نبیل: ISI له افغانستان سره خواخوږي طالبان کمزوري کوي او د حقانې شبکې ملاتړ پراخوي

راپور: بشر درویش
د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی رییس نبیل په تازه څرګندونو کې د طالبانو په اړه نوې خبرې کړي دي.
هغه ویلي چې د طالبانو په ډله کې د اختلافاتو په پیداکولو او کمزوري کولو سره د پاکستان استخباراتي شبکه اې اېس اې د خپلو موخو لپاره کار کوي او په کې مخکې وران دي.
هغه ویلي چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ او ګډوډۍ هم رامنځته شوي دي.
نبیل دا خبرې پر خپل رسمي ټویټر لیکلي دي.
ښاغلي نبیل لیکلي:

« ملا يعقوب (د ملا عمر زوی) چې د طالبانو د تحريک مشري او اوسمهال يې د تحريک چارې هم په لاس کې اخيستي د تحريک نورو غړو سره د  نظر په اختلاف لرلو د طالبانو په مشرتابه کې د دوي په رهبرۍ کې د واک پر سر ناندرئ او ګډوډئ رامنځ ته شوي، ډیرى مشران يې د COVID-19 په ناروغۍ اخته دي.»

نبیل په دوحه کې د طالب استازو د ګوښه کیدو خبر هم ورکړی دی

نوموړي په قطر کې د طالب استازو د ګوښه کیدو خبره هم کړې ده. هغه پر ټویټر زیاته کړې:

«په همدې ډول يې په دوحه کې د سیاسي دفتر ځینې غړي كوښه شوي او بیرته به ډير ژر پاکستان ته واستول شي، آې اېس آې هڅه کوي چې د ملا یعقوب په هڅولو سره د کوټې شورا د ځینو هغو مشرانو او غړو چې په افغانستان کې يې پخوا ژوند کړى او يو څه نا څه له افغانستان سره خواخوږي لري  رول کمزوری کړي.»

د ملي امنیت دې پخواني رییس دا هر څه د اې اېس اې پلان بللی چې په وینا یې غواړي پر طالبانو خپل حاکمیت ټینګ کړي.


نبیل وړاندې لیکلي:

« او پدي توگه آې اېس آې غواړي چې د حقاني شبکې د ملاتړ او پراخولو سره د طالبانو پر تحريک خپل اغيز او كنترول  یو ځل بیا ټينګ  کړي، د باوري سرچینو په وینا به د طالبانو په سیاسي دفتر کې ژور بدلونونه راشي.»

باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې راپورونه خپریږي چې طالب مشر ملاهیبت الله او نور مهم غړي یې پر کرونا وایروس اخته شوي دي.
په عین حال کې طالبانو دا اوازې رد کړي دي او ویلي یې دي چې هیڅ مشر یې پر کرونا نه دی اخته او دا یې یوازې اوازې بللي.
له بله پلوه یو شمیر خلکو پر ټولنیزو شبکو انديښنه ښودلې چې په دې ډول پلانونو سره دښمنان غواړي چې د سولې لپاره برابره شوې فضا ګډوډه کړي. ځکه په وینا یې کله د ملا عمر په مړینه، کله د منصور پر وژنه او کله هم په اوسنۍ حساس حالت کې د کرونا په نوم خبرې ځنډوي او د سولې مانع کیږي.
د یادولو ده چې تازه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ ښکاري چې هر څه ښه روان دي، جګړه د پخوا په شان نشته او هره ورځ د بندیانو خوشې کیدل چټک روان دي، له دې سره ترڅنګ د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم وړمه ورځ خبر ورکړ چې شا او خوا دوو اونیو کې به د سولې خبرې پيل کړي. دا ټول پرمختګونه هیله بخښونکې او افغان سولې ته د نیږدې کیدو ښې نښې بلل شوي دي.
 
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ