ژوند بڼه سپورټ کرکټ کلتور او هنر مخکښان

د افغانستان د کرکټ بنسټګر؛ تاج ملوک عالم

لیکنه: سمیع الله درانی

کله چې په ۱۹۹۶م کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، نو په همدغه وخت کې د افغانستان د کرکټ لپاره هلې ځلې پیل شوې، په رسمي ډول کرکټ بورډ جوړ شو، خو بیا هم کرکټ یوه مطرح لوبه نه وه او افغانستان کې یې مینه‌وال خورا کم و.

خو کرکټ په هغو افغانانو کې یوه د خوښې لوبه وه، چې له افغانستان څخه بهر هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته مهاجر شوي وو.

کرکټ کې زموږ ډېره زده‌کړه په کوزې پښتونخوا او پنجاب پورې تړلې ده.

افغانانو به په پېښور او پنجاب کې په کمپونو کې د مېشته کېدو پرمهال په ټېنس بال لوبه کوله او خپلو کې به یې مېچونه کول.

خو ځینو لوبغاړو چې کرکټ ته کار ویلی و او غوښتل یې چې راتلونکي کې یو ښه کرکټر شي، نو په مسلکي ډول یې کرکټ زده‌کولو ته مخه کړې وه، په پېښور او نورو سیمو کې چې د کرکټ اکاډمۍ وې زده‌کړې یې کولې.

په دغو لوبغاړو کې تاج ملوک عالم، کریم صادق، هستي ګل عابد، حمید حسن، شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواري، اصغر افغان او ځینې نور لوبغاړي وو، چې کرکټ یې په مسلکي ډول کاوه او بالاخره په ۲۰۰۰م کال کې کله چې افغانستان کې د رسنیو ترڅنګ په هره برخه کې پاملرنه زیاته شوه.

نو تاج ملوک عالم هم دا نشو زغملی چې نور د نورو هېوادونو لوبډلو ته افغانان چکچکې ووهي او بدرګه یې کړي.

دا یو حقیقت دی، چې له ۲۰۰۰م وړاندې ډېری افغانانو د پاکستان، هندوستان او نورو لوبډلو باندې شرطونه تړل او هم یې لوبډلې تشویقولې.

خو کله چې د تاج ملوک عالم او نورو خواخوږو لخوا د افغان لوبډلې د جوړولو هڅې وشوې او رسمي لوبډله جوړه شوه، نو ورسره د کرکټ د خدمت وخت راورسېد.

تاج ملوک عالم او د لوبډلې جوړول

د هغه په وینا چې ده په کوزه پښتونخوا کې د افغانانو یو کمپ چې کچه ګړۍ یې نوم و، افغان لوبغاړي راټول کړل او د افغان لوبډلې د جوړولو هڅې یې پیل کړې.

تیت و پرک لوبغاړي یې راټول کړل، افغانستان کې یې رسمي لوبډله جوړه کړه او د افغانانو استازولي او د افغانستان بیرغ رپولو ته یې ملا وتړله.

عالم په ۲۰۰۲م کې د لوبډلې روزونکی و، لوبډلې د درېیمه درجې ټیم په توګه سفرونه پیل کړل، د عالم په مشرۍ لوبډلې خورا سخت مزلونه وکړل.

د لوبغاړو له قوله چې بهر هېوادونو کې به دوی د الوګانو چپس خوړل او د هېواد د بېرغ رپولو لپاره زیار کيښ.

عالم تر ۲۰۱۴م پورې په لوبډله خورا سخت کارونه او مزلونه وکړل.

په لومړیو کې سکاټلېنډ، ایرلېنډ، نېدرلېنډ، عربي متحده امارات، هانکانګ، چین، تایوان، بوتان، نمېبیا، کینیا، کاناډا او ځینې نورې لوبډلې د یوې نوې او افغان لوبډلې د لوبې ښکار شوې.

کله چې ۲۰۱۰م کې افغان لوبډله په شل اوریز جام کې ولوبېده، نو لوبډله د تلویزیون په پرده ښکاره شوه، نو دا مهال د افغانانو چکچکې د خپلې لوبډلې لپاره وې، نه د پاکستان او هندوستان لپاره.

دا وخت افغانان د خپلې مستقلې لوبډلې څښتنان شول او ان د افغانانو مینه تر دې ورسېده، چې د لوبې ګټلو سره به یې اتڼونه کول او د جلال اباد ښار کوڅې به د اتڼونو او نورو خوښیو شاهدانې وې.

که حقیقت وویل شي ننګرهار د معاصر کرکټ کور و او تاج ملوک عالم بیا د نوي افغان کرکټ بنسټګر یادېدلی شي.

ننګرهار ولې د کرکټ کور دی؟

تر ۲۰۰۹م پورې افغانستان کې کرکټ لوبډله ډېره مطرح نه وه، ځکه له افغاني رسنیو پټه وه او نه په راډیو یې لوبې خپرېدې او نه هم د تلویزیون په پرده.

خو په ۲۰۰۹م کې په سویلي افریقا جوهېنزبورګ سیمه کې د دویمه او درېیمه درجه هېوادونو لوبې وې.

دا لوبې دلته په ننګرهار کې د کلید په نامه سیمه‌ییزې راډیو په خپله څپه خپرې کړې.

کله چې به د افغان لوبډلې لوبه وه، نو د ننګرهار ولسونو به له یادې راډیو دا لوبه اورېدله، نو خورا لذت یې درلود.

دې چارې موږ ۱۹۹۲م ته وړلو، هغه مهال د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، اسټرالیا، افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، نیوزیلېنډ او نورو لوبډلو ترمنځ نړیوال پنځوس اوریز جام دوام درلود.

زه خپله ډېر کوچنی وم، چې زموږ یو کلیوال به د کرکټ کمېنټري یا تبصره په اردو ژبه نیوله او موږ به له راډیو اورېدله.

هغه مهال مونږ د جایاسوریا، ټېنډولکر، اګر کر، برېټلي، یوسف یوهانا او نورو لوبغاړو نومونه اورېدل او کرکټ به مو د خوښې لوبه وه.

خو کلید راډیو په ټول ختیځ د کرکټ لوبډله وپېژنده او د عوامو له کرکټ او هم لوبډلې سره مینه پېدا شوه.

له دې ابتکار وروسته هرې راډیو پیل وکړ، چې لوبې نشر کړي.

له راډیوګانو خبره لاړه د تلوېزیون پردې ته لوبډله په ۲۰۱۰م کې په پرده ښکاره شوه او له هغې وروسته لوبډله، په هېوادنۍ، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه مطرح شوه.

کله چې به لوبغاړي افغانستان ته راغلل، نو د خوښۍ نمانځلو او د بدرګه کولو ځای به یې ننګرهار و.

لوبغاړي به ولسونو په اوږو ګرځول، د ختیځ رسنیو به له لوبغاړو سره مرکې کولې او ولس به په مینه لیدلې او اورېدلې.

ولسونو به لوبغاړو ته د ګلونو امېلونه ور په غاړه کول او د شپې لخوا به ورته لارې په رڼاګانو څراغان وې.

نو ختیځ د افغانستان کرکټ وپاله او کرکټ یې په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې لوبه کړه.

دې ټولو کې لوی لاس د تاج ملوک عالم، د هغه د کورنۍ او نورو ملګرو یې و.

د افغان لوبډلې پرمختګ او د تاج ملوک رول

د وخت د لوبغاړو خبره ده چې عالم خورا زیارکښ او مرال ورکوونکی روزونکی و، ده به لوبغاړي ډېر تشویقول او په تمریناتو کې یې خورا خواري کوله او همدا علت و، چې لوبډله له درېیمې او دوه یمې درجې لوبډلې لومړۍ درجه یا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې ته ولاړه.

افغانستان په یوه لسیزه کې ځان مطرح کړ او د کرکټ نړیوالې شورا د پام وړ لوبډله شوه.

حتی امریکایي فلم جوړوونکو د فلم جوړولو هڅه پیل کړه او یو لنډ مستند فلم یې پرې جوړ کړ.

په دغه فلم کې هم د تاج ملوک عالم کیسه را اخیستل شوې او هغه یې د افغانستان د کرکټ بنسټګر یا اېنوېنټر بللی دی.

عالم ځکه بنسټګر بلل کېږي، چې هغه لوبغاړي په کوزه پښتونخوا او پنجاب کې له کلبونو او کمپونو راټول کړل، افغانستان ته راغی د کرکټ لوبډله یې جوړه کړه او رسمي سفرونه یې پیل کړل.

اصل د یو کار لپاره طرحه، خاکه او پلان جوړول مهم وي، چې په دې برخه کې د تاج ملوک یا تاج ملوک رول روښانه و او په تخنیکي برخه کې هم خورا ښه و.

له ده د پاکستان پښتون لوبغاړي کبیر خان هم خورا ښې هلې ځلې وکړې او لوبډله یې تر منزله ورسوله.

تاج ملوک عالم او د افغان کرکټ بهبود ته کار کول

لکه څنګه چې په نوره نړۍ او په ځانګړي ډول اسټرالیا کې د ښوونځيو په کچه د کرکټ لوبې ډېر ارزښت لري، نو تاج ملوک عالم هم د دغه اصل په نظرکې نیولو سره، په ۲۰۰۳م کې په کابل کې د خوشحال خان عالي لېسې انګړ ته ورغی او په همدې کال د جون په ۲۹مه نېټه د کابل احمدشاه دراني عالي لېسې ته ورغی او زده‌کوونکو ته یې د کرکټ په اړه معلومات ورکړل.

د کرکټ برخه کې د تاج مالک خدمتونه باید هېر نشي او دا چاره باید د کرکټ تاریخ په یاد ولري.

لا هم د عالم په اړه ویکي پېډیا کې معلومات کم دي، د ده په اړه باید پوره او ښکلي معلومات په ویکي پېډیا کې درج شي او حق یې باید ادا شي.

داسې اشخاص باید د افغانستان له کرکټ څخه لرې نشي او ځای ورته ورکړل شي، ځکه تجربې یې پښې دي، خدمت یې د ستایلو دی او په ډېر څه ارزي.

د تاج ملوک عالم پېژندنه

هغه په ۱۹۷۵م کال کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، اصلا د حصارک غلجیي ولسوالۍ دی.

اوسمهال ۴۵ کاله عمر لري.

هغه د افغان لوبډلې د بنسټګر رول ترڅنګ، د کرکټ لوبډلې د روزونکي او افغانستان کرکټ فدراسیون عمومي مرستیال پاتې شوی او هم یې په کورني کرکټ کې مشري کړې ده.

نور ورونه یې

هستي ګل عابد، کریم خان صادق، افتاب عالم، نعمت عالم او مجید عالم دي.

اوسمهال د دوی کورنۍ له کرکټ څخه یو څه ګوښه شوې، خو د کرکټ پرمختګ لپاره او د ختیځ کرکټ ته د پاملرنې لپاره باید دوی ته په کرکټ بورډ کې ځای وي، چې یې یوه اندازه حق ادا شي.

هستي ګل عابد، کریم خان صادق او افتاب عالم د افغان لوبډلې لوبغاړي وو، چې اوس افتاب عالم د لوبډلې فعال غړی دی.

عالم کورنۍ او کرکټ کې یې بوختیا

په ټول افغانستان کې لومړنۍ مسلکي کرکټ اکاډمي د هستي ګل عابد و، چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کمپیوټرساینس پوهنځي کې یې فعالیت کاوه او لا هم شته.

دې اکاډمۍ کې سلګونه لوبغاړي او تنکي ځوانان وروزل شول او مسلکي کرکټ ته یې پراختیا ورکړه.

دا کورنۍ اوسمهال د کرکټ مسوولینو ناراضه او نه پاملرنې یې دوی خپه کړي دي.

1.jpg

045241.jpg

jpg.jpg

045240.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ