بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

تاسو له هرې ننګونې څخه پياوړي یاست

 

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که د خپل ژوند له شرایطو څخه ناخوښه او نا راضي یاست او سخت دوران تېروئ، نو ډاډه اوسئ، چې له هر هغې ننګونې څخه، چې په ژوند کې مو رامنځته کېږي، کولای شئ ووځئ. انګېزه بښونکی امریکایي ویناوال، لیکوال، پخوانی کمیډین، چې د خپلو طنزي لیکنو له کبله ډېر مشهور و سټیو رییزو، دا موضوع زموږ لپاره په ښه بڼه توضیح کوي، نو لاندې توضیحات په ښه او دقیقه توګه ولولئ.

یوازینی څیز، چې د دې مقالې له لوستلو وروسته یې  له تاسو څخه غواړم، دا دی چې دې ته متوجه شئ، د ودې لپاره د یوې مثبتې چارې په توګه په ژوند کې د هرې ننګونې د تجربه کولو ځواک او وړتیا لرئ، پام مو وي، نه مې دي ویلي، چې ځینې ننګونې، بلکې ومې ویل ټولې ننګونې او هغه تګلاره، چې په پای کې دا ننګونې تجربه کوئ، د تفکر د پروسې له لارې دی.

زما دغه جمله «د هر څه په اړه چې فکر وکړې، هماغه دې په برخه کېږي» ډېره زیاته خوښېږي او کله چې دې ته مې پام شو، چې دا جمله څومره مهمه ده، نو په ژوند کې مې د بنسټیز بدلون رامنځته کېدل پیل شول.

که تمه لرئ، چې په سخت وخت باندې غلبه وکړئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې درک مو له اوسنیو شرایطو څخه دی، چې تاسو ته هیله درکوي او یا مو هم تسلیموي. که تل په دې اړه فکر کوئ، چې ولې هېڅکله نه بریالي کېږئ، نو تل به بې وسه پاتې شئ. بې وسه پاتې کېدل به ښه څیزونه تاسو ته په ډالۍ کې در نه کړي، که غواړئ ژوند مو ښه کړئ، نو په آګاهانه توګه په خپلو افکارو، خبرو او چلند کې بدلون رامنځته کړئ.

په هر ډول شرایطو کې، په ځانګړې توګه سختو وختونو کې، ژوند تل له تاسو څخه دا پوښتنه کوي: «فکر کوې څوک یې؟» که هغه څوک یاست، کوم چې فکر یې کوئ، په هر ډول شرایطو کې به هماغه کس وئ.

نه یوازې دا ژوره پوښتنه دا ټاکي، چې څنګه له خپل ځان سره چلند وکړئ، بلکې له تاسو سره د نورو چلند هم رامنځته کوي.

له دې امله کله چې له ننګونکو شرایطو سره مخامخ کېږئ یا یو سخت دوران تجربه کوئ او یوه تصمیم نیولو ته اړتیا لرئ، په یاد مو وي، چې ژوند له تاسو څخه څه  پوښتي: «فکر کوئ، چې څوک یاست؟» په هماغه شېبه کې د معلوماتو موقعیت ته داخلېږئ، دا معلومات دي، چې تاسو ښه احساس نه لرئ، چې په نړۍ کې مو عاطفي فشارونه شتون لري.

دغه راز د معلوماتو حالت دی، چې تاسو له شرایطو سره د مقابلې ټاکنه لرئ. د ډېری کسانو د خپل ژوند په اوږدو کې یې دې چارې ته پام نه کېږي، چې احساسات او منفي افکار یې د ژوند تګلوری ټاکي.

کومې ننګونې، چې ورسره مخامخ یاست، هر هغه څه چې غواړئ، درناوی، منندوی یي، بریا، نېکمرغي او مینه په دې پورې تړاو لري، چې څنګه په هر ډول شرایطو کې خپل ځان ارزوئ، پایله د هغه چا په وسیله ټاکل کېږي، چې فکر کوئ یاست. کله چې یوه ښه او سالمه پایله ناشونې کېږي، په یاد ولرئ، چې خپل لید ته د یوه تولیدي تفکر په بڼه بدلون ورکړئ. بل هر څه درته خطر ناک دی.

په دې باندې پوه شئ، چې په تاسو کې ډېر څه شتون لري، چې په وسیله یې کولای شئ له هرې ننګونې سره مقابله وکړئ، په لوړ غږ سره ووایئ: «که دې وضعیت ته په غوسې او وېرې سره ځواب ورکړم، څه کېږي؟»، «څنګه کولای شم، چې دې وضعیت ته په هغه بڼه بدلون ورکړم، چې ماته ګټور وي؟»، «کوم تصمیم چې نیسم په لنډ او اوږد مهال کې به څه اغېز ولري؟»، (په کورنۍ، دوستانو او همکارانو باندې مې څه ډول اغېزه کوي؟» او «کولای شم څه څیزونه ترې زده کړم؟»

کله چې دا آسانه او ساده سټرټیژي په عادت باندې بدله شي، په دې باندې پوهېږئ، چې هېڅ وضعیت یا کوم څوک نه شي کولای، چې ځواک مو درنه واخلي، مګر دا چې خپله اجازه ورکړئ، چې دا پېښه رامنځته شي.

بریا او خوشالۍ ته د ژوند غځېدلې لاره، په عاطفي تصمیم نیونې پورې تړاو لري، په بل عبارت تاسو باید تصمیم ونیسئ، ترڅو هغه بدلونونه، چې په اړه یې فکر کوئ او پرې تمرکز کوئ، رامنځته کړئ.

کله چې تصمیم نیسئ، د مینې، هیلې او خوشبینۍ له لارې، د نړۍ په لیدلو باندې ډېر وخت او انرژي ولګوئ، نو په دې اړه د فکر کولو لپاره، چې ولې دومره ناراضي یاست، ډېر کم وخت ولرئ او په دننه او شاوخوا کې به یو ستر بدلون تجربه کړئ.

هر څه په دې پورې تړلي دي، چې فکر کوئ، څوک یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ