مارچ 4, 2021

د افغان او افریقایي ګوګلي بالرانو شوې پرتله؛ ستاسې نظر څه دی؟

یاران سپورټس
د کرېک اېنفو وېب پاڼې د افغان ګوګلي ماسټر راشدخان او د افریقایي غوره ګوګلي بالر عمران طاهر ترمنځ پرتله کړې ده، چې کوم بالر په شل اوریزو لوبو کې غوره بالر دی.
مونږ پوهېږو چې راشدخان یو ځوان لوبغاړی او ۲۰۱۵ م کال راهیسې په کرکټ کې بوخت دی؛ خو عمران طاهر بیا له ۲۰۱۱ م کال راهیسې کرکټ کې مصروف دی او لوبې کوي.
دواړو غوره بالران دي او د نړۍ په کچه مشهورې کرکټ څېرې دي، چې د خپلو لوبډلو سربېره یې د نړۍ په سوداګریزو لیګونو کې هم غوښتنه زیاته ده.
راشدخان په کابو شاو خوا لسو لیګونو کې لوبېږي او د عمران طاهر هم همدا حال دی.

د دواړو لوبغاړو پرتله د توپ اچونې پر بنسټ داسې شوې ده.

عمران طاهر د شل اوریزو لوبو پاور پلی وخت کې یا له لومړي اوور څخه تر شپږ اوور پورې ۲۹۱ منډې ورکړي دي، ۲۳۴ توپونه یې کړي دي، په ۷ اعشاریه ۴۶ ایکانومي یې توپ اچونه کړې ده، هره لوبه کې یې په اوسط ډول ۱۲ وېکټې اخېستي دي او ۱۸ سلنه بریالی بلل شوی دی.
راشدخان په شل اوریزو لوبو کې له لومړي اوور څخه تر شپږم اوور پورې په اوسط ډول ۲۳۱ منډې ورکړي، ۱۷۰ توپونه یې دي په ۸ اعشاریه ۱۵ ایکانومي یې توپ اچونه کړې، هره لوبه کې یې په منځني ډول ۴ وېکټې اخېستي او ۱۴ سلنه یې غوره توپ اچونه کړې ده.
په پاور پلی کې نسبت راشدخان ته عمران طاهر په وېکټو او ایکانومي کې غوره دی.

په منځنیو یا مېډل اورونوکې د دواړ پرتله

له اووم اوور څخه تر پنځلسم اوور پورې عمران طاهر ۹۲۰ منډې ورکړي، ۸۷۰ توپونه یې ترسره کړي، ۶ اعشاریه ۳۴ یې ایکانومي ده، په اوسط ډول یې د وېکټو اخېستلو کچه ۶۴ ده او ۶۸ سلنه یې اورونه بریالي وي.

راشدخان بیا ۸۵۷ منډې ورکړي، ۸۲۳ توپونه یې ترسره کړي، ۶ اعشاریه ۲۴ یې ایکانومي ده، ۴۰ وېکټې یې اخېستي او ۶۶ سلنه یې توپ اچونه بریالۍ ده.
په دې برخه کې راشدخان په ایکانومي کې تر عمران طاهر غوره دی.

له شپاړسم اوور څخه تر شلم اوور پورې د دواړ پرتله

د کرکټ په اصطلاح کې دې اورونو ته ډیت اورونه وایي: Death
عمران طاهر دې برخه کې ۱۷۰ توپونه کړي دي، ۲۳۰ منډې یې ورکړي دي، ۸ اعشاریه ۱۱ یې ایکانومي ده، ۱۲ یې وېکټې اخېستي او ۱۳ سلنه یې توپ اچونه غوره ده.
راشدخان په دې برخه کې ډېر بریالی دی، ۳۲۰ منډې یې ورکړي، ۲۴۶ توپونه یې کړي، ۷ اعشاریه ۸ یې ایکانومي ده، ۱۵ یې وېکټې اخېستي او شل سلنه یې توپ اچونه بریالۍ ده.
دې برخه کې راشدخان تر عمران طاهر بریالی دی.
که د دواړو عمر ته راشو راشدخان اوس ۲۱ کلن دی او ۲۰۱۵ م کال کې نړیوال کرکټ ته راغلی دی.
عمران طاهر ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ م کلونو کې نړیوال کرکټ پیل کړی دی او لاهم په کرکټ کې بوخت دی.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ