Advertisements
افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د حکومت او طالبانو دویم پړاو خبرې او د دریځونو نرمیدل؛ ایا دا به بین لافغاني خبرو ته دوام ورکړي؟

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ که څه هم د نورو مسایلو په اړه خبرې نه دي شروع شوي، خو د بندیانو په اړوند سره تماسونه شوي دي.

د مارچ د ۲۲مې خبرې

د روانې مارچ میاشتې پر دویشتمه نیټه هم د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې شوې دي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه وخت په خپل ټویټر لیکلي ول:

«نن دورځې لس بجې د ا. ا. امارت د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د کابل ادارې تخنیکي ټیم سره د قطر او امریکې د هئیتونو په حضور کې د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې. خبرې یوازې د بندیانو دخلاصون په هکله وې چې د هغو لپاره دا تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي.»

په هماغه نیټي سهیل شاهین ویلي ول چې د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي.

دویم ځل خبرې

د طالبانو د سیاسي دفتر یاد ویاند تیره شپه په یو ځل بیا ویلي چې نن ورځ دولس نیمې بجې به د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

نوموړي لیکلي:

« ټاکل شوې سبا د دوحې پر وخت  دولس نیمې بجې یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د بندیانو تخنیکي ټیم ګډ ویډیويي کانفرانس وکړي، تر څو د امریکا سره د لاسلیک شوې توافقنامې پر اساس د اسلامي امارت ۵۰۰۰ بندیانو او همداراز د کابل ادراې اړوند بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره شي.»

باید وویل شي چې د بندیانو، بین الافغاني مذاکراتو او د امریکا او طالبانو د تړون د تطبیق په اړه له دې وړاندې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د کابل له سفر وروسته قطر ته لاړ او هلته یې له طالب استازو سره ولیدل.

دا خبرې به بین الافغاني مذاکرات دوامداره کړي؟

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې د بندیانو له خوشي کیدو وړاندې به بین الافغاني خبرې ونه کړي، خو له دې پرلپسې تماسونو ښکاري چې اساسي بین الافغاني خبرو ته نیږدي کیږي او شاید ژر یوه حل لاره وویستل شي.

ولسمشر غني وړمه ورځ افغانستان ته د پمپیو د سفر پرمهال هغه سره ارګ کې ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر که څه هم ظاهراً د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ د روغې په اړه وو، خو له حالاتو ښکاري چې بل اساسي هدف به یې د بندیانو مسله او د سولې خبرې وې.

ځکه د افغانستان حکومت ضمانت غواړي چې باید خوشي کیدونکو بندیانو په اړه ضمانت ورکړل شي، څو بیا جګړې ته ستانه نه شي او ترڅنګ یې په مقابل کې اوربند یا که بشپړ اوربند نه وي، د پام وړ اورکم باید پلی شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ولسمشر غني او پمپیو د خبرو په اړه ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، په دغه بهیر کې د راتلونکو اقداماتو او سولې په خاطر د سیمه ییزې اجماع او همدا راز د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

نو له دې وضعیت ښکاري چې شاید د امریکا د استازو او د بهرنیو چارو وزیر دا خنډونه یو څه هوار کړي وي. ځکه مخکې حتا د بندیانو په اړه د افغانستان یوه ټیټ رتبه پلاوي د طالبانو سره له لیدو اخوا د نورو تماسونو هیڅ نه ول ویل شوي، خو اوس دا خبرې پرلپسې شوې، یعنې په دې مانا چې د بندیانو مسله د حل پر لور روانه ده. نو داسې ښکاري چې لکه د افغانستان حکومت چې ویلي ول چې د بندیانو د بیا جګړې ته نه ستنیدو ضمانت او اورکم پلي کول او ترڅنګ د طالبانو دا شرط چې ددوی ۵۰۰۰ بندیان دې خوشي، دواړو لورو ته قناعت یو څه حاصل شوی او شاید په دې ډول مذاکراتو کې دا لا ډیر حاصل شي.

بل؛ لکه طالبانو چې پورته ویلي چې د سره صلیب استازي به هم په دې خبرو کې ګډون ولري، دا په دې مانا سور صلیب پخوا هم د جګړو پرمهال د بندیانو د ټپيانو د لیږد او ځیني وخت د بندیانو د تبادله کیدو چارې ترسره کړي، نو اوس به هم د خوشې کیدونکو بندیانو د انتقال دنده پرمخ وړي، څو یې دواړو لورو ته وسپاري، نو دا لا دېته نیږدې کیږي چې د بندیانو مسله د حل پر لور روانه ده.

ترڅنګ امریکا ځیني اپشنې لري چې ترې په استفادې د افغانستان حکومت هم تر ډیره رانرم کړي، یو اپشن د ټاکنو جنجال دی چې د غني د مخالف ټیم ښاغلي عبدالله نه په استفادې سره غني رانرم کړي او تازه ګام یې د یو میلیارد ډالره مرستو بندیدل دي چې دا هم په خپله ددې مانا ورکوي چې امریکا غواړي د ولسمشر غني له خپل دریځ په شا شي.

خو دې ټولو ته په کتو سره؛ خبرې د جګړې د پای لپاره کیږي، نو په کار دی چې هر هغه ګام واخیستل شي چې ددې جګړې پای ته رسیدلو کې مرسته کوي. پر همدې اساس باید ټول لوري تیریدنه وکړي او په یوه توافق سره هم بندیان خوشي، هم بین الافغاني خبرې چټکې شي او هم دا تضمین کړل شي چې دا خوشې کیدونکي بندیان باید د جګړې د ګرمیدو یا شدت ورکولو باعث نه شي. ځکه د افغانستان ولس نور د جګړې توان نه لري او نه غواړي چې د کوم لوري د باقوته ښودلو لپاره یې اولادونه قرباني، ژوند تریخ او ټولینزه بې ثباته دوامدراه شي.

 

 

 

 

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: