بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

استعداد پالنه او استعداد وژنه؛ هغوی ته چې خپله وړتیا ترې ورکه ده !

لیکنه: ياران

لیکنه: حنیف حفاظ

د یوه کس نسبي پرمختګ، ښه والي او ودي ته په یوه خاصه برخه کي استعداد ویل کیږي. مثلا که چیري دري کسه د رسامۍ په یوه ټولګۍ کي زده کړي کوي او پس له یوي مودي د دوۍ نتیجو ته وکتل شي نو ویلای شو هغه کس چي اوس په خپله ټولګۍ کي تر ټولو ښه رسامي کوي، په رسامي کي ځانګړی استعداد لري. خو دا هیڅکله په دي معنی نده چي پاتي دوه کسان بی استعداده دي بلکي هغوۍ په بله برخه کي ځانګړی استعداد لري.

که چیرته خپل استعداد ته پاملرنه وشي، د هغه پالنه وشي او وده ورکړل شي نو د هغه تخم په څیر ده چي په یوه حاصلخیز کښت کي کرل شوی وي او معلومداره ده چي ښه حاصل به ورکړي. خو که چيري د هغه پالنه ونه کړای شي، او د ودي ورکولو لپاره یی هڅه و نه شي نو د هغه تخم په څیر ده چي په تروه ځمکه کي کرل شوی وي او معلومداره ده چي ښه حاصل به ورنکړي.

مخکي له دي چي استعداد ته مو وده ورکړو، لومړی باید پوه شو چي موږ په کومه برخه کي ځانګړی استعداد لرو. کله چي مو خپل استعداد درک کړ چي په عامه اصطلاح کومه برخه کي چلیدلای شو، نو بیا ورته وده ورکړو. خو لوی خنډ داده چي موږ خپل استعداد په آساني نشو پيژندلای. په نړۍ کي خلک استعداد پيژندني ته ځانګړی ارزښت لري او هغوۍ ددي کار لپاره له ځانګړو تاکتیکونو څخه کار اخلي، مثلا د یوه ماشوم استعداد له ماشومتوبه څیړي په هغه کار کوي او ورته متوجه کیږي چي ماشوم کومه برخه کي استعداد لري.

شاید ډیر داسي ملګري مو لیدلي وي چي مخکي ډیر شاته پاته او ټنبل وو خو اوس مهال یی ډیر پرمختګ کړی وي، هغوۍ اصل کي خپل استعداد پیژندلای ده او اوس هغه څه کوي چي پوهیږي دهغوۍ د وس خبره ده. هغوۍ دي کوښښ وکړي چي خپل موندل شوی استعداد وپالي او نوره وده هم ورکړي.

هغه کسان چي خپل استعداد یی موندلی په دي به هم پوهیږي چي دي کي ددوۍ د مور او پلار یا دوستانو او ملګرو کومه همکاري وه او که نه. خو هغوۍ چي تر اوسه یی خپل استعداد نده موندلی خپل میندي او پلرونه ملامت ونه ګڼي ځکه هغوۍ تر خپله وسه او پوهي تاسو سره هڅه کړي ده، اوس نو تاسی باید خپل اولادونه له ماشومتوبه د ژوند له حقایقو سره بلد کړۍ او هغوۍ ټولنه کي یواځي پری نه ږدۍ، ځکه ډیر ژر به خپل استعداد ترینه ورک شي.

که چیرته خپل اولادونه یا هغه څوک چي مسوولیت یی زموږ په غاړه وي، کوم داسي کار وکړي چي موږ ورته ویلي نه وي نو هغوۍ سره د خبرو له لاري مخکي لاړ شو. هغوۍ ونه رټو، سپک او مسخره یی نه کړو او که مو احیانا داسی وکړل چی هغوۍ مو سپک او ورټل نو په حقیقت کي مو د هغوۍ استعداد وژلو ته لاره هواره کړه.

خپلو اولادونو ته د دستور ورکولو په ځای هغوۍ سره د زړه رابطه جوړه کړای شي، تمرکز په دي وي چي هغوۍ وپیژندل شي او هغوۍ سره د هغوۍ تر سطحي ځان را ټیټ شي، هغوۍ ته غوږ ونیول شي او احساسات یی درک کړل شي. کوښښ وشي چي ځانته معلومه شي هغوۍ کومه برخه کي ډیر ښه استعداد لري، نو به مو د استعداد وژني په مقابل کي یو غټ ګام اخیستی وي.

هیره دي نه وي چي استعداد موندلو او وژلو کي مو ملګري هم مهمه ونډه لري نو تاسي د یوه ملګري په څیر ښي مشوري ورکړۍ او خپل ملګري مو درک کړۍ، کوښښ وکړۍ هغوۍ وپيژنۍ او وروسته ورته ووایاست چي هغوۍ کوم ځانګړي استعدادونه لري

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران