ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

هندي چارواکې: د اوس لپاره تاج محل نه پرانيستل کيږي!

لیکنه: مدثر دعوت

د هند حکومت اعلان کړی چې تاج محل به د کرونا وېروس په خاطر نه پرانيستل کېږي.

څو ورځې وړاندې د هند کلتوري وزير پرهلاد سينګ اعلان وکړ چې تر ۳ مياشتني ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ به يوځل بيا د تاج محل په ګډون د هندوستان لرغونې يادګارونه د سيلانيانو د کتلو لپاره پرانيزي، خو تېره شپه ناوخته د اګرې چارواکو ناسته کړې او د تاج محل په اړه پرېکړه يې ځنډولې،ځکه دوی وېره لري چې د کرونا وېروس لاهم په شديد حالت کې دی.

د دوی تر ټولو لويه اندېښنه دا وه چې اکثره ګرځندويان به د ډهلې له لارې اګرې ته راځي پداسي حال کې چې په ډهلي کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمير خورا په چټکۍ روان دی.

د ګرځندوی صنعت چې پدې تمه وو چې حکومت به ورته د فعاليت اجازه ورکړي خو د جنوري له ۲۵مې راهيسي لاهم په انتظار کې دي.

اګرا د هند د اطر پردېش ايالت څلورم غټ ښار دی چې د نوي ډهلي څخه ۲۰۶ کيلومتره لېري دي.

چارواکو ويلي چې د اورګاډو او الوتکو نه شتون کې به ډېری سيلانيان و نه سي کولای چې اګرې ته ځان ورسوي.

په عين حال کې په اګرې کې د کرونا وېروس مثبتې پېښې تر تېرې شپې ماښام پورې ۱۲۹۵ ته رسيدلي چې ۱۳ يې تازه ثبت سوي.

په هند کې تر دې مهاله د کرونا وېروس ۶۹۷۸۳۶ مثبتې پېښې ثبت سوي چې له امله يې ۱۹۷۰۰ کسان مړه سويدي.

د تاج محل مقبره د مغلو د مسلمان باچاه شاجهان د ميني يوه نښه ده چې د خپلي ميرمني ممتازمحل تر مرګ وروسته يې په ۱۶۳۲ز کې جوړه کړه،چې رغنيزو چارو يې ۱۷ کلونه وخت ونيوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ