مارچ 5, 2021

طالب رهبري په لوی ازميښت کې – د انتظار خادم لیکنه

په معاصره نړۍ کې هیڅ کورنۍ جګړه افغان جګړې ته ورته نه ده. که څه هم د تاریخ ارزښت پدې کې وي چې د تیرو نه به ګټه اخیستلو راتلونکی سمبال کړو، خو له بده مرغه چې افغانان د تاریخ ددې جبر لاندې ژوند کوي.‌
اتلس کاله جګړه وشوه. څنګه وشوه؟ ولې وشوه؟ د چا لخوا وشوه؟ ایا جګړه اوږدول د ټولو اړخونو لپاره اساسي هدف وو کنه د جګړې تر شا ځانګړې، ستراتیژیک، سیاسي، عقیدتي او اقتصادي اهداف وو؟ اصلآ کیسه څرنګه جوړه شوی وه او دا ډرامه څنګه دومره اوږده شوه؟
کله چې زه د جګړې د پیچلتوب خبره کوم نو د جګړې د فکتورونو، سرچینو، عواملو، اړخونو او غبرګونو سناریو راته غبرګ سترګو ته ودریږي.
په کور دننه ناسمه حکومتولي، فساد، جرمي اقتصاد، محرومیت، فقر، بیکاري او انتقام د حکومت په وړاندې د بلاک جوړیدو دلایل وو. پداسې حال کې چې نړۍ نه د جګړې تعریف درلود او نه یې مشخص هدفونه. شاید همداسې به یې غوښتل. په سیمه کې لوی قدرتونه لکه روسیه، هندوستان، پاکستان، چین، ایران او سعودي عربستان تل زیږزاګ حالت غوره کړی وو. نه دې هیوادونو خپل اخلاقي مسولیت اداء کړ او نه اسلامي هیوادونه له خدایه وشرمیدل چې ګټوره مداخله یې کړی وی او جګړه یې پای ته رسولی وی.

دا چې جګړه غَله غواړي، وسله غواړي او د وینو قرباني‌غواړي نو د طالب رهبرۍ لپاره به سخته وي چې د نورو کلونو لپاره د خپلو عسکرو لپاره د سیمې د هیوادونو د ملاتړ پرته د جنګ وسله، د جنګ انګیزه او جګړه ییز تحرک دلایل ژوندې وساتي.

په هر صورت، یویشتمه پیړۍ د عاطفو، احساساتو او اخلاقو نړۍ نه ده.‌ د جنګ درد افغان ملت تحمل کوه، جنګ سالاران نور هم د جنګ په پیسو چاغیدل، امریکا نور هم خپل نظامي مرکزونه لویول او د سیمې هیوادونو په کم مصرف د امریکا په وړاندې مقاومت جاري ساته.
اتلس کاله وروسته د امریکا سر ته هوش راغی. د سولې غږ یې وکړ، پداسې حال کې چې جګړه به پای ته رسیږي مګر امریکا به لوی قیمت اداء کوي.
څه موده وړاندې ایران د طالبانو سره د اړیکو اعتراف وکړ. روسانو ویل چې طالبانو سره سیاسي‌ راشه درشه لري، او چینانان خو اوسمهال په سیمیزه خزانه ناست دي. دا دری هیوادونه اوس یو لاس دي‌. د امریکا په وړاندې یو دریځ لري او هغه هم د امریکایې عسکرو د وتلو دریځ.
لېکوال : سید انتظار خادم

اوس د طالبانو لپاره لوی ازمیښت دی. د امریکا له افغانستان نه وتل یعنې په افغان جګړه کې ماتیدل، شرمیدل او سپکیدل دي.‌
هغه موخې چې امریکا یې په اړه اتلس کاله وړاندې جګړه پیل کړې وه په لاندې ډول وې:
• تروریزم له منځه وړل، پداسې حال کې چې اوس یو طالب په ۲۱ تروریستي ډلو بدل شوی.
• د نشه یې توکو سره مبارزه که څه هم د ۲۰۰۳ کال ۷۰۰۰ هکتاره ځمکه د نشه یې توکو په زیات او کم ۳۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه بدله شوې ده.
• د ښځو حقوق تامینول د امریکا موخه وه که څه هم همدا اوس د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ ۸۵ سلنه افغان ښځې د کورني تاوتریخوالې ښکار دي. هغه څو ګوته په شمیر ښځې چې په رسنیو کې ښکاري د ټولو افغان ښځو د حالت استازولي نشي کولی.
• په ملي کچه فقر د ۴۲ سلنه نه ۵۲ او په ځینو سیمو کې تر ۷۹ سلنې پورې لوړی شوی دی.‌ اقتصادي وضعیت ورځ بلې ته خرابیږي.
• همدا اوس اتلس ملیونه ځوانان دي. لس ملیونه یې بیکاره دي. کار نشته او هره ورځ اشتغال په کمیدو دی.
• اقتصادي ریفورم، صعود، او ثبات بلکل د بحث وړ نه دی. هره ورځ وینو چې لسګونه پانګوال هیواد پریږدي او سرمایې وباسي.
• ښه حکومتوالي د صفر سره ضرب ده. فساد په سیستم، زړونو، ذهنونو او پروسو کې ننوتی دی. همدا لامل دی چې هره شیبه ټولنیزه او سیاسي بې ثباتي تجربه کوو.
زه وړاندوینه کوم چې طالبان به امریکایانو ته په څو او یا یوې نظامي اډې رضا شي او امریکا، د سیمې موافق هیوادونه، او افغان رسنۍ چې د امریکا سره نژدي دي، د عامه ذهنیت په جوړولو کې به کوښښ وکړي او د طالبانو دا دریځ به حالاتو د قابو کول لپاره اساسي‌او منطقي ګام وګڼي.

دا او دې ته ورته نور لسګونه موثق دلایل شته چې د امریکا په راتګ افغانان نور هم در په در او بې وزله شول، نو معنی دا چې امریکا پخپلو موخو کې ناکامه، بدنامه او رسوا شوه.
وتل یې به یې د مطلقې ناکامۍ په معنی وي. تاریخ به یې په اړه ولیکي، پداسې حال کې چې د طالبانو د جګړې تر شا د اسلامي نظام د ژوندې کولو، د امریکا نه د غج اخیستلو او حتی د یوه امریکایې عسکر په وړاندې د مبارزې کولو دلایل موجود وو چې پر اساس یې لا هم جګړه دوام لري.‌
که طالبان د امریکا نظامې اډې او یا اډه مني معنی دا چې د خپلو وژل شوو طالبانو په وینو یې معامله وکړه او د خپل سیاسي قدرت د بقا لپاره یې سیاست وکړ نه ملي مبارزه او عقیدتي تکتیک. او که یې نه مني نو د امریکا په څیر لوی قدرت ناکامیږي، شرمیږي او ورکیږي چې په پایله کې به له طالبانو د بیرته انتقام اخیستلو تابیا نیسي.‌
له بله اړخه چین، روسیه او ایران په هغه صورت کې د طالبانو سره راشه درشه کوي، ملاتړ یې کوي او اقتصادي مرسته یې کوي ‌چې په ګډه امریکا له افغانستان نه وباسي. که طالبان امریکایان وباسي نو له سولې وروسته په لنډ مهال کې د اقتصادي فشار او اوږد مهال کې د امریکا په دښمنۍ اخته کیږي او که یې نه وباسي نو د چین، روسې او ایران له سیاسي، ډیپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ نه محرومیږي.

دا چې جګړه غَله غواړي، وسله غواړي او د وینو قرباني‌غواړي نو د طالب رهبرۍ لپاره به سخته وي چې د نورو کلونو لپاره د خپلو عسکرو لپاره د سیمې د هیوادونو د ملاتړ پرته د جنګ وسله، د جنګ انګیزه او جګړه ییز تحرک دلایل ژوندې وساتي.
کوم عاقل انسان به له دې سترګې پټې کړي چې د امریکا د خوښې پرته پاکستان افغان جګړه تمویل کړې او یا د پاکستان په کړنو امریکا خبره نه وه بلکې امریکا همدا شان غوښتل.
هر وحشت چې وو خو اتلس کاله وو، تیر شو او اوس ټرمپ د ټاکنو لپاره او خلیلزاد د خپل مقام د ساتلو لپاره د سولې پروسه جدې نیولې ده.
خو
فرق دادی چې دوی موقته سوله کوي او که تلپاتې او هر اړخیزه سوله؟

ښاغلې کرزې په لویه جرګه کې هغه مهال د ستراتیژیک تړون د لاسلیک مخنیوی وکړ. ‌ویره یې داوه چې تړون به لاسلیک کړي خو جګړه به بیا هم روانه وي، بیا به هم د خلکو ښځې بې عفته کیږي، بیا به هم بمبارونه کیږي، چې هماغه شان وشو.
ایا اوس مهال د سولې په پروسه کې دې اندېښنو ته ځای پریښودل شوی؟ ‌
ایا ددې اندېښنو د سمبالولو لپاره تابیا شته؟
که نه وي، نو ډیره بده ده او که وي نه څنګه؟
د سولې پداسې حساسه مرحله کې واشنګټن ته د عمران خان سفر په نیک پال ګڼم. که خبره د سولې وي او په هغې کې د پاکستان نقش حتمې وي، نو بیا حدس دادی چې امریکا پاکستان ته ډیره اړتیا لري نه پاکستان امریکا ته.
پاکستان یا په پټه او یا د امریکا سره د ګډ پلان له مخې تیر اتلس کاله له امریکا باج واخیست او له افغانانو تاریخي انتقام.
د عمران او ټرمپ لیده کاته به دوه طرفه جاده وي. ټرمپ له عمران خان نه د تروریستانو ځپل او افغان سوله کې ګټور نقش اداء کول غواړي.
په داسې حال کې چې عمران خان به کوښښ کوي‌چې بیا ځل د امریکا مرستې تر لاسه کړي. نړیوال وجهې صندق او نړیوال بانک مرستې ورسره ورکړي، په سیمه او نړۍ کې امریکا د پاکستان د سپيناوۍ او تقدس کمپاین وکړي. د کشمیر په مسله کې د هندوستان ملاتړ ونکړي، له سولې وروسته داسې حکومت رانه شي چې د پاکستان د ګټو په ضد وي او بلاخره که اړتیا شي، د پاکستان په سیاسي کشمکش کې ټرمپ اداره د عمران خان لاسنیوی وکړي.
که څه هم واشنګټن ته د عمران خان هرکلی ډیر سوړ، توهینونکی او حیرانوونکی و، خو سیاست دی، څوک پرې نه پوهیږي، ګورو چې د ملاقات پایلې به څه وي.
ددې ټولې پیچلتیا، سفرونو، خبرو اترو او کوښښونو پایله سوله او د امریکایانو وتل دي.
زه وړاندوینه کوم چې طالبان به امریکایانو ته په څو او یا یوې نظامي اډې رضا شي او امریکا، د سیمې موافق هیوادونه، او افغان رسنۍ چې د امریکا سره نژدي دي، د عامه ذهنیت په جوړولو کې به کوښښ وکړي او د طالبانو دا دریځ به حالاتو د قابو کول لپاره اساسي‌او منطقي ګام وګڼي.
که څه هم دا به د طالب رهبرۍ لپاره ستونزمنه پریکړه وي، شاید د سیمې همکار هیوادونه ترې خفه شي، خو د حالاتو قابو کول، د عامه ذهنیت جوړول، د سیمې هیوادونو پخلا کول او د عامو خلکو شکایتونه سمبالول به طالبان امریکا ته پریږدي او کله چې عام خلک، څیړونکي او د سیمې هیوادونه طالبانو ته د یو شمیر او یا یوې نظامې اډې د ورکولو وړاندیز وکړي نو بیا به یې طالبان هم ومني.
د اوس لپاره د بد او بدتر تر منځ انتخاب کول دي. فکر کوم چې د اوس لپاره امریکا ته یوه اډه ورکول به ګټوره لاره وي خو په دې شرط چې د سولې نه وروسته د امریکایانو د شتون، نقش او بیا په کرار کرار وتلو لپاره منظم پلان تنظیم، منظور او د نړۍ د معتبرو اړخونو لخوا یې تضمین وکړای شي.