بریا او پرمختګ ژوند بڼه

فرصت او وړتیا؛ ویې لولئ چې د بدلون او پرمختګ انګیزه درکړي

اعلان

لیکنه: یعقوب شاه

۱- ژوند نعمت وګڼئ، ځکه ژوند دی، چې موږ ته د خوځښت فرصت را بښي، له ژوند نۀ په استفادي پۀ ځان کې د کار وړتیا پیدا کړئ هومره، چې په خپلې وړتیا یو وخت یو ټاکلي ټارګېټ (هدف) ته ورسېږئ.

۲- په نورو تکیۀ مه کوئ، نور غواړي تا لۀ ځان څخه پۀ ټیټ مقام کې وساتي، عالي کار دادی، چې هر مقام په وړتیا فتحۀ کړئ، محنت مو د وړتیا تر دروازې رسوي، چې نتیجه یې مقام دی.

مقام ته رسیدل مو ژوند اسوده کوي، هر انسان غواړي اسوده ژوند ولري، د اسوده او ښه ژوند لپاره خواري او ستړیا شرط دی، د خوارۍ او ستړیا پای بریا ده.

۳- ژوند کې د ګوتو په شمېر۱-۲-۳ ( ښه ) ملګري پیدا کړئ، ښه ملګري، د درس پر وخت او د ژوند په نورو چارو کې بې احسانه مرسته درسره کولی شي، داسې مرسته، چې تاسو به یو وخت د همدې ملګرو په سالمو مشورو، هڅو او پر مټ تر مقام ورسېږئ.

دلته پاس مطلب ته ورته مو د (وړتیا او فرصت) تر سرلیک لاندې یوه کیسه لیکلي دا هم ولولئ چې متحرک مو کړي:

په نولسمه پیړۍ کې یوه انګرېز ځوان جیمي جونسن غوښتل د پوهنتون استاد شي، ده د مکتب دوره د خپل کلي په یوه ښوونځي کې په ټیټه درجه او په سختو حالاتو کې پای ته رسولي وه.

پلار یې بزګر ؤ. که هر څومره یې له پلار تمه کیدله، چې زوی یې (جونسن) له بزګرۍ لرې وساتي، خو د کورنۍ ضعیف اقتصاد ته په کتو، جونسن د پوهنتون له لوستو لرې پاتې شو.

، جونسن به یوازې د استادۍ پر هیلو وخت تېرولو، ده فکر کاوه استادي یوه هیله ده او خیال دی.

یوه ورځ له یوه کلیوال ملګري کیري بایډن سره ښار ته لاړ، بایډن غوښتل ښار ته له چکر په استفادې په پوهنتون کې د نويو سېمسترونو د پیل پوښتنه وکړي، جونسن او بایډن دواړه له چکر وهلو وروسته پوهنتون ته لاړل، بایډن د فزیکپوهنې په برخه کې د نوي سېمستر لپاره نوم ثبت کړ، بایډن پام شو، چې ملګری جونسن هم باید پوهنتون لوستو ته وهڅوي، څو له کلي په شریکه درس ویلو ته راشي او د لارې یو ملګری پیدا کړي.

بایډن جونسن ته وویل: زما فکر نه و ته هم باید په پوهنتون کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته نوم ثبت کړې، جونسن وویل: ملګریه بایډن زموږ اقتصاد ستاسو غوندې ښه نه دی، ته ما هره ورځ ګورې، چې له بوډا پلار سره په بزګرۍ کې بوخت یم، بایډن ور زیاته کړه: ستا پلار بوډا دی، هغه دې تر هغې وخته، چې توان لري بزګري دې وکړي او ته باید دا لوی فرصت له لاسه ور نه کړې او پوهنتون ولولې، دا وخت ستا لپاره په تمه دی، که ته پوهنتون ونه لولې ستا بچیان به هم ستا غوندې بزګران وي او ژوند به یې له سختو شیبو تیریږي، بایډن غوښتل جونسن پوهنتون ته د لا هڅیدو په موخه لږه مرسته هم باید ورسره وکړي، بایډن د لارې کرایه او په پوهنتون کې د یوه سوپ خوړولو مصارف په غاړه واخېستل، جونسن د مننې ترڅنګ ورسره ومنله او د بزګر پلار په سلا یې پوهنتون کې د خوښي پوهنځي ته نوم ثبت کړ.

جونسن له سختو حالاتو تېریده، هر سهار پوهنتون ته تګ یې په دې ستونزمن و، چې بوډا پلار به یې سهار وختي د بزګرۍ پیل کاو، ده به د بوډا پلار په تندي خولې نشوې زغملی.
جونسن به، چې کله هم له پوهنتون راغی له پلار سره به یې تر ماښامه همکاري کوله او د شپې تر ناوخته به یې د چيپټرو پاڼې اړولې، بیا به یې سهار وختي د ملګري بایډن سره د پوهنتون لار نیوله، جونسن دا خواري پوره څلور کاله وکړه.

یو وخت د ټول پوهنتون په سطحه د ممتازو زده کوونکو د تشویق په موخه مراسم ونیول شول، جونسن او بایډن څنګ تر څنګ ناست و، یو وخت د سټېج پر سر ویاند وویل، د ممتازو محصلینو له ډلې یو بل ممتاز ځوان، چې په شپږم نمبر دی جیمي جونسن را غواړو، جیمي جونسن پر خپلې وړتیا باوري و، د شپې تر ناوخته د چیپټرو پاڼو اړول یې بې ځایه نه ل، ول خپل نوم په اوریدو یې له سترګو د خوښۍ اوښکې راغلې، ملګری بایډن هم باوري و، چې جونسن یوازې فرصت ته په تمه و، کنه که هر ځوان د جونسن غوندې له فرصت ګټه پورته کړي او د جونسن غوندې به وړتیا وښیي.

جونسن له چوکۍ پورته شو، د پوهنتون د اداري مشر د سټېج په سر د مډال ترڅنګ پنځه سوه پونډه هم په جایزه کې ورکړل.

جونسن له ملګري بایډن او بزګر پلار مننه وکړه، چې د زده کړو لپاره یې ورته لار هواره کړې وه.

جونسن له پوهنتون څخه د فارغیدو وروسته سمدستي د پوهنتون ادارې لخوا په لوړ معاش د استاد په توګه غوره شو ځکه نوموړي په لوړه درجه د پوهنتون د فراغت سند اخیستی و.

جونسن د ژوند تر پایه د خپلو اولادونو د سالمې روزنې ترڅنګ سلګونه انګریزي ځوانان وروزل او د خدمت په موخه یې ټولنې ته وړاندې کړل.