سپورټ نړیوال کرکټ

د افغانستان خلاف سیالۍ ته بنګله دیش خپل چپ لاسی اوپنر وبایلو 

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیا جام سیالیو پيل لمړۍ لوبه کې بنګله دیشۍ لوبډلې ته بد زیری واورول شو، چې پکې یې پياوړی چپ لاسی پیلیز توپ وهونکی تمیم اقبال وبایلود.

 د کرکټ اسیا جام سیالۍ د بنګله دیش او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ لوبې سره پیل شوې، چې پکې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی اوپنر تمیم اقبال د ټپي کیدو له کبله د دغه جام سیالیو څخه بهر شو.

 د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، بنګله دیشی تمیم اقبال د لاس د مړوند د ټپي کیدو له کبله نشي کولی دغه سیالیو کې ولوبیږي.

د سیالۍ په جریان کې هم ښکاریده، چې دغه لوبغاړی دویم ځل میدان ته په راتګ کې تړلی ټپي لاس راښکته شو او د دوه لاسونو پر ځای یې یې یواځې په یو لاس توپ وهنه کوله.

 که څه هم بنګله دیشۍ لوبډلې د سریلنکا خلاف سیالۍ کې بریا خپله کړه، خو د تمیم اقبال نشتون ورته غټه ضایع ګڼل کیږي، ځکه چې نوموړی په اوسني وخت کې د بنګله دیشۍ لوبډلې تر ټولو باوري توپ وهونکی شمیرل کیږي.

د سریلنکا وروسته بنګله دیشۍ لوبډله د روانې سیپټمبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان خلاف په سیالۍ کې مخ ده، چې که افغان لوبډله د سریلنکا خلاف د دوشنبې ورځ په سیالۍ کې بریا نه خپلوي، نو بنګله دیش هم سر دردی جوړیدی شي.

 که افغانستان د سریلنکا خلاف د سبا ورځ په سیالۍ کې بریا خپله کړي، نو د خپل ځان ترڅنګ به بنګله دیشۍ لوبډله هم تر دویم پړاو ورسوي.

 که څه هم بنګله دیشۍ لوبډله به د سریلنکا خلاف سیالۍ کې په لمړۍ بریا خپلولو سره ډاډ وي، خو د افغان لوبډلې سپین بالینګ خلاف موجوده وخت کې د هرې لوبډلې حالت اندیښمن ښکاري او بنګله دیشۍ لوبډلې ته د افغان سپینرانو خلاف د چپ لاسي اوپنر تمیم اقبال نشتون سخت تمامیدلی شي.

 د کرکټ اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو لوبې د افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ په ګډون سره پرون پیل شوې، چې د روانې سیپټمبر میاشتې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی