ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

له شپږو میاشتو وروسته د تاج محل بیاپرانستل

لیکنه: مهر تاج
ژباړه او راټولونه: مهر تاج

 په سر کې هم د تاج محل په هکله لنډ معلومات:

تاج محل د اسلامي تمدن يو بې سارى شاهکار دى. د تاج محل تاريخي ودانۍ د مغولو بادشاه «شاه جهان» لخوا د خپلې ګرانې مېرمنې «ممتازمحل» سره د بې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارګران او مزدوران په ستړي کار ګمارل شوي وو.

د دغې تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطر د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه تکړه او نوميالي معماران، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وربلل شوي وو.

ـ تاج محل د هند په «اګره» ښار کې دی. د تاج محل ودانۍ په ښکلې، ښايسته اوموزون ډول سره د سينګارولو په موخه له يمن څخه عقيق، د عربستان څخه مرجان، د فارس څخه ياقوت اود افغانستان څخه د بدخشان لعل ورؤغوښتل شول او په جوړېدا کې يې وکارول شول، چې دا بې سارى او تلپاتې د مينې شاهکار له کابو (٢٢) کلونو پرله‌پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد.

د تاج محل ودانۍ د نړۍ په عجايبو کې راځي او هر کال د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه په زرګونو ګرځندويان او سيلانيان د دې شاندار او پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل دهندوستان د ګرځندوى صنعت په برخه کې د عايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.

تازه

تاج محل چې په هند کې د کورونا وایروس له امله د شپږو میاشتو لپاره تړل شوی و ، پرون بیا د عامو خلکو پر مخ پرانستل شو.

تاج محل او آګره قلعه د کورونا وایروس له امله د مارچ په ۱۷ مه د سیلانیانو لپاره تړل شوي وو، چې اوس شاوخوا شپږ میاشتې وروسته بیرته پرانستل شو.

د تاج محل او اګره فورټ د بشپړ SOPs یعنې روغتیایي سپارښتنو سره پرانستل شوی، خو د دې ځای لیدونکي، سیلانیان باید د کورونا له امله روغتیایي لارښوونې تعقیب کړي. د مرکزي حکومت لخوا ورکړل شوي لارښوؤنو پراساس، سیلانیان باید ټولنیزې فاصلې مراعت او د لاسي صنایعو (سینیټائزر) کارول هم لازمي شوي دي.

231021_8485689_updates.jpg

د هندي رسنیو راپورونو په حواله، شاوخوا ۵۰۰۰ خلک به په یوه ورځ کې په دوه مختلف شفټونو کې د تاج محل نه لیدنه کوي، په داسې حال کې چې په ورځ کې به یوازې لس زره سیلانیان د “آګرا قلعه “لیدنه کوي.

د سرچینو په حواله، د کورونا SOPs یا روغتیایي لارښووني عملي کول به د سیلانیانو لپاره لازمي وي. او د تاج محل او “اګره فورټ” لیدنې لپاره به ټیکټونه هم آنلاین پلورل کېږي.

231021_3515909_updates.jpg

تېره اونۍ هندي چارواکو د سپتمبر له ۲۱ څخه د تاج محل او آګرا کلا پرانیستلو اعلان وکړ.

له بلې خوا په هند کې د کورونا پېښو شمیر نږدي ۵۴ لکه ۸۵ زرو ته رسېدلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ