Advertisements
خواړه روغه سټه

ځیني هغه شیان چې په څښلو یې روژه کې له تندې ژغورل کیدای شئ

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

د افغانستان په ځینو سېمو کې د اورښتونو له امله هوا اوس سړه ده، روژه تي د تندې احساس دومره نه کوي، خو هغه خلک چې په ګرمو سېمو یا هم د ورځې له خوا د فزیکي فعالیت له امله تږي کیږي، هغه ته په کار ده چې په روژه کې له دې څښاکو ګټه واخلي.

له روژه ماتې تر پیشلمي پورې تر ټولو ښه وخت دی، چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ. تنده هغه وخت انسان احساسیږي چې د بدن اوبه یې کمې شي. له روژه ماتې تر پیشلمي پورې د روژه تي لپاره غوره وخت دی، چې د روژې دغه ځانګړي څښاک وڅښي.

۱- د میوو اوبه وڅښئ
د کور میرمنو ته پکار ده چې په کور کې د اوړي له طبیعي میوو څخه جوس جوړ کړي. د میوو اوبه یا جوس په ډیرې اسانۍ سره په کور کې د مکسر په وسیله جوړولی شئ. چې نن سبا بیلابیلې میوې شتون لري. که د میوو طبیعي جوس له روژه ماتې وروسته وڅښل شي د بدن اوبه پوره کوي، چې بیا د سبا لپاره له تندې سره نه مخ کیږئ.

۲- نری یا کمرنګه چای وڅښئ
چای د آنټي اکسیډان په درلودولو سره د سرطان ضد خواص لري. له روژه ماتې وروسته کوښښ وکړئ چې له نري چای نه استفاده وکړئ، دا هم د تندې مخنیوی کوي.

۳- شېدې وڅښئ
له روژه ماتې وروسته کولی شئ چې شیدې له ګبینو، خرما یا هم له خوږو انګورو سره وڅښئ، ځکه چې دا مواد د تندې له منځه وړولو سربیره، بدن ته انرژي هم ورکوي.

۴- د لیمو شربت وڅښئ
د لیمو شربت یو له هغه شربتونو دی، چې په روژه کې ډیر ضروري دی، ځکه د لیمو شربت د تندې په مخنیوي کې ډیر اغیزمن دی.

۵- د خاکشیرو د دانو شربت وڅښئ

په روژه کې د خاکشیر (د یو ډول بوټي دانې دي چې شربتونو کې اچول کیږي) د ختم شربت ځکه مهم دی چې د ګرمو خوړو له امله د انسان د معدې او کولمو په فعالیت کې تغیر راځي، چې د خاکشیرو د ختم شربت د معدې ګاز له منځه وړي، همداراز د په بدن کې د ډیر وخت لپاره د اوبو ساتلو ته زمینه برابره وي، نو ښه ده چې په روژه کې له دې نه هم استفاده وشي.

یادونه: له یاد شوو څښاکو سره سره تاسو کولای شئ، چې له بیلابیلو سبو ځینې هم استفاده وکړئ. په روژه کې د تندې مسله ځکه مهمه ده چې تنده انسان ضعیفه کوي، چې ضعیف او کمزوری انسان بیا د الله تعالی عبادات هم په سم ډول نشي کولی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران