زړونو کې کمه شي. بیا یو قدم بل مخکې شئ اوخواړه پرې وخورئ، یقیناً چې له زړونو نه به مو کرکه او کینه یو بل ته ووځي.

همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفرت او دښمني/کینې د لمنځه وړلو یوه بله طریقه  هم ښوولې ده:

{میلاد وافان الهدیۃ تذهب الضغائن}

تاسو باید خپلو منځیو کې یو بل ته ډالۍ ورکړئ ، ځکه بېشکه چې ډالۍ د زړه نفرت او کینه لرې کوي.

نو د نن ورځې ترټولو مهمه اړتیا دا ده چې موږ له هر ډول تعصب ، دوه اړخیزه نفرت، دښمنۍ او کرکې څخه ځانونه خوندي وساتو، الله سبحانه وتعالی دې موږ له هر ډول تعصب او له هغې ناوړه پایلو څخه وژغوري، او زموږ  په زړونو کې دې تلپاتې مینه واچوي.

راځئ چې ټول خپل زړونه او ذهنونه پاک کړو، راځئ یوازې دا په خپل ذهن کې کېناوؤ، چې د عزت او ذلت معیار تقوی ده. که چیرته د ژوند په لوړو او ژورو کې مو زړه له کرکې او کینې ډک شي، نو  الله تعلی دې موږ او تاسو ته د نبي کریم ص پدې لارښوونو عملي کولو توفیق راکړي، چې موږ خپل زړونه پاک کړو.

(آمین)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ