ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

پر بدن د اقلیمي بدلون اغېزې

  • ژباړه: نسیمه محمدي

علمي ډلې وايي ځینې وګړي د مفصلونو د درد، سر درد، د خوب اختلاطات، ستړیا او د وینې جریان ستونزې، د کال په بېلابېلو فصلونو او د هوا د بدلون پر وخت تجربه کوي او په اصطلاح حساسیت ورسره لري.

«فوګوس انلاین» په دې اړه په یو مطلب کې ویلي: “ستاسې بدن اقلیمي تغییرات چې د تودوخې، رڼا او د هوا تشکیلوونکي ذرات، د هورموني بدلونونو او مرکزي عصبي تنظیماتو سیسټم، ځان له شرایطو سره عیاروي. له دې سره که مشخصو ناروغیو، لکه د وینې ډېر یا کم فعالیت، تنفسي ناروغۍ، قلبي عروقي ناروغۍ یا مزمن دردونه ولرو، شاید ونه کړای شو په آسانۍ خپل بدن د دې اقلیمي بدلونونو سره سمون ورکړو، چې په پایله کې به د دې نښو بترېدو شاهد اوسو. سر بېره پر دې ښځینه تر نارینه‌وو او زاړه تر ځوانانو له دې بدلونونو څخه ډېر اغېزمن کېږي او په ځنډ له هغې سره توافق کوي. دا چې دا اقلیمي بدلونونه څومره پر بدن اغېز پرېږدي، د بدن د عمومي روغتیا، د خوب کیفیت او ستاسې د استرس د سطحې پورې اړه لري.

روغتیاپالان معتقد دي د هوا سره حساسیت تر یوه ځایه د تمدن ستونزه ده. نن ورځ ډېری خلک په داسې چاپېریالونو کې ژوند او وخت تېروي، چې کولای شي د تودوخې درجه او نور (رڼا) د دستګاوو په وسیله کنټرول کړي. په دې ډول شرایطو کې بدن د هوا د بدلون سره د جوړجاړي میکانیزم هېروي. د دویچه وله د راپور پر بنسټ، که غواړئ د هوا په وړاندې حساسیت ښه کړئ، په خلاصه فضا کې ډېر وخت تېرولو ته اړتیا ده. سونا ته تلل یا هره ورځ د ګرمو اوبو شاور اخېستل هم د وینې په جریان مثبت اغېز پرېږدي.

څرنګه چې استرس او یا هم د خوب کموالی د هوا په وړاندې حساسیت زیاتوي، متخصصان آرام بښونکي تمرینات، لکه یوګا یا مدېتېشن او لږ تر لږه د ۷-۸ ساعتنو پورې خوب سپارښتنه کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: