خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د لېمو اوبه قندي مواد لري، ځکه یې ډېر خوړل خطرناک دي

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

ایا پوهېدئ چې تروه لېمو د ډېرو زیاتو ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري؟

هو لېمو سره له دې چې د C ویټامین غوره سرچینه ده او ډېرې روغتیايي ګټې لري، ځينې زیانونه هم لري، خو دا چې زیانونه یې څه دي دا به په دې لیکنه کې درته روښانه کړو.

12253126_244.jpg

که غواړئ د تروه لېمو زیانونو په اړه پوه شئ او خپله روغتیا درته ارزښت لري دا لیکنه تر پایه ولولئ!

لکه څنګه مې چې وړاندې یادونه وکړه، تروه لېمو د C ویټامین غني سرچینه ده له همدې امله د نړۍ ټول وګړي له لېمو څخه په بېلابېلو بڼو ګټه اخلي او خوري یې، مثلاً ځینې کسان له لېمو څخه شربت جوړوي او څښي یې، ځینې یې په سلاد کې نورو سبو سره ګډ خوري، ځینې یې په پخو شویو خوړو کې ور ګډوي او بیا ځیني یې په عادي بڼه له مالګې سره خوري.

دا توپیر نه کوي چې لېمو په کوم ډول وخورئ، خام یې وخورئ او که په پخلي کې یې په پاخه شوي ډول وخورئ، په هر ډول یې چې وخورئ ستاسو بدن ته ګټه رسوي، خو که چېرې ډېر او بې وخته وخوړل شي، روغتیا ته ډېر زیانونه رسولای شي.

د تروه لېمو زیانونه په لاندې ډول دي

لومړی – په یوې شپې ورځې کې بویه ۳۰ ګرامه څخه زیات لېمو ونه خوړل شي، ځکه که له ۳۰ ګرامو څخه زیات وخوړل شي د انسان د فکر او پرېکړې کولو وړتیا زیانمنوي.

What-To-Do-With-Lemons-768x1152.jpg

دویم – د لېمو اوبو څښل، خصوصاً د لېمو هغه اوبه چې (خالص) وي روغتیا ته ډېر زیان لري، ځکه چې د لېمو په اوبو کې داسې اسیدي (تېزابي) ترکيبات شته چې دغه مواد کولای شي چې د غاښونو بهرنی سپین پوښ خراب کړي او غاښونه چینجن شي او تور داغونه پکې را پیدا شي.

درېیم – هغه کسان چې د سږو او نورې تنفسي ناروغیو اخته وي، یا هم د ملا درد لري، نو بویه چې تروه لېمو و ونه خوري، ځکه چې لېمو د دغو کسانو روغتیا ته ډېر زیان رسوي.

fresh-drink-royalty-free-image-923530624-1555600197.jpg
څلورم – که چېرې له کچې زيات تروه ليمو وخوړل شي، د بې خوبۍ لامل کېږي، د دې ترڅنګ لېمو کولای شي د معدې ټپ ډېر کړي او ان تر دې چې په بدن کې د (I) ویټامین د جذب مخنیوی کوي.

پنځم – د لېمو پرله‌پسې خوړل د شکر ناروغانو ته ډېر زیان رسوي، خو که چېرې په اونۍ کې یو ځل او یا هم په میاشت کې څو ځلې وخوړل شي ستونزه نه لري.

تروه لېمو او د تروه لېمو اوبه قندي مواد لري نو ځکه‌ یې خوړل د شکر ناروغانو ته په هېڅ ډول نه توصیه کېږي. شکر لرونکي ناروغان کولای شي د تروه لېمو اوبو پر ځای د ځینو نورو موادو څخه چې لېمو پکې کارول شوی وي، لکه د لېمو پوډر څخه ګټه واخلي، او که چېرې یې د لېمو شربت او یا اوبو ته زړه کېږي کولای شي د خاکشیر، چای او یا داسې نورو مايعاتو څخه د لېمو د اوبو پر ځای ګټه واخلي.

main-how-to-make-lemon-water.jpg
په وروستیو کرښو کې باید یادونه وکړو چې نه يوازې په زیاته کچه د تروه لېمو خوړل زیان لري، بلکې د هر ډول خوړو له کچې ډېر خوراک روغتیا ته ډېر زیان رسوي، نو هڅه و کړئ چې هر ډول خواړه په مناسبه کچه او خپلې روغتیا ته په پاملرنې سره وخورئ.

او دا یاونه هم اړینه ده چې د دغې لیکنې په ترڅ کې مو چې د تروه لېمو زیانونه در وپېژندل ټول د روغتیاپالانو د علمي څېړنو له پایلو را اخیستل شوي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ