مېرمنې/ مینې سره د خبرو لپاره دا۱۰ موضوعات وټاکئ

ژباړه: حماد هلال

ځیني کارونه په ژوند کې شته، چې ترسره کول یې فشار لري: په لومړي ځل دنده، د کوم څه سند ترلاسه کول (فراغت) او د مینې سره خبرې کول. د مینې/ژوند ملګرې سره مو باید د کومو موضوعاتو په اړه وغږیږئ؟ البته تاسو نه غواړئ درنه خفه شي. او نه غواړئ ستاسو غوسه وګوري. اندیښنې مو اړخ ته کړئ، او د دې لس موضوعاتو په هکله بحث وکړئ.

۱ هغه!

پوهېږئ؟ انسانان مینه لري، هر وخت او په هر ډول حالاتو کې د څه په اړه وغږیږي؟ دځان په هکله! یوازې دا نه چې تاسو هغه ته دا ښایئ چې تاسو غواړئ د هغه په هکله واورئ؛ بلکې هغه ډېر وخت په خبرو مشغولیږي او تاسو به د هغه له خبرو خوند واخلئ. نو له مقابل د خبرو  عنوان په شکل ګټه واخلئ. په داسې سوالونو « نن حالت څنګه دی؟» یا « د ژوند ستر هدف دې څه شی دی؟» شروع وکړئ. په سلګونو سوالونه شته، چې کولی شئ وې پوښتئ.

۲ ګډ ذوقونه!

که ستاسو دوه نفرو ترمنځ ګډ ذوقونه وي، نو کولی شئ د دې ځانګړې موضوع په اړه خبرې وکړئ. باوري اوسئ، چې خبرې به مو ډېرې خوندورې وي. البته که ستاسو ترمنځ ګډ ذوقونه شتون ولري. که نه یې لري نو په دې وخت کې باید د دې موضوع په اړه څېړنه وکړئ. دا د لومړۍ شمېرې سره ورته کوو او د ذوق په اړه یې پوښتنو.

د هغې ذوق! ۳

فکر وکړئ هغه د موټر چلولو سره مینه لري او دا موضوع تاسو ته هیڅ جذابه نده، هیڅ ستونزه نشته! کولی شئ د دې موضوع نه د خبرو د یو عنوان په څېر ګټه واخلئ. ستاسو دا کار هغې ته دا ثابتوي، سره له دې چې دا موضوع تاسو ته هیڅ خوندوره نده خو بیا هم د هغې د پېژندو او علاقه مند کېدو لپاره کوښښ کوئ.

۴وروستۍ پېښې!

کله چې د خبرو کولو لپار هیڅ موضوع ونلرئ، اسانه کار څه دی؟ ورځنۍ پېښې. په نړۍ کې د وروستۍ یوې مهمې پېښې په اړه خبرې وکړئ. کېدای شي یوه جیدي موضوع وي، چې په خبرونو کې مو اوریدلې وي. یا یوه خندونکي خبره وي، چې په کومې تفریحي خپرونه کې مو اوریدلي وي.

۵هوا!

له دې موخه دا نده، چې پوښتنه ونکړئ« باندې هوا څنګه ده» په هیڅ شکل دا کار ونکړئ، ځکه تاسو به ورته داسې ښکاره شئ، چې د خبرو کولو لپاره هیڅ حوصیله او خبرې نلرئ. د داسې خبرو په ځای چې ووایو (باندې هوا ډېره توده ده) باید هوښیارانه ووایو چې ( تودوخه ډېره لوړه ده، زه یو ایسکریم ته اړتیا لرم) د دې په ویلو سره کولی شو هیله پيداکړو.

۶ د ژوند تجربې

کولی شئ خبرې په هغو جالبو خاطرو پیل کړئ، چې په ژوند کې مو لرلې، فکر پرې وکړئ او ممکن خبرې مو هغه مهمو پېښو ته ورسیږي، چې ستاسو په ژوند کې پېښې شوي.

په دې دواړو حالاتو کې د ژوند تجربو په هکله غږیدل یوه ځانګړې موضوع ده، چې هیڅ پاې نلري.

۷ستاینه او ویاړ

که یو څوک ستاسو ستاینه وکړي نه مو خوښیږي؟ په باور وایم هېڅ کس نشته چې بدې يې راشي. د نورو ستاینه یوازې دا نه، چې ښه احساس ورکوي، بلکې د خبرو لپاره ښه پیل هم دی.

کولی شئ د دې په ویلو چې نوي کالي درسره ډېر ښه ښکاري دا دې له کوم ځایه اخیستي؟ پیل وکړئ. بیا ووایې چې دلته یو ښه پلورنځی دی. غواړې وې ګورې؟ یوه ساده ستاینه تاسو یو ذوق ته هڅوي او د اوږدو خبرو چانس درکوي. باوري اوسئ، چې هغه/ هغې ته مو ځانګړی احساس ورکړی.

۸ ټوکې کول!

ټوکې د اخلاقو یوه ځانګړنه ده، چې د ټولو خوښېږي. نو څنګه ده چې مقابل لوري ته په ټوکو کولو ثابته کړو، چې یو خوندور او ټوکي انسان یې؟ خو دا ټوکې باید له حده ډېرې نه وي. نو کولی شو، یوه داسې ټوکه وکړو چې پخوا مو اوریدلې وي  یا داسې موضوع منځ ته راوړئ، چې تلویزیون کې ډېره رشخندي وه.

مهمه نقطه دا ده چې باید هغه وخندوو، ممکن هغه هم په دې موضوع کې څه اضافه کړي، په دې شکل ستاسو وخت به هم ښه تېرشي.

۹کار یا پوهنتون!

که دواړه همکاران یئ یا یو پوهنتون ته ځئ، دا ځانګړې موضوع به ستاسو لپاره غوره او اسانه موضوع وي. کولی شئ د خپل کار په اړه ورته ووایئ یا هغه څه، چې ستاسو خوښیږي یا هم بدې راځي یا د کار ډېر والي او تکلیف په اړه ورسره خبرې وکړئ.

امکان لري دا ساده کار تاسو تر دې ورسوي، چې غواړئ په راتلوونکو پنځه کلونو کې څه وکړئ.

۱۰سوالونه!

له هرڅه چې تېر شو، سوالونو ته رسیږو. ستاسو چې څوک خوښ/ خوښه شوي، اوسي ممکن د هغې/ هغه په هکله ډېر ونه پوهیېږئ. د یو چا پېژندلو لپاره تر دې بله غوره لار نشته چې له هغه پوښتنې وکړئ. د دې ترڅنګ ۹۹٪ خلک د ځان په اړه سوالونه ځوابول خوښه وي. دا لامل ګرځي چې فکر وکړي ستاسو لپاره ځانګړی/ ځانکړې ده. پوښتنې ترې وکړئ، چې کوم ډول موسیقي يې خوښیږي؟ کوم کار یې د خوښې وړ دی؟ څه هیلې لري؟ او یا ساده راتلونکې اونۍ څه پلان لري؟ دا سوالونه ستاسو ترمنځ ځانګړي بحثونو ته لاره هواره وي.

هیله ده پورته لس لارې تاسو سره مرسته وشي کولی، چې په سخته یا هغه وخت کې چې خبرو ته څه نلرئ، په دې لارو خبرې پيل اوږد او خوندور مجلس ولرئ.