فبروري 28, 2021

ملي امنیت شورا؛ که له طالبانو سره بندیان نشته، نو حکومت به هم بندیان آزاد نه کړي

لیکنه: ولمه ځلا

ملي امنیت شورا وايي که چېرې د طالبانو په زندانونو کې امنیتي ځواکونو او ملکي بندیان نشته، حکومت هم اړ نه دی چې له هوکړې سره سم طالب بندیان خوشي شي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۲ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل طالبان دې له خپلو زندانونو امنیتي ځواکونه او ملکي کسان خوشي کړي، خو که له دوی سره زندانیان نشته او د جنګي اصولو خلاف ترې ضایع شوي، نو حکومت اړ نه دی چې طالبان خوشي کړي.
فیصل وویل چې د حکومت له لوري طالبانو ته ورکړل شوي لیست کې یاده ډله ۶۱۰ امنیتي ځواکونه تاییدولی نه شي او په اړه یې معلومات نه لري.
فیصل وويل: “طالبانو چې کوم لیست موږ ته راکړی دی یوازې ۹۸ کسان په هغه لیست کې نشته او کوم چې موږ ورکړی دوی هغه نه شي تاییدولی دوی سره هغه زندانیان موجود نه دي ۶۱۰ تنه دوی سره نشته دوی یې نه شي تاییدولی، طالبان دې وضاحت ورکړي چې دا امنیتي ځواکونه چېرته دي.
د دې تر څنګ فیصل وايي طالبان تر اوسه هم د سولې خبرو ته ژمن نه دي، نه کومه طرحه لري او نه تر اوسه سولې خبرو ته رښتیني پاتې شوي دي.
ده وویل حکومت د سولې لپاره طرحه وړاندې کړې او د حکومت له زندانونو د دوی له لیست سره سم بندیان هم خوشې کړي دي، خو د طالبانو له لوري د ۱۷۱ خوشې شوې بندیانو له ډلې یوازې ۱۰۵ امنیتي ځواکونه او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.
ده وویل ټاکل شوې وه چې طالبان دې له خپلو زندانونو ۲۰۰ امنیتي ځواکونه خوشې کړي چې تر اوسه د دوی له لوري یوازې ۱۰۵ امنیتي ځواکونه خوشي شوي دي.
ده زیاته کړه تر هغه پورې چې د طالبانو له زندانونو د افغان امنیتي ځواکونو لړۍ تر دوه سوه نه وي رسېدلې، نو د طالب بندیانو خوشي کېدلو پروسه به هم دوام لري.
خو فیصل وويل: “هغه کسان به د بندي زندانیانو په شمېر کې حسابېږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې مخکې نیول شوي، نه تر دې وورسته
فیصل وايي چې طالبان لا هم د هېواد دننه پرته له نورو بهرنیو تروریستي ډولو سره هم اړیکې لري، خو د سولې د پرمختګ لپاره باید دا اړیکې پرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت له لوري دا څو ځل دی چې پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت او له لیست سره سم د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کېږي، خو طالبان لا تر اوسه د تاوتریخوالي د کمښت، د سولې لپاره د طرحې او له لیست سره سم د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ