هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

طالبانو تاسې نوره اړتيا نه لرئ…

جمشيد غزنيوال

د ملا عثمان خوله هر ځای يادېږي، ګوره چې دا به نو څنګه ملا و. ښايي له عادي چرګه يې د سرور زرو زمری جوړاوه، خو په دغه اصطلاح کې پروت مفهوم دا دی چې خولې کولای شي چې شعور او احساسات بدل را بدل او قابو کړي، ان يوه بسته لښکر ته تګلوری ورکړي، د پراخو خطرونو مخه بل لور ته واړوي.
عرب شاعر ابونواس د هارون الرشيد دربار ته ولاړ، هلته يې د دربار په مدحه کې خورا خوږې او اوږدې قصيدې وويلي، مګر پاچا تش لاس را رخصت کړ، ابونواس چې له دره بې‌نوا راوت، د هارون الرشيد د مينځې «خالصې» پر دروازه يې وليکل چې؛

لقد ضاع شعري علی بابکم
کما ضاع عقد علی خالصة

مينځې چې دغه هجوه وليده، په شور و زوږ او ژړا پاچا ته ورغله، پاچا چې دا په ګاڼو پوښلې وه، دغه عرض يې هم په ځمکه نه‌شوای غورځولای.

ابونواس راوستل شو، دی چې په دروازه ننوت، بيت يې داسې کړ؛

لقد ضاء شعري علی بابکم
کما ضاء عقد علی خالصة

کله چې پاچا احضار کړ او د هجوې د بد عاقبت يې ورته وويل، ابونواس وويل چې ما خو مدح کړې، که نه وي راځئ و يې ګورئ، چې راغلل ګوري شعر سر تر پايه ستاينه ده.

د لومړي بيت مفهوم دا دی چې زما شعر دې په دربار کې داسې ضايع شو لکه ستا د مينځې «خالصې» په غاړه کې چې د زرو ګاڼې خاورې شوې دي، مګر په دويم ډول کې بيت دا معنا لري چې شعر مې ستاسې په دربار کې داسې وځلېد، لکه…
پاچا زر ديناره ورکړل او دی په خپله مخه ولاړ.

تاسې به د افغانستان په ډېری راډيوګانو او ټلوېزيونونو کې د جګړې او طالب ضد اعلانونونه اورئ، په يوه اعلان کې راځي؛ «طالبانو تاسې نوره اړتيا نه لرئ چې دا وطن وران کړئ.»

په يو بل اعلان کې اورو؛ «تاسې کولای شئ چې نور توپکان په زمکه کشېژدئ…»
دا خو عادي خبره ده چې د لوړو مقاماتو وياندويان وايي چې نور به طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې دا وطن وران کړي.

دا ورانی که د حکومت په اجازه شوی وي، خو ملي امنيت بايد لومړی همدا خلک ونيسي، دوی ولې تر اوسه اجازه ورکوله؟

تاسې څه فکر کوئ چې د بدخولي او بې‌خولې سړي ملاتړ څومره ګټور وي؟ که بالفرض تاسې يوه محفل ته ولاړ شئ او يو ګونګی مو معرفي کوي، خلکو ته به ستاسې معرفت او شخصيت څنګه انځور شي؟

زه ملګريو ته وايم چې دغه اعلانونه ظاهراً د جګړې ضد الفاظ لري، مګر يوه واقعي نتېجه يې د عقدو زياتېدل دي، د حکومت رنګ بدول دي. پرون په يوه ټلوېزيون کې د اعلان هغه برخه خپرېده چې په‌کې طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي ښوول کېږي، له کلي راغلي مېلمه په ډاډ وويل؛ «يو لا ولاکه طالب وي، طالب دغسې وي، دا ټول خپلو نفرو ته مولونه ور وهي…» دغه پوښتنه له ما سره هم ده چې که طالب تسلمېږي، مخ يې ولې پټ وي؟ که د شرم خبره وي؛ نو دا خو د شرم ځای نه دی، بل دا چې که د شرم خبره شي، طالب ځکه ترې مستثنی دی چې هغوی ښځينه جامې هم اغوستلای شي، په جنګ کې دغه شيان د صبر د پديدې اوزار ګڼل کېږي. درېيمه پوښتنه دا ده چې دا سوله که د شرم شی وي، بيا يې کوي ولې؟

د لوړ مقام د يوه غړي د خولې خبره ده، رښتيا و درواغ يې ده او خدای ته مالوم دي. دی وايي چې د کورنيو چارو وزارت، ملي امنيت او ان هيڅ اداره دقيقه خبره نه ده چې دغه اعلانونه څوک ليکي؟ د خپرېدو مصرف يې څوک پرې کوي؟ چېرې…

که د توطيې تيوري هر څومره درواغ وګڼو، له دې سترګې نه‌شي پټېدای چې دغه اعلانونه په هېواد کې مافيايي بانډونه جوړوي، په دغو اعلانونو کې د حکومت مضر ملاتړ کېږي، د حکومت مشروعيت لاسي خرابوي او بيا متقابل جانب ته د نيوکو فرصت تياروي.

که نه دومره څوک نه‌شته چې حداقل ژباړه خو يې سمه کړي، ويونکی خو يې له تلفظه خبر کړي، پښتو متن په پښتانه او دري هغه په دري‌زبان زبان ولولي.
يو متل دی چې کم عقل دغومره په بل نه کوي، لکه څومره چې په ځان کوي. استاد الفت به ويل چې ځينې خلک خبرې کوي، ځينې وخت خبرې، دوی کوي.
که د کورنيو چارو وزارت، د سولې عالي شورا او نور بنسټونه د حکومت ملاتړ او جنګ‌ضد مفکوره رايجول غواړي، بايد ژبه ولري.

پلار مې کيسه کوله چې د مجاهدينو په وخت کې يو مجاهد چې ثناګل اخوندزاده نومېده، ډېر پوچ‌خولی و، اخېر يې ملګريو ګنځاګل اخوندزاده باله. اوس چې موږ له چا سره د نظام او حکومت د ملاتړ په هکله هر څومره معقول استدلال را واخلو، په دې وخت کې بيا دغه اعلان نشر شي او د دوی په ځای سترګې موږ ټيټې کړو.

دا به کوم عقل ومني چې دوښمن ته وايي، نوره اړتيا نه لرې چې ما ووهې؟ دغه خبره خو لېونی هم نه کوي، لېونی هم په وهم پوهېږي.

حکومت ځينو برخو ته خپلې اعلاميې لري، مګر د سولې د دغه بېخ‌کښونکيو د ملاتړ سرچينې ګونګې دي، حکومت په دې هکله خلکو ته هيڅ نه وايي.
د دغو اعلانونو له جانبي او پاروونکيو بدبينيو سره سره يوه بله هېښوونکې اندېښنه دا ده چې ټول خلک په يوه توره بې‌باوري کې اچوي، خلک باوري کېږي چې د حکومت په موجوديت کې ان په ښاري دفترونو کې هم دغسې اوياسرې بلاوې پټې دي چې هيڅوک يې لکۍ ته خاشه نه‌شي ور وړلای.
دغه اعلانونه که سم په دقت واورئ، هماغه د حميد بابا د بيت مصداق به مو وګرځوي؛

لکه سر د پسه په اور غاښونه سپين کا
هسې ما لره له غمه خندا راغله

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */