خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د تروه لېمو ځانګړنې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

هره مېوه ځانته ځانګړی خوند، رنګ، بوی او ځانګړنې لري، نو ستاسو په اند لېمو څه ځانګړنې لري؟

لېمو داسې یوه مېوه او د ډېرو په اند سابه دي چې ډېرې په زړه پورې ځانګړنې لري. دا سمه ده چې لېمو ډېره کوچنۍ مېوه ده، خو ځانګړنې او ګټې يې تر نورو مېوو اوسبو کمې نه دي.

په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغې وړوکې مېوې ځینې ګټورې ځانګړنې در و پېژنو. د لیکنې تر پایه مو ملتیا و کړئ!

لومړی: د وزن کمولو ځانګړتیا

د لېمو یوه ښه ځانګړنه دا ده چې د وزن په کموالي کې ډېره مرسته کوي، دا ځکه چې لېمو د فیبر څخه ډکه مېوه ده او د هضمي جهاز د بېکاره موادو د دفع کولو لامل کېږي، کله چې په هضمي سیسټم کې مواد دفع شي یا له منځه لاړ شي وزن کمېږي او انسان ډنګروي.

دویم: د غاښونو د رنګ سپینولو ځانګړتیا

ایا په دې پوهېدئ چې د لېمو یوه ځانګړنه داده چې غاښونه سپینوي؟

د حیرانتیا خبره دا ده پخوانیو خلکو به لېمو د غاښونو کریم پر ځای کاروه. که غواړئ لېمو د غاښونو د کریم پر ځای و کاروئ له مسواک او یا هم د غاښونو د کریم او د برش (بورس) پر سر لېمو ور زیات کړئ او خپل غاښونه پرې و اینځئ، که دغه چاره په پر له پسې توګه تر سره کړئ نو د څو اونیو په لړ کې به مو غاښونه سپین او روښانه شي.

درېیم: د غاښونو درد له منځه وړلو ځانګړتیا

د لېمو یوه بله ځانګړنه دا ده چې د غاښونو هر ډول درد له منځه وړي، که مو غاښونه درد کوي او د طبیعي درملو په لټه کې یاست نو له لېمو څخه ګټه واخلی. تاسو کولای شئ د لېمو اوبه په خپل هغه غاښ باندې چې درد کوي واچوئ، لږ موده وروسته به ستاسو د غاښونو درد کم او له منځه به لاړ شي.

د دې ترڅنګ ترسره شوې څېړنې ښیي چې لېمو د اورۍ د وینې بهېدنه دروي.

څلورم: د خولې بد بوی له منځه وړلو ځانګړتیا

لېمو د خولې هر ډول بد بوی چې د نشه يي توکو له کارونې، د درملو له خوړولو، او یا د خولې د لاړو (توکاڼو) څخه رامنځته شوی وي له منځه وړي، د دې لپاره چې خوله مو ښکلی (د عطرو په ډول) بوی ولري نو په یوه ګیلاس تودو اوبو کې د یوه لېمو اوبه و زبېښئ او غړغړ یې کړئ.

پنځم: د ماغزو د سکتې د مخنیوي ځانګړتیا

په ګرده نړۍ کې د مغزو سکته د مړینې یو لامل دی. که غواړئ ځان د ماغزو له سکتې څخه و ژغورئ نو غوره به وي چې د لېمو ځانګړنو ته ډېره پاملرنه و کړئ، د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ لېمو د بیلابیلو ویټامینونو په ځانګړي ډول د C ويټامين او بیلابیلو فلېونایډونو Flavonoid په لرلو سره د دې لامل کېږي چې د ماغزو مېکروب له منځه لاړ شي او ماغزه خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.

که له لېمو څخه په پر له پسې توګه ګټه واخلئ کولای شئ د ډېرو ناروغیو په ځانګړي ډول د ماغزو له سکتې څخه ځان و ساتئ. هېر مو نه شي چې په لېمو کې یواځې ويټامينونه شته او لېمو معجزه نه شي کولای تاسو باید خپلې روغتیا ته ډېره پاملرنه و کړئ او که چېرې په مغزو کې مو کومه ستونزه وي، یوازې د لېمو په خوړلو بسنه مه کوئ او په دې برخه کې د نورو اړینو لارو او درملنې په لټه کې هم و اوسئ.

شپږم: د بدن مقاومت لوړاوي ځانګړنه

کله مو چې بدن C ویټامین له لاسه ور کړي ستاسو بدن کمزوری کېږي، له همدې کبله روغتیاپالان د ویټامین C خوړلو سپارښتنه کوي، د C ویټامین تر ټولو غوره سرچینه تروه لېمو دي او تاسو کولای شئ د لېمو په خوړلو سره د خپل وجود C ویټامین پوره کړئ.

اووم: د سرطان کنټرولولو ځانګړنه

سرطان هغه ناروغۍ ده چې د ازادو راډیکالونو د فعالیت له کبله چې نسجونه له منځه وړي را منځته کېږي، څېړنو ثابته کړې ده چې لېمو د سرطان ضد ۲۲ ډوله ترکيبونه لري. له د دغو ترکیبونو له ډلې د لېمو پوستکی تر ټولو اړین ترکیب دی. د لېمو په پوستکي کې یو ډول مواد چې لېمونن نومېږي شته، دغه ترکیب د دې لامل کېږي چې د سرطان ناروغۍ مخنیوی و کړئ، د لېمونن ترڅنګ په لېمو کې شته ویټامینونه او انټي اکسیډېنټ هم د نسجونو د اختلال مخنیوی کوي. نو هڅه و کړئ چې د خپل ژوند بڼه د لېمو په خوړلو سره بدله کړئ او په سرطان د اخته کېدو مخنیوی و کړئ.

اتم: د زړه روغتیا ناروغۍ کنټرولولو ځانګړتیا

تروه لېمو د منیزیم، فسفر، سودیم، پوټاشیم او کلسیم غوره سرچینه ده، په لېمو کې شته پوټاشیم د وینې فشار کنټرولوي او د زړه ټکان تنظیموي او د زړه د ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي.

نهم: د خولو د بوی د له منځه وړلو ځانګړتیا

د تروه لېمو یوه ځانګړنه دا ده چې د خولو بد بوی له منځه وړي، د دې لپاره چې لېمو د مېکروب ضد ځانګړنې لري او هر ډول مېکروب له منځه وړي. له همدې کبله کولای شي د خولو بد بوی هم له‌ منځه یوسي، د خولو د بد بوی له منځه وړلو لپاره یوه ټوټه لېمو په خپل تخرګونو کې و موښئ یا یې همالته کېږدئ.

لسم: د سر درد له منځه وړلو ځانګړتیا

د تروه لېمو یوه اړینه ځانګړنه دا ده چې په ډېرې لږې مودې کې کولای شي د سر درد له منځه یوسي، که سر مو درد کوي يو لېمو ټوټې ټوټې کړئ او په تندې مو و موښئ څو شیبې په تمه شئ. لږ موده وروسته به ستاسو د سر درد‌له منځه لاړ شي. د دې ترڅنګ تاسو کولای شئ د لېمو سره یو ځای د نعنا پاڼې هم په خپلې تندې د سردرد د له منځه وړلو لپاره و کاروئ.

په وروستیو کرښو کې باید یادونه و کړو چې لېمو د ډېرو ناروغیو طبیعي درملنه ده او ور سره که په خوړو او پخلي کې و کارول شي نو د خوړو خوند جوړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ