خوندیتوب د ماشوم نړۍ روغه سټه ژوند بڼه

تمرکز؛ روغ او بریالی ماشوم

لیکنه: عصمت صالح
ژباړه: عصمت الله صالح

د درس لوستلو پر مهال د ماشومانو تمرکز پیاوړي کول
ډېر ماشومان ځیرک او ډېره انرژي لري، همدا لامل دی چې په ذهن کې یې بېلابېل عکس‌العملونه موجود وي چې په پایله کې د ځینو کارونو پر مهال، لکه درس ویل، تمرکز نشي کولی. د درس ویلو پر مهال د تمرکز نشتوالی د مور و پلار تر ټولو لویه اندېښنه ده، خصوصاً په دې ورځو کې چې نه درسي ټولګي شته، نه ښوونځي او ماشومان په کورونو کې درس وایي. مګر څنګه کولی شو چې د ماشومانو تمرکز زیات کړو؟

کوم لاملونه دي چې د درس ویلو پر مهال د ماشومانو تمرکز له منځه وړي؟

څېړونکي وايي چې تمرکزکول د فرد هغه ځواک دی چې په ټاکلي وخت کې د ځانګړي کار د ترسرولو په خاطر لګول کېږي. د دغه ځواک د نشتون دلایل مختلف دي.
د زده‌کړو پرمهال د څېړونو پایلو هم ښوولې چې تمرکز په زده‌کړو کې یو مهم عامل دی. خسته‌توب او بېخوبي، د شوق او علاقې نشتون، فزیکي ناروغتیا، نامناسبه تغذیه، د چاپېریال شرایط، له ښوونکي سره ستونزه، ماشوم ته نه پاملرنه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د ماشومانو تمرکز له منځه وړي.

څنګه د ماشومانو تمرکز ډېرولی شو؟

– د یوه ټاکلي قانون پیروي وکړئ

یو ټاکلی وخت د ښوونځي د ستونزو لپاره وټاکئ. له ماشومانو مو وغواړئ چې که چېرته دا ستونزې نه شي حل کولی، نو فلم او کارتون دې وګوري او یا دې لوبې وکړي.

– د لوبې اجازه ورکړئ

لوبې یوازې د ماشومانو وخت نه ضایع کوي، بلکې د دوی د تمرکز په پياوړي کولو کې هم مهم رول لري. ماشومان د لوبو پر مهال ډېر مطالب یادوي. پر دې اساس نو غوره ده چې د ورځې په جریان کې له تاسو سره د لوبو کولو اجازه ورکړئ.

خو سمارټ ټلفونونه، کمپیوټر، او… ترې لرې کړئ او له هغوی وغواړئ چې په ساده شیانو لوبې وکړئ. څېړونکي پر دې اند چې چې لپټاپ او سمارټ تلفونونه د وخت په تېرېدلو د ماشومانو تمرکز کمولی شي.

بلخوا ځینې داسې لوبې – چې د پلان‌جوړولو او یا له حافظې څخه د ګټې اخیستلو لپاره ګټورې بلل کېږي – شته چې د ماشومانو تمرکز کموي. لکه د کلمو جدول، د جورچین او یا په کارت لوبې. همدراز د لوبو پر مهال باید د ماشومانو نظر ځمکې ته ډېر وي، ځکه دغه طریقه د درس ویلو پر مهال د تمرکز کولو چل ورښيي. فکري لوبې ذهني تحرک پياوړی کوي او په پایله کې کرار کرار د کوم ذهني فعالیت د ترسره‌کولو لپاره ګټور تمامېږي.

– مناسب چاپېریال جوړ کړئ

ځینې ماشومان خوښوي چې د کورنۍ د غړو تر څنګ درس ووايي یا لوبې وکړي؛ ځینې خوښوي چې په یوه غلې کوټه کې درس ووایي. نو لومړی د خپلو ماشومانو حرکات وپېژنئ او د هغوی پر اساس ورته یو مناسب چاپېریال برابر کړئ.

– ډوډۍ خوړل یې وڅارئ

د ګټورې ډوډۍ خوړل د ماشوم په تمرکز کې مهم رول لري. تیارشوي خواړه ښايي ماشوم بې حاله کړي، خو پروټین لرونکي، لکه بادام، هګۍ، بې غوړیو غوښه یې هوښیاروي او تمرکز یې پياوړی کوي.

د ډېرو خوږو څښل/ خوړل د ماشوم په بدن کې د لنډمهالې انرژۍ سبب کېږي، خو د وخت په تېرېدلو د بدن ځواک ختموي، خو هغه مېوې او سبزیجات چې انتي اکسیدان لري، ذهني ځواک ډېروي.

– د خوب او آرامۍ لپاره یې وخت ځانګړی کړئ

ماشومان هم ارامتیا او سوچ کولو ته ضرورت لري. په یاد ولرئ چې له ښوونځي سره د ماشوم واټن پر مهال د ماشوم ستونزې نه حل کېږي. غوره ده چې څه ناڅه آرمتیا وکړي، خواړه وخوري او وروسته خپل فعالیتونه شروع کړي.

– ډالۍ مو هېره نشي

د ډالۍ ورکولو سیسټم همېشه مناسب چلند بلل شوی. ماشوم د هڅونې او ډالۍ ورکولو عاشق دی. حتمي نه ده چې ډالۍ دې ضرور کوم خوراکي څه وي، او یا د دې لوبو وسیله وي، بلکې د درس ویلو پر مهال د لوبو یا استراحت لپاره وخت ورکول، د ماشوم لپاره تر ټولو غوره ډالۍ کېدای شي.

– پرېږدئ چې خپل حواس په خپله قابو کړي

ډېر ماشومان ځیرک وي، نو کله چې کار پایته ورسوي، وخت ورکړئ چې په خپله مصرف کړې انرژۍ غَور وکړي. غوره ده چې په دې وخت کې مختلف کارونه ترسره کړي. د یوه فزیکي او یوه ذهني فعالیت ګډول خورا ګټور دي، مثلاً د درس په منځ کې غواړي چې منډه وکړي او تاسو اجازه ورکړئ، ممکن دویم ځلي په ډېر ښه تمرکز سره درس ولولي او ستونزې حل کړي.

– خپل ماشومان وپېژنئ

غوره ده چې ماشومانو ته مو مناسب وخت پیدا کړئ. څېړونکي پر دې باور دي چې د تمرکز لپاره تر غرمې یا بل وخت څخه، سهار غوره دی. همداراز ځینې ماشومان د څو کارونو پر مهال تمرکز کولای شي، مثلاً په یوه وخت کې هم درس ویلای شي او هم موسیقي اورېدلای شي؛ ځینې داسې هم شته چې تر څو چاپېریال ورته آرام نشي، نو درس نشي ویلای.

پر دې اساس نو لومړی مو ماشومان وپېژنئ او وروسته ورته د دوی له وړتیا سره سم چاپېریال برابر کړئ.

یادونه

  • ځینې والدین د ډاکټر له لارښوونې په ماشوم کې د تمرکز د پیاوړي کولو په خاطر له ځینو درملو استفاده کوي. پام مو وي چې ماشومان په دې عمر کې ډېر حساس وي، نو په تېروتنې سره د داسې درملو استفاده یې پر وده او ذهن بد اغېز کوي. مثلاً د ریتالین په نامه درمل چې که د ډاکټر له مشورې پرته استفاده شي، نو ډېر زیان‌لرونکې اغېزې لري.

  • ځینې ماشومان حفظ/ یادول نشي کولای. یانې پر دې سربېره چې طبعي ځیرکتیا لري، مګر درس ښه نشي درک‌کولی او په خپلو ستونزو تمرکز نشي کولی، چې بیا په ښوونځي کې ښې مناسبې وړتیاوې نه لري.

دغه ماشومان کوم مطلب په آسانۍ سره نشي لوستلی، په مشق، لیکلو کې ستونزه لري او د دوی متن د تایید وړ نه وي. نو غوره ده چې د دوی د تحقیرولو پر ځای لومړی له کوم ډاکټر سره مشوره وشي، ځکه ډاکټران د ماشومانو د داسې ستونزو په حل کې خورا مهم رول لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ