د حیدراباد لوبغاړو د نجیب ترکي په غمرازۍ له لاسونو تورې ټوټې تړلې وې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د اکټوبر په ۸ مه د کېنګز ایلیون پنجاب او حیدراباد کرکټ لوبډلو د آی پي اېل ۲۲ مه لوبه وکړه.
په دې لوبه کې د حیدراباد اوپنرانو یو ځل بیا خپل لوبییز ځواک وښود.
کیڼ لاسي ډیویډ وانر او ښي لاسي جاني بېرسټو د پنجاب په لوبډله خپلې منډې له دوو سوو پورته کړې.
بېرسټو په ۹۷ منډو د سلیزې په ارمان له لوبغالي رخصت شو او د راوي بېش نوای په توپ ایل بي ډبلیو شو.
ډېوېډ وارنر په اوپننګ ۱۴۰ منډې ملګرتیا وکړه او په ۱۲ اورونوکې یې د حیدراباد لپاره ۱۳۰ منډې کړې وې.
که منځنۍ برخه کې ښه توپوهنه شوې وای، نو ښایي هدف تر ۲۴۰ پورې مخته تللی وای.
خو په منځنۍ برخه کې عبدالصمد، منېش پانډی، پرېیم ګرګ او نور لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او همغه وو، چې ټارګېټ تر ۲۰۲ منډو ولاړ.
د آی پي اېل ۲۲مه لوبه او له نجیب ترکي په مرګ د حیدراباد لوبغاړو د خفګان څرګندونه
راشدخان په خپلو خبرو کې وویل، چې مونږ نجیب الله ترکی څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړ، مونږ د حیدراباد لوبغاړو په دې لوبه کې د هغه په مرګ د خفګان ښکاره کولو په خاطر تورې ټوټې له مټو تړلې وې.
راشدخان وویل د دوبۍ په لوبغالي دوی له ۱۶۰ منډو دفاع کړې او دا چې هدف ستر و، نو مونږ هم هڅه وکړه، چې ښه توپ اچونه وکړو او خپله ذمه واري په ښه ډول ترسره کړو.

د نیکولاس پوران شپږیزې او د وارنر اندېښنه

وارنر وروسته له لوبې له مبصر سره په خبرو کې وویل:

کله چې نیکولاس پوران شپږیزې پیل کړې؛ نو پرېښانه وم، چې هسې نه لوبه وګټي؛ زه همېشه نیکولاس پوران ته احترام لرم، ما په بنګله دېش کې له هغه سره لوبه کړې، د لوبې په جریان کې چې کله هغه په توپوهنه کې ګرم شي، بیا به دې اندېښنه دا وي، چې څنګه یې اوټ کړم؛ خو دا راشدخان و، چې د نړۍ دې غوره توپ اچوونکی، نیکولاس پوران وسوځاوه.

نیکولاس پوران په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله او داسې وخت راورسېد، چې په ۳۵ توپونو ۷۷ منډې پاتې وې.
نیکولاس پوران خپلې توپوهنې ته دوام ورکړ، له هرې شپږیزې سره د پنجاب لوبډلې د رهبرۍ غړو هیلې غوړېدې او پوران یې په چکچکو نازاوه.
هغه په ۳۶ توپونو ۷۷ منډې کړې وې، ۷ شپږیزې او ۵ یې څلوریزې وهلې وې.
پوران د پنجاب لپاره دویم لوبغاړی شو، چې چټکه نیمه سلیزه یې ووهله او د آی پي اېل لپاره نهم لوبغاړی دی، چې په چټکه پنځوسیزه کې خپل نوم ثبتوي.
۲۰۱۸ کې د پنجاب لپاره کی اېل راهول په ۱۴ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.
دا مهال د وارنر هیله راشدخان ته وه، چې ښایي پوران وسوځوي.
د راشدخان توپ ترسره شو او پوران د نتراجن لخوا کېچ اوټ شو.
حیدراباد لوبه په ۶۹ منډو وګټله او لوبډلې په ۱۶ اعشاریه ۵ اورونوکې خپلې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.
راشدخان درې اورونوکې ۱۲ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو، هغه په ۵۵ توپونو ۹۷ منډې وکړې.
د نومرو جدول
د دې لوبې په بري سره حیدراباد لوبډلې د نومرو په جدول کې درېیم ځای خپل کړ.
ممبيي لومړی مقام، ډیلي دویم، حیدراباد درېیم، کلکته څلورم، بنګلور پنځم، چینای شپږم، راجستان اووم او پنجاب وروستی ځای خپل کړی.
naj.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.