ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

د (تسلا) شرکت راتلونکو نسلونو لپاره نوی برېښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د موټر جوړونې امریکايي (تسلا) شرکت چې د برېښنايي يا برقي موټرونو په جوړلو کې مخکښ شرکت دی، نوی او لوړ باډۍ لرونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د راتلونکو نسلونو لپاره د برقي موټر حيثيت لري.

دا موټر د علمي تخيلي فلمونو د يو ټانګ په بڼه ښکاري. د تسلا شرکت رئيس (الون ماسک) په وينا دا برېښنايي موټر د (لوتوس اس يک سپريټ) څخه په الهام اخيستنې سره جوړ شوی دی چې د ( هغه جاسوس چې ماسره يې مينه لرله ) فلم کې د جيمز لخوا چلول کېږي.

ياد موټر د موټر ځغلونې موټر په اندازه سرعت یا چټکوالی لري. دا ټکی هم د پاملرنې وړ دی چې د دې موټر سرعت په ۲.۹ ثانيو کې له صفر څخه ۱۰۰ کيلومترو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې اوسني لوړ باډۍ لرونکي ډيزلي يا پټرولي موټرونه په دې اندازې سره په ۶.۵ ثانيو کې همدومره غښتلتيا لري.

دا موټر په خپله شاتينۍ برخه کې د ۱۷۰۰ کيلوګرامه بار د لېږدولو توان لري او د فورډ په نامه د موټرو تر ټولو ډېر پلورونکي شرکت د (اف ۱۵۰) موټر ريکارډ يې هم مات کړ.

د دې موټر اصلي قيمت پرته له ماليې څخه ۴۰ زره ډالرو ته رسېږي او د پرمختللو او اضافي تجهيزاتو لرونکی دی.
ترټولو غوره ډول يې د درې ماشينونو او د ۸۰۰ کيلومترو لپاره د ذخيري بټرۍ په لرلو سره دمګړی ۷۰ زره ډالره قيمت لري. اوسمهال د واټن او اندازې له اړخه د دې موټرونو دوه ډوله شتون لري، لومړنی موډل يې يوازې کولی شي د ۴۰۰ کيلومټرو واټن د بټرۍ په يو وار چارچ کولو سره طی کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی