Advertisements
افغانستان سوله سیاست نړۍ

د توماس جاسېلین او بېل روګیو لیکنه: له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

لیکنه: ياران

سرچینه: پولیټیکو
ژباړه: ډاکټر فهیم ساپی

داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولي لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ اراده لري چې ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده.

تېره اونۍ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې نیوکې وکړې چې هڅه کوي خپل ځان د افغانستان د “مؤقت حکومت” “وایسرای” معرفي کړي. وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد ټینګه ننګه وکړه او ویې ویل چې پر خلیلزاد نیوکه، د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپېئو نیوکه ده.

محب دا خبرې قصداً کړي دي او دا د ټرمپ د ادارې پر پلانونو د افغان حکومت ژوره بې اعتمادي ښيي. هر څوک پوهېږي چې ټرمپ له افغانستان څخه وتل غواړي او افغانان هم پوهېږي چې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معاملې “سوله” نشي راوړلای. خو بیا هم خلیلزاد د ځینو هغو جهادیانو سره غږېږي چې دا شل کاله يې له امریکا سره جګړه کړې ده.

طالبانو هر وخت افغان حکومت د نامشروع “لاسپوڅي” خطاب کړی دی او له دې حکومت سره هر ډول خبرې نه مني خو له امریکا سره بیا غږېږي. د خلیلزاد ډيپلوماسي د طالبانو داعیې ته اعتبار وربښي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تل ویلي دي چې “د افغانانو په مالکیت او مشرۍ” پر خبرو باور لري خو داسې ښکاري چې خلیلزاد ته تر اوسه چا دا خبره نه وي کړې. هغه د طالبانو دې غوښتنې ته تسلیم شو چې غوښتل يې له امریکا سره یوه اړخیز مذاکرات ولري. افغان حکومت دې خبرو ته وردعوت نشو او دوی د موافقې یوه “مسوده” رامنځ ته کړه. “بین الافغانی خبرې” یواځې وروسته له هغه افغان حکومت راګډوي له امریکا سره د طالبانو خبرې “نهايي شي”.

طالبان د یوه تمامیت خواه اسلامي امارت د راوستلو لپاره جګړه کوي او همدا اوس یې سیوری حکومت (shadow government) جوړ کړی دی او نه غواړی چې له منتخب افغان حکومت سره واک شریک کړي. دوی خپل دې هدف ته پر افغانستان د امریکا د اکټوبر ۲۰۰۱ له برید څخه وروسته نن بیا ډېر نږدې شوي دي. څرنګه چې امریکايي او ناټو ځواکونه د افغانستان څخه وتلو ته چمتووالی نیسي، نو ولې طالبان د سولې په اړه جدی وي؟ دوی پوهېږي چې د فتحې تر ټول ستر خنډونه په لرې کېدو دي.

لکه څرنګه چې محب پر خلیلزاد بې باوره دی، امریکایان هم باید اندېښمن وي ځکه امریکايي پوځ به تاسو ته وايی چې طالبانو مو په زور د مذاکرې مېز ته راکش کړي دي خو دا خبر غلطه ده پدې چې طالبان د افغانستان له نیمايي څخه ډېره خاوره د طالبانو په کنټرول یا تر اغېز لاندې ده. د دې ساحې ډېری سیمې کلیوالي دي خو طالبانو د ډېرو ولایتونو له مرکزونو څخه کړۍ راتاو کړې دي او په تمه دي چې لاندې یې کړي. امریکا د دې کار د ممانعت لپاره ډېره کمه اراده لري. نو امریکا طالبانو ته د مذاکراتو لپاره زارۍ کړې دي نه طالبانو. پایله يې دا ده چې جهادیان د قوت له موقف څخه مذاکرات کوي، او پر دې خبره پوهېږي هم.

د طالبانو سره سوله د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته پر جګړو ځپلو امریکایانو تعرض دی. دا چې ولې، دلته يې تشرېح کوو:
خلیلزاد د طالبانو سره د تضمینونو څخه رضایت ښودلی دي. حال دا چې له طالبانو پرته به څوک راضي نه وي، په ځانګړې توګه چې د طالبانو او القاعدې ناولې تاریخچې ته وکتل شي.

افغانستان نن د نړیوالو ترهګریزو ډلو کور دي، القاعده او داعش دواړه پکې دي او طالبان د داعش پر هغه وسلواله سیمه کنټرول نلري چې د افغانستان او پاکستان په پوله پرته ده. داعش د طالبانو پر وړاندې منظمې جګړې کوي او د دوی مشروعیت نه مني او همدا ډول له امریکا سره ډغره وهي. طالبان د داعش ضمانت نشي کولای!

ډېره مهمه دا ده چې طالبان فکر کوي د القاعده د نړیوالې اجنډا مخه به نیسي او خلیلزاد هم ورته خوشاله دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوو راپورونو موندلې ده چې د طالبانو او القاعده اوږدې اړیکې اوس هم نږدې او ټینګې دي. د القاعده مشران افغانستان ته د پناه ځای په سترګه ګوري او طالبانو ته د پوځي او مذهبي مشورو په ورکړې سره په جګړه مارۍ کې د مضاعفې قوې رول لوبوي. په حقیقت کې، القاعده د هېواد په ډېری ولایتونو او هغو سیمو کې چې د طالبانو په لاس کې دي فعالیت کوي.

حقیقت ته په کتو، خلیلزاد د امریکا خلکو ته نه دي ويلي چې ولې پر طالبانو د القاعدې د مخنیوي په برخه کې باور کوي. د معاملې په پای کې به له طالبانو بیا غوښتل کېږی چې له القاعده سره خپل رسمي موقف مشخص کړي.

دلته موږ د طالبانو او القاعده د اړیکو په تړاو څلور کلیدي اړخونه بیانوو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید هغې ته ځواب ووايي. که دا خبرې له طالبانو سره د القاعده په نهايي معامله کې رانشي، نو هوکړه به بیا یواځې یوه مسخره بازي وي.

لومړی؛ طالبانو هېڅکله په القاعدې پسې په نامه بد ندي ویلی، نو که د تضمین لپاره باید طالبان رسماً القاعده تکذیب او له هغو څخه انکار وکړي، بیا به د طالبانو رښتینولي معلومه شي. که مو په یاد وي طالبانو په ۲۰۰۱ کې له اسامه بن لادن ننګه کوله او امریکا ته يې نه ورسپاره.

د ۱۹۹۸ په اپرېل میاشت کې طالبانو د ملګرو ملتونو یوې ډلې ته چې امریکايي هیئت یې مشري کوله ویلي وو چې دوی ته د اسامه ځای نه دی ورمعلوم او دا چې اسامه د امریکا لپاره کوم ګواښ نه رامنځته کوي. طالبانو دروغ ویلي وو، حال دا چې القاعده لا له وړاندې د امریکا پر ضد جګړه اعلان کړې وه.

د ۱۹۹۸ د اګسټ په اوومه نېټه القاعدې د امریکا د کینیا او تانزانیا پر سفارتونو ځانمرګي موټر بمب بریدونه وکړل او سلګونه تنه يې ټپیان کړل. امریکا د غچ په ډول په افغانستان او سوډان کې د القاعده په روزنځایونو توغندي وورول. اسامه ژوندی پاتې شو خو د طالبانو درواغ روښانه شول. بن لادن د امریکا لپاره یو ښکاره ګواښ و.

د ۲۰۱۶ د ولسمشریزو ټاکنو (په امریکا کې) یو څو ورځې وړاندې امریکا د القاعدې یو مهم نفر، فاروق القحطاني، د افغانستان په ختيځ کې وواژه. هغه به طالب جګړه مارانو ته پيسې او وسلې ورکولې او پر ائتلاف ځواکونو به یې د برید پلانونه ورته جوړول.
نو ځکه خلیلزاد باید د القاعدې پر مسئله له طالبانو سره د خبرو پر مهال تمرکز وکړي.

دویم؛ خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړې پر مهال د القاعدې د مشر د ایمن الظواهري د هغه بیعت وضعیت هم روښانه کړي چې د طالبانو له مشر هیبت الله اخوندزاده سره يې کړی دی. هغه د طالبانو د وژل شوي امیر منصور سره بیعت کړی وو. د القاعده غټ مشران د ۲۰۰۱ راهیسې د طالبانو له امیر سره بیعت لري. القاعده پدې عقیده لري چې طالبان د نړۍ یواځینۍ مذهبي مشروع ډله ده او ملا عمر ته به یې امیر المومنین وایه. د داعش مشر ابوبکر بغدادي هم په ۲۰۱۴ کې ځان ته امیر المومنین خطاب کاوه. اسامه دا کار وکړ او د نړۍ نور مسلمانان يې هم تشویقول چې دا کار وکړي.

که څه هم هیبت الله اخوندزاده رسماً د طالبانو بیعت ندی منلی خو القاعده بیا هم په نړیواله کچه د جهاد د مشر په سترګه ورته ګوري. که هیبت الله له القاعدې سره اړیکې وشلوي، نو د القاعدې هغه بنیادي اسطوره به کمزورې کړي.

دریم؛ د خلیلزاد تړون باید د القاعدې او حقانې تر منځ د لسیزو اوږده ملګري پای ته ورسوي ځکه حقاني د طالبانو یوه برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې د سراج الدین حقاني، د حقانې شبکې مشر، څخه د تړون د نهايي کولو په پار وغواړي چې د القاعده د نه منلو اړوند یوه اعلامیه خپره کړي. دا کار په لاندې دلایلو مهم او اړین دی:
سراج الدین د جلال الدین حقاني زوی دی، او جلال الدین د بن لادن یو ټینګ متحد وو. همدا جلال الدین وو چې د القاعدې لومړنیو جګړه مارانو ته يې د جهاد پر مهال په ۱۹۸۰یمو کلونو کې ځای ورکړ. د القاعدې ځینې لومړني مشران د حقاني په کمپونو کې روزل شوي دي. حقانی په ۲۰۱۵ کې د طالبانو د دویم کس په توګه پېژندل کېده او په طالبانو کې ډېر ځواک لري.
نو، داسې ښکاري چې حقاني دې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او یا دې له نړیوال څخه انکار وکړي.

په ۲۰۱۶ کې حقانې شبکې یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې یې د القاعدې سره خپلې اړیکې نه پرې کېدونکې بللې وې. کله چې جلال الدین حقاني پروسږ کال ومړ، القاعدې د تسلیت پیغام خپور کړ او له القاعدې سره يې د حقاني په ورورولۍ ټینګار وکړ. سراج الدین اوس د حقانې شبکې مشر او د طالبانو مرستیال مشر دی او القاعده وايې چې هیبت الله او سراج الدین زموږ امیران دي.

د سراج الدین پر سر امریکا ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره جایزه ټاکلې ده او ملګرو ملتونو په ده او د دې شبکې په ډېری غړیو بندیز لګولی دی. دې شبکې په کابل او افغانستان کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي او په د پاکستان په شمال کې قوي مراکز لري.

څلورم؛ دا تړون باید القاعده او له القاعده سره د تړلیو هغو جګړه مارانو په اړه هم وضاحت وغواړي چې له طالب جګړه مارۍ سره کار کوي.

په ۲۰۱۴ کې القاعده د هندي نیمه لويې وچې برخه رامنځته کړه چې په جنوبي آسیا کې فعالیت کوي. دې برخې هڅه کړې چې پر هندي او امریکايي سمندري کښتیو توغندي وتوغوي او یوه خونړۍ نړیواله شخړه رامنځته کړي. خو بیا دې کار کې بریالي نشول.

دغه برخه د القاعدې له طالبانو سره همکاري کوي او اول ظواهري او بیا هیبت الله ته وفاداره دي. په ۲۰۱۵ کې امریکايي او افغان ځواکونو د القاعدې د دغې منحوسې څانګې پر دوو مرکزو د کندهار په شورابک کې بریدونه وکړل. ویل کېږي چې دغه کمپ ۳۰ میله مربع مساحت درلود. د کمپ پلټڼو وښوده چې د دې ځای به يې جګړه ماران نورو نیږدې هېوادونو او بنګلدېش ته لېږل.

د القاعدې د دې څانګې مشر عاصم عمر نومېږي چې لا وړاندې يې په افغانستان کې د امریکا ماته اعلان کړې ده. په ۲۰۱۷ کې يې په یوه اوږده او تبلیغاتي مقاله کې ویلي وو چې د ټرمپ “لومړۍ امریکا” شعار پدې معنی دی چې امریکا د “نړۍ د مشرۍ څخه لاس په سر کېږي”. او دا يې د امریکا کمزورې ګڼلې وه، خو له افغانستان څخه يې د امریکا وتل د القاعده لپاره بریا ګڼلې وه. د القاعده سر نورې تړلې ډلې، د مرکزي آسیا او ایغور ډلو په ګډون، د امریکا څخه وروسته افغانستان ته سترګې په لاره دي تر څو د خپلو جهادي پروژو تخمونه دلته لاښه وشیندلی شي.

آیا له طالبانو سره د خلیلزاد معامله به د القاعدې سره د اړیکو اړوند مسلو ته ځواب ووايي؟ او یا دا چې خلیلزاد به د طالبانو هغه انکار چې په کلونو يې کړی دی ومني؟
افغان حکومت پر خلیلزاد د باور نه کولو اړوند خپل دلایل لري. خو د پمپېئو ډيپلوماټان دې هم پر طالبانو باور نه کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران