بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

د تصمیم‌نیولو څو مهم اصول

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

تصمیم نیول د ژوند له نه بېلېدونکو څانګو څخه دي، مدیران په بېلابېلو سطحو کې تصمیم نیسي، همدارنګه کاریګر تل د خپل کار د سرته رسولو لپاره یو لړ تصامیم لري. دلته د دې لپاره چې ښه تصامیم ونیسو، څو اصله ذکرکوو.

۱- مخکې له دې چې مهمه تصمیم ونیسئ، استراحت وکړئ

کم خوب، کولای شي د ډېرو خطرناکو تصامیمو د نیولو لامل شي. هغه اتمي فاجعه چې د آمریکا په پنسیلوانیا ایالت کې مینځته راغله، د شپې له خوا شوې وه. همدارنګه مطالعات داسې ښیي د لویو لارو د یو پر څلورو حصو پیښو لامل همدا بې خوبي ده.

داکټر دیوید دیننګز د پنسيلوانیا د خوب د دیپارتمنت ریس وایي:

هېڅکله خپل مهمه تصامیم د بې خوبۍ، ستړیتوب او د بې حوصلګۍ په وخت کې مه نیسئ، دا یو ډول ځانوژنه ده. ستاسو د تصمیم نیولو پیاوړتیا د تاسو د بدن د فیزیولوزیکې ځانګړنو تابع ده. د بې خوبۍ په وخت کې نشئ کولای چې له خپل ذهن څخه په ښه ډول کار واخلئ. خلاصه دا چې د مهمه تصامیمو د نیولو په وخت کې خپل فیزیکي حالت په نظر کې ونیسئ.

هیڅ کله خپل تصامیم د بې حوصلګۍ، ستړیا او بې خوبۍ په وخت کې مه نیسئ.

۲- د ذهن خپلواکي او تمرکز، د تصمیم نیولو لپاره لویه مرسته ده

تر ټولو ښه فکرونه د حمام، منډې او یا پلي تګ او حتی د خوب په وخت کې ذهن ته راځي. ځکه په دې وخت کې آرامه یو او کولای شو له ذهني پلوه ښه تمرکز وکړو. هغه کار چې د دندې په اوسني ماحول کې امکان نه لري. یوازې هغه وخت چې ذهن مو مترکزه ده کولای شو عملي، خلاقانه او اغېز لرونکي تصامیم ونیسو. شاه په شاه وقفې، موازي کارونه او ستړیا ټول د ذهن تمرکز او شفافیت له منځه وړي.

مدیران د دې لپاره چې ښو تصامیمو ته لاسرسی ومومي، بیاد په دې مونعو غلبه وکړي. د ذهن خپلواکي او تمرکز،د خلاقانه تصمیم نیولو لپاره یوه اړتیا ده.

۳- د خپلو تصامیمو د نیولو څرنګوالی وپېژنئ

باید د خپلې علاقې وړ د تصمیم نیولو طریقه وپېژنئ. جوته ده چې تاسو تل په یو ډول تصمیم نه نیسئ، بلکې موضوع او تصمیم ته په کتو ځانګړې طریقه غوره کوئ. د تصمیم د نیولو لپاره د خپلې او همدارنګه هغه څوک چې موږ سره په اړیکه کې دي د هغوی د طریقې تشخیص داسې فرصت مینځته راوړي، چې وکولای شئ یوې مسئلې ته له بېلابېلو لارو څخه وګورئ او پخپلو تصامیمو کې ښېګڼې رامنځته کړئ.

سربېره پر دې چې باید د د تصمیم د نیولو لپاره خپل سبک وپېژنئ، اړینه ده چې هغه خلک چې په شاوخوا کې مو دي، د هغوی د تصمیم نیولو سبک هم وپېژنئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ