افغانستان سوله سیاست

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟

لیکنه: بشر درویش

د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي:

ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي.

ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي.

ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو په ګډون به یو مختلط حکومت جوړیږي.

له دې سره ځینې د سولې روانو هڅو ته خوشبینه او ځینې بدبینه دي.

خوشبینه خلک فکر کوي، چې سوله په هر قیمت باید وشي، خو بدبینه خلک یې د افغانستان شته بنسټونه او لاسته راوړنې یادوي، چې نه باید د سولې د هڅو او معاملو قرباني شي.

د مختلط حکومت نظریه

د ولسمشر غني ورور او سیاسي کارپوه حشمت غني احمدزي په یوه تلویزوني مرکه کې وویل: د سولې په اړه نه زیاته خوشبیني او نه هم زیاته بدبیني په کار ده.

د ده په وینا امریکا له قطر نه د سولې د روانو هڅو د کامیابولو لپاره مرسته غوښتې او قطر پاکستان ته اخطار ورکړی، چې په دغه کار کې دې خامخا مخلصانه لاس ورکړي.

حشمت غني د سولې د احتمالي توافق په اړه وایي: طالبانو ته به څو وزارته ورکړل شي، څو مشاوریتونه به هم په ارګ کې ورکړل شي.

د نوموړي په وینا د سولې لپاره ارزي، چې طالبان هم امتیاز واخلي، لکه څنګه چې د ده په وینا حکمتیار راوستل شو او امتیازات ورکړل شول.

۸ میلیارده بودیجه!

حشمت غني احمدزی دا هم وایي، چې د سولې د توافق د بریالیتوب لپاره ۸ میلیارده ډالره بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

د ده په وینا د دغو پیسو د برابرولو لپاره جاپان، اسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو سینه ډبولې ده.

نوموړی دا هم وایي، چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکي سپتمبر کې افغانستان ته راځي.

د ده په خبره پاکستان له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتو په صورت کې وړاندیز کړی، چې امریکا دې په پاکستان کې پوځي اډې واخلي.

په پیسو به څه کیږي؟

حشمت غني احمدزي د یادو ۸ میلیارده ډالرو د لګولو په اړه نور څه ونه ویل، خو یوې بلې سرچینې یاران ته ویلي چې نړیواله ټولنه د سولې د روانو هڅو له کامیابۍ وروسته د سولې توافقاتو د تطبیق لپاره تر ۲۰ میلیارده ډالرو پورې بودیجې برابرولو ته هڅې روانې دي.

ویل شوي، چې دا پیسې به د طالب جنګیالیو د ادغام، کارموندنې، دوی ته د کورونو د ورکړې او نورو ورته هڅو لپاره ولګول شي.

همدا شان هغه سیمې، چې تراوسه وسله وال طالبان پکې واکمن وو او هلته مهم پرمختیایي کارونه وو، دا کارونه به ترسره شي.

اندیښنې څه دي؟

حشمت غني احمدزی دا هم وایي، چې د سولې روانې هڅې ځینې ننګونې او اندیښنې هم لري.

د ده له نظره پاکستان حقاني شبکې ته خبرداری ورکړی، چې یا سوله وکړي او یا په وزیرستان یا کشمیر کې د پاکستان د اهدافو لپاره وجنګیږي.

حشمت غني وایي: که حقاني ډله وزیرستان ته یوړل شي، بیا یې ټوپک پښتنو ته تاویږي او زموږ خپل خلک پرې وژل کیږي.

نوموړی دغه راز کشمیر ته د حقاني شبکې د لېږدیدو په اړه اندیښمن دی او وایي: له دغې شبکې څخه باید پاکستاني استخبارات د خپلو شومو موخو لپاره کار وانخلي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي