تکامل او وده د استراحت په وخت کې منځته راځي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دا چې وایي وده د استراحت په وخت کې منځته راځي. دا چندانې منطقي خبره نه ده.
واقعیت دا قاعده یو له مهمو او په عین حال کې په ګټه اخیستنه کې د بحث وړ اصول بلل کېږي، کله چې غواړئ خپله امپراتوري جوړه کړئ. عامه فکر وایي که ډېر کار کول غواړئ، باید ډېر وخت مصرف کړئ. که ډېرې لاسته‌راوړنې غواړئ، باید ډېر زیار وباسئ، خو څېړنو جوته کړه، دا کړنلاره – چې د ډېرې ګټې لپاره ډېر کار وکړئ – صحیح نه ده. داسې کړنلاره پاتې کېدونکې نه ده. یوازې د استهلاک او شړېدلو لامل کېږي.
ستاسو انګېزه له منځه وړي او ستاسو انرژي ختموي او نه پرېږدي چې په خپل ژوند کې مخکښ واوسئ. دا قدیمي کړنلاره د انساني منابعو د استهلاک لامل کېږي. هغه منابع که په صحیح ډول ترېنه ګټه واخیستل شي، تاسو به لوړو درجو ته ورسوي.
نن به داسې موضوع درسره یو ځای کړم، چې د هغې په مرسته کولای شئ په کم کار ډېر څه لاسته راوړلئ.
څرنګه چې پوهېږئ، د نابغه ۵ داریانې دا دي: ذهني تمرکز، جسمي انرژي، شخصي اراده، بدیع استعداد او زمان یا وخت دا تکرار وایم، چې په ذهن کې مو پاتې شي. د دغه ثروت اندازه د سهار له خوا ډېرېږي. همدایې لامل دی چې سهار مو باید په ښه ډول پیل کړئ او د دې پر ځای چې دا فرصت مو په ټکنالوژۍ، خبرونو یا خوب له منځه یوسئ، خپل ټول مهم کارونه په دې وخت کې سرته ورسوئ.
که غواړئ لکه یو غټ استاد راښکاره شئ او وکولای شئ چې د خپلې دندې په لاره کې حاکمه و اوسئ او د خپلې خوښې ژوند جوړ کړئ،بې له شکه چې باید له کاره وروسته استراحت ته وخت ځانګړی کړی، یانې ژور انرژي اخیستل.
که غواړئ له حرفه‌يي او شخصي نظر څخه ثابته بریا ترلاسه کړئ، باید نوسان وکړئ.
باید د کار لپاره مشتاقانه، متمرکزه او په لوړه درجه دورې ولرئ او د انرژي، استراحت او د قوا د تجدید لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، لکه د زړه ضربان یا نبض.
باید خپل استعدادونه تر فشار لاندې راولئ، حتا هغه وخت چې نه غواړئ داسې وکړئ. په دې ډول ستاسو استعدادونه وده کوي. تل په یاد ولرئ تر ټولو ښه وخت د یوه کار د کولو لپاره هغه وخت دی چې هېڅ مو زړه نه غواړي هغه کار ترسره کړئ.
داسې ویلای شو چې عضلات یوازې هغه وخت غټېږي چې تر نورمال حالته پرې ډېر فشار ور ولو او وروسته د استراحت او د قوا د تجدید لپاره فرصت ورکړو.
حرفه‌يي ورزشکار داسې وایي، چې زه استراحت کوم، چې تمرینات مې اغېز وکړي، که فقط کار وکړئ او استراحت ونه کړئ، د وخت په تېرېدلو مو عظمت له منځه ځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ