افغانستان سوله سیاست

طالب او تاوتریخوالی؛ خبرې یې څه پېغام لري؟

لیکنه: ياران
ليکنه: حبیبه اشنا

له یوې میرمنې سره مې په قطر کې د طالب پلاوي مرکه ولیده، هغه ترې پوښتنه کوي، چې په افغانستان کې به درنه داسې مرکه واخیستی شم؟
طالب: وايي هو، خو په اسلامي لباس او جامه کې.

سره له دې چې افغانې میرمنې پټ، سم او اسلامي لباس اغوستی و، خو د طالبانو دا خبره د ډېرو لپاره د انديښنې وړ ګرځېدلې وه. د ښځو په ګروپونو او ټولنو کې د طالبانو دې خبرې دا انګیزه پیدا کړه چې ګوندې طالبان به ښځې بیا د چادرۍ په سر کولو ته اړ باسي.

طالبانو سره د خبرو هم مهاله، د تاوتریخوالي کمیدو بحث اړین دی. زموږ خلک د سولې بحث کې جنګ ختمیدو ته د تاوتریخوالي کموالی وايي، خو د تاوتریخوالي کمښت تر دې اوږد بحث دی.
د امریکې د سولې انستیتوت د تاوتریخوالي مانا او ټولنیز جوړښت د دوو ښځینه لیکوالو(دوروتي وان سویست او شیرلي براینټ ) له لیکنې تعریفوي.
دوی وايي چې تاوتریخوالی ځان ته د یو مثلث حرم نقشه لري، چې په دې کې د مثلث لومړۍ برخه یا څوکه پر دوه نورو پایو ولاړ دي او تغذیه کېږي.
لومړی او یا د مثلث په سرکې فردي تاوتریخوالی دی. Individual Violence

دا تاوتریخوالی ،د یو فرد لخوا په فرد او یا هم د هغه په ملکیت ترسره کېږي. عموما دا ډول تاوتریخوالی ژر لیدل کېږي او پر وړاندې یې خلک عکس العمل هم ښيي. لکه:جنسی تېری، قتل، وهل ټکول، غلا او نور.
دوه نور ډولونه یې په عمومي توګه مغلقه دي، ځکه دا دوه په نورو منصوبېږي او د نورو لپاره وي.
دی Institutional Violence دویم ډول

دغه تاوتریخوالي ته په پښتو کې بنسټیز تاوتریخوالی ویلی شو. دا ډول تاوتریخوالی د بنسټونو لخوا په بیورواکراسۍ او دولتي ارګانونو او نورو کې په قشرونو او عامه خلکو تحمیلېږي. د سولې انستیتوت د دغه تاوتریخوالي لپاره په یوغریب چاپيریال کې د یو غریب ښونځي شاګردانو ته د خراب نصاب جوړول یو بنسټیز تاوتریخوالی بولي.

همدارنګه، په دفترونو کې د یو قشر لپاره د کار د زمینې ستونزمنول هم د تاوتریخوالي یوه بڼه ده. دا ډول تاوترېخوالی لیدل کېږي نه، خو د ځورولو او د خنډونو په جوړولو احساسېږي.
درېیم ډول تاوتریخوالی هغه دی چې پښتو کې ټولنیز-جوړښتي تاوتریخوالی ورته ویلی شوو.Social-Structural

دا تاوتریخوالی یو ټولنیز ډول لري، چې غېرمستقیم په عمومي ډول په ټولنې کې په نورو منل کېږي او د یوې ټولنې او ګروپ د لاشعور برخه ګرځي چې تل پرې عمل کوي. دا د محرومیت او د فقر او د تبیعض قبلول په یو کلتور کې دي چې څوک یې په وړاندې څه نه وايي. دا ډول تاوتریخوالی په یوې ټولنې کې روزل کېږي چې بالاخره هر فرد پرې باور کوي.
د دین، کلتور، جنسیتونو او اقشارو پربنسټ، د ټولنې وېش هم د دې ډول ټولنیزو فکرونو سبب ګرځي.

په ټوله کې، هر تاوتریخوالی د بل تاوتریخوالي سبب ګرځي. طالبانو سره ناسته او د هغو له خبرو د دویم او د درېیم تاوتریخوالي بوی راځي، کوم چې فردي تاوتریخوالي ته لاره هواروي. یانې د ښځو پر وړاندې به د طالبانو راتګ سره تاوتریخوالی خلاص نه؛ بلکې زیات به شي.

په مکتبونو او دفترونو کې به د ښځو د خنډونه هم زیات شي او په ټولنه کې به د ښځو پر وړاندې د (بل) جنس نظریه (نه د بل انسان) لا پياوړې شي او دا به د نور تاوتریخوالي دلیل ګرځي. له همدې کبله، ښځې د طالبانو افکارو سره ستونزې لري. هغوی د یو یا د دوه کسانو نه بلکې په ټولنې کې له عمقه د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

طالبان شاید، په خپلو تبلیغاتو خپله هم نه پوهیږي، چې له مکتبونو ترکور دننه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب ګرځي او دوی پر خپل ضد را پاروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ