اپریل 11, 2021

د «باهوبلي ټو» آونتیکا هم په کورونا اخته شوه

Advertisements

هندي اداکاره «تمنا بھاټیا»، چې په بلاک بسټر فلم «بهوبلي ټو» کې د «اونتیکا» رول لوبولی، په کورونا وایروس اخته شوه.
په داسې حال کې چې د کورونا وایروس اغېزې په ځینو هېوادونو کې مخ په کمېدو دي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا راپورته شوې.
برعکس، هندوستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چیرې چې د کورونا وایروس خپریدل مخ پر وړاندې روان دي او د ودرېدلو  نوم نه اخلي.
د فلم او تلویزیون مختلف شخصیتونه هم په یاد وایروس اخته دي، چې وروستۍ اضافه یې تمنا بهټیا ده، کومه چې په «باهوبلي 2» کې د آونتیکا رول لوبولي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تمنا بھاټيه دا مهال د هند په حیدرآباد په ښار کې د یوې وېبپاڼې سیریز په شوټینګ کې مصروفه وه، چې په دې جریان کې، هغې کې د کوویډ -۱۹ نښې ښکاره شوې، وروسته یې پرېکړه ونیوه، چې د کورونا وایروس معاینه وکړي.
د رسنیو راپورونو په حواله، د تمنا بھاټیا د کورونا وایروس پایله مثبت شوه، چې اوس مهال د بنګلور په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د یادونې وړ ده، چې تمنا یوه میاشت وړاندې ویلي وو چې د هغې د پلار «سنتوش بهټیا» او د مور «رجني بهټیا» د کورونا پایله هم مثبت شوې وه.
په ورته وخت کې هغې ویلي وو، چې هغه او د کورنۍ نور غړي یې د کورونا وایروس لپاره معاینه شوي، چې پایلې یې منفي وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ