افغانستان سیاست

پنځه کلونه چې د هوايي دهلیزونو په رسمولو او د منتقدانو په رټلو تېر شول

شفیق هېوادوال

په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت د تبلیغاتو دستګا ددې پر ځای چې د لویو او ستراتیژیکو موخو لپاره وکاریږي، تر ډیره هغو ته مخ وه چې معقول، رغنده او پر ځای انتقادونه یې کول، حکومت ته یې شته نیمګړتیاوې ورپه ګوته کولې او د هواري لارې یې وړاندیزولې.

په دې موده کې ټولنیزو رسنیو کې د ارګ ملاتړو د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر پر اقداماتو نیوکه پر نظام برید باله او نیوکې کوونکي یې د بیلابېلو ادرسونو او لارو په کارولو دومره څنډل چې هغوی به د خپل درنښت د ساتلو لپاره هم نور نیوکې ته زړه نه ښه کاوه.

د ارګ د تبلیغاتو امکانات تر ډیره د همدې منتقدانو په غلي کولو ولګیدل، چې په دې چاره کې تر ډیره بریالي هم شول، خو هغه ستراتیژیک اهداف پاتې شول چې لپاره یې باید دا امکانات کارول شوې وی.

دا تبیلغات ټول پر دې راڅرخیدل چې وښيي: د ښاغلي غني په مشرۍ حکومت، د هر څه لپاره حساب شوې او چارچوب شوې پلانونه لري، د ” خو “ ځای په کې نه شته او هر څه په بهترینه توګه مخکې ځي. په الوتکه کې یو ماشوم ته ولسمشر ټیټیدل بس وو چې پلویان او ستاینوال په اونیو اونیو پرې ټولنیزې رسنۍ بوختې وساتي.

خو ایا دې موده کې هر څه سم وو؟

متاسفانه چې نه وو، په دې موده کې نیمګړتیاوو، بې پروایۍ او ستونزو له ارګ نېولې تر تر ولایتونو په ادارو کې نارې وهلې. خو د حکومت مبلیغین چین ته د چانغوزیو د صادراتو په ستایلو او په هوا کې د دهلیزونو په رسمولو بوخت وو او په کې یې د واړه انتقاد زغم نه درلود.

دې ستاینوالو شته ستونزې یې څه د کرزي د واکمنۍ میراث وباله، څه یې د نړېوالو مرستو کمېدو پورې وتړلې، څه یې د خپل منلي دوه سرې حکومت پایله بلله، او د نورو پړه یې پر طالبانو ، سیاسي مخالفانو او اسلام اباد وروغورځوله.

پر حکومتي اشخاصو نیوکې د نظام د نړولو هڅو سره سمې وبلل شوې، او د ارګ ملاتړو ددې پر ځای چې د خلکو انتقادونه واوروي او په دې وسیله خپلې چارې و ارزوي او سمې یې کړې، د انتقادونو په غلي کولو او د منتقدانو په توهینولو پسې مټې بډوهلې وې.

په دې موده د حکومت ټوله تبلیغاتي دستګا په همدې روحیه چې هر څه په ( چوکاټ کې دننه ) سم روان دي او انتقاد ته په کې ځای نه شه، چلیده او لا هم همداسې چلیږي.

دې چارې له ولسمشر نېولې تر کشر مدیر پورې ټول چارواکی په دې خوشباورۍ کې وساتل چې ګوندې چارې یې په بهترینه توګه روانې کړي ، له خپلو نیمګړو کارونو خوښ او راضي وو. د ډیرو څرګندونو کې د ستونزو د یادولو او منلو پر ځای خودخواهي او ځان ستاینه په ډاګ ښکاریده، او د خپلو چارو د بیا ارزونې، بیا کتنې او سمون هیڅ ډول اړتیا یې احساس نه کړه.

د ولسمشر په شمول ټولو حکومتي چارواکو له هرې خبرې مخکې او وروسته په اساسي قانون حواله ورکوله خو د بیچاره اساسي قانون داسې هیڅ ماده په دې پنځو کلونو کې پاتې نه شوه چې حکومت او مشرانو یې ترې څرګند سرغړاوي نه وي کړي.

د بیان پر ازادۍ او رسنیو سره د معلوماتو پر شریکولو ټینګار او په دې اړه ریاکارانه خبرې د حکومت د مشرانو په عادت بدل شوې وې ، خو هیڅ ویندوی د هیڅ مسلې په اړه تر خبرپاڼې اخوا رسنیو ته د څه ویلو اجازه نه درلوده. په دې پنځو کلونو کې د لومړي ځل د حکومت ویندویانو ددې پر ځای چې رسنیو سره خبرې وکړي، د طالبانو او نورو ( دفتر ورکو) ډلو په څیر یې رسنیو ته مخکې له مخکې د ثبت شویو/ لیکل شویو ویډويي او لیکلو پیغامونو استول پیل کړل.

خپل ولسمشر په دې پنځو کلونو کې چا په پرانیستو خبرې کنفرانسونو کې ونه موند او له کورنیو رسنیو سره یې له دوه درې مرکو پرته چې هغه مخکې له مخکې تنظیم شوې وې، پوښتنې یې چاڼ شوې او کتل شوې وې د خلکو د پوښتنو او اندېښنو ځواب ته یې زړه ښه نه کړ.

د ولسمشر د یو ویندوی شاه حسین مرتضوي په څیر د حکومت د تبلیغاتو مامورین د ټلویزونونو په تفریحي خپرونو کې د مسخرو لپاره څرګندیدل خو د جدي مسلو په اړه یې له تشریفاتي خبرپاڼو اخوا خبرې ونه کړې او د د شتو پوښتنو او انتقادونو له ځوابونو یې یا ځانونه پټ کړل، یا په ملنډو واخیستل او یا یې خبریالان ورټل.

اوس چې پنځه کاله یا نیمه لسیزه ووتله، ولایتونو کې د حکومتولۍ لمن تر مرکزونو ورټوله شوې. د خلکو په اقتصادي ژوند لاپسې خراب شوی. پر ترهګرۍ سربېره د ښارونو واټونه او کوڅې د غلو، ماشوم تښتوونکو، جنایتکار او وسلوالو بانډونو اډې دي. هدفي وژنو، انسان تښتونو، غلاوو او قتلونو زور اخیستی. همدا اوس سلګونه ماشومان په څاه ګانو کې له انسان تښتونکو سره پراته دي او هر شېبه یې د وجود د غوښو په پرې کولو ګواښي.

خراب مدیریت، ناسمه قومنده او په لوړ کچ فساد د لسګونو زرو افغان سرتیرو د شهادت سبب شو. د سولې د پروسې په اړه د ملي او سیمه ایزې اجماع خبره حکومتي چارواکو دومره تکرار کړه چې د اجماع له کلمې یې د خلکو زړه تور کړ. خو نه یې کورنۍ اجماع رامنځ ته کړه او نه سیمه ایزه اجماع…

د ارګ مبلغینو ډیر په ساده ګۍ په ننګرهار کې د نا امنیو پړه پر ننګرهاري زورواکو واچوله، د کندهار ستونزې یې په کرزي پسې وتړلې، د بلخ په ستونزو کې یې عطامحمد نور ملامته کړ او د جوزجان د ناورینونو پړه یې پر دوستم واچوله او په دې توګه یې خپل مسولیت ادا کړ.

ځوانانو ته د چانس ورکولو په نوم دندې او څوکۍ بې تجربي او په ځینو مواردو کې بې پروا ځوانانو ته وسپارل شوې، او د وړتیا او اهلیت معیار یوازې یوه بهرنۍ ډګري لرل وبلل شول. په کور دننه روزل شوي کدرونه ورټل شول او څنډې ته شول.

په سیمه ایز او نړیوال کچ د افغانستان ډیپلوماسۍ کرښې نه چې معلومې نه شوې بلکې څرګندې کرښې یې هم ورکې شوې. نه له پاکستان سره کومه نوې لاره وموندل شوې، نه یې امریکا سره له دوامدارې چوپیتا او امنیتي تړون څه ترلاسه کړل، نه یې روسیه قانع کړی شوه، نه یې له ایران سره د اړیکو څرنګوالی معلوم شو، او نه د اروپايي ټولنې سره کومه توده راشه درشه ولیدل شوه.

سړی په ډاډ ویلی شي چې په دې موده کې د افغانستان د بهرنیو چارو تر لوی او امکانات لرونکي وزارت د طالبانو د قطر دفتر د سیمه ایزې او نړیوالې ډيپلوماسۍ په ډګر کې څو چنده زیات فعال و.

ان اوس د ارګ او حکومت یو شمیر افراطي ستاینوال هم دا ټولې ستونزې مني او پرې خبرې کوي.

راتلونکې انتخابات او وړاندیز

د انتخاباتو په کمیسونونو او سیستم کې بینادي اصلاحات راوستل د ملي یووالي د حکومت له اساسي ژمنو څخه وو. خو که دکمیسونونو اوسنی وضیعت او د انتخاباتو شته سیستم ته وکتل شي، د حکومت د نیمګړو ژمنو یوه څرګنده او ښکاره بېلګه ده.

د حوا عالم نورستانۍ په مشرۍ د انتخاباتو د کمیسون له جوړښت او تیرو څو کلنو کارنامو او همدارنګه د ولسمشر غني په وړاندې په انتخاباتو کې د رامخې ته شویو انتخاباتي ډلو ټپلو له جوړښت داسې نه ښکاري چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې ټول خلک خپلې رایې وکارولی شي او یا دې پر حساب وشي.

تر ډیره اټکل کیږي چې انتخابات به وشي خو راتلونکی حکومت به بیا هم د جوړجاړیو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي او په دې جوړجاړیو کې ولسمشر غني او واکمن ټیم یې چې له کمزور او په ځینو مواردو له رټلو ډلو ټپلو سره په سیالۍ کې مخ دی، تر ډیره د بري او راتلونکې حکومت کې د مخکښۍ چانس لري.

خو دا ځل باید ددې ټولنې هغه خلک چې هیله لري، ارمان لري او روان ناروین او بې پروایۍ ستړې کړي – حساب کوونکي و اوسي. د تشو ستاینو پر ځای باید د حکومت پر کړنو څار وکړي، او په معقولو لارو له خپلو چارواکو سره د حساب کولو چل زده کړي.

دا ځل باید د یوې الوتکې د جانغوزیو د صادرولو په ستاینو اونۍ اونۍ تیرې نه کړي او نه په هوا کې د دهلیزونو د رسمولو په تبلیغاتو بسنه وکړي.

دا ځل باید راتلونکې ولسمشر او پلویان یې له اوس نه خبر وي چې:

پر دې وطن حامد کرزی هم تیر شوی او شاته یې یوه لمن ستونزې پرېښي. د غني د پنځه کلنې واکمنۍ نادودې هم پاتې دي . په ولایتونو کې زورواکي او قوماندانان هم شته چې ستونزې او خنډونه به جوړوي. د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمیږي چې له اوسه دې پرې خبر وي. طالبان او نورې وسلوالې ډلې هم ښايي تر اوس ډیرې پیاوړې شي. اقتصادي مافیا به هم وي…

نو دې ته په کتو دې ولس ته داسې مشر پکار دی چې ددې ستونزو په وړاندې د مبارزې لپاره ريښتیا سنجول شوی پلان او چارچوب ولري. نه داسې مشرتابه چې سبا د خپلې هرې ناکامۍ د سبب په توګه پورته یاد شوې موارد رامخې ته کړي او خپلې ټولې ناکامۍ په ستونزو توجیه کړي.

هغو مدني فعالانو ، روڼ اندو، لېکوالو ، ژورنالیستانو … ته چې تیر څو کلونه یې د حکومت د چارو د څارنې پر ځای په تشو او پوچو ستاینو تېر کړل پکار دي چې ددې ولس حق ادا کړې، نه یوازې خپله له واکمنو سره په معقولو لارو حساب وکړي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي، بلکې نور هم وهڅوي څو له خپلو چارواکو کار وغواړي.

د نظام ملاتړ د افغانانو په توګه زموږ دنده ده، د همدې ملاتړ په خاطر هم باید په نظام کې د هغو اشخاصو پر ستونزو، بې باکیو او بې کفایتیو سترګې پټې نه کړو چې ټول نظام او ټول افغان ولس ته یې خطر پېښ کړی.

افغانستان دومره زپلې او له ستونزو ډکه ټولنه ده چې په کې د چارواکو د ستاینې لپاره دلیل او مورد نه پیدا کیږي.

دلته باید له چارواکو سره حساب وشي، او هغوی خپلو نیمګړتیاو او په نظام کې شته تشو ته متوجې کړی شي. دلته باید چارواکو ته وخت پر وخت وریاده کړی شي چې پر نورو د خپلو ناکامیو پړه دوی له مسولیت نه شي ژغورلی.

انتقادونه نظامونه نه نړوي بلکې پیاوړې کوي یې. هو د انتقاد غږ پورته کول، مفسد او بې کفایته اشخاص له نظام ایستلی او یا په لاره برابرولی شي…


د یاران یادونه:دا لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د یاران توافق ورسره ضروري نه دی. 

Advertisements