افغانستان

م.م؛ پر دوو لوړ پوړو طالب چارواکو د سفر بنديز ولګاوه

ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخیل، د نجونو د ښوووځیو او ښځو د کار پر وړاندې په خنډونو کې د دوی رول له امله، له هېواد بهر پر سفر بندیز او د شتمنۍد کنګل کېدو خبر ورکړی دی. فرانسپرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې م.م، دوشنبه د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت موده له دوو تر درېیو میاشتو وغځوله. خو عبدالباقي … نور ولولئ

سیاست

روسیه د اروپايي ټولنې په غبرګون کې خپل هوايي حریم د ۳۶ هېوادونو پرمخ تړي

  روسیې د اروپايي ټولنې د هوايي بندیز په غبرګون کې، اعلان کړی چې خپل هوایي حریم د نړۍ د ۳۶ هېوادونو له دې ډلې برېټانیا، المان، اسپانیا، اېټالیا او کاناډا پر مخ تړي. روسيې ویلي، چې دا پرېکړه یې د اروپايي ټولنې د تحریم په غبرګون کې نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې خپل هوایي حریم د روسي الوتکو پر مخ تړلی دي. دا بندیز د هغو الوتکو پر … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو. نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ … نور ولولئ

افغانستان

ګوترش؛ طا لبان که په رسمیت پېژندل غواړي، نو د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، وايي که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژدل شي او بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو او په ټوله کې بشري حقونو ته دې درناوی ولري. ښاغلي ګوترش تېره جمعه د دلو لومړۍ – نیویارک کې د یوې ناستې پر مهال خبرو کې وویل، د ښځو د حقونو او په مجموع کې ټول بشري حقونه هغه موارد … نور ولولئ

افغانستان

نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره … نور ولولئ

افغانستان

سیګار: د کابل سقوط د طالبانو له راتګ وړاندې پلان شوی و

د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د شلو کلونو په جریان کې، ١٤٦ میليارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې په خاطر او ٨٩ میلیارده ډالر د ښوونیز نظام او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره لګولي دي. د افغانستان د بیا رغونې- سیګار  لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي، اعلان کړې چې د افغانستان حګومت د امریکا د پالیسو په پای کې نه، بلکې د هغو ناسمو پرېکړو له امله چې … نور ولولئ

افغانستان

د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د نړۍ تر ټولو بوډا کس په جاپان کې خپله 119مه کلیزه ونمانځله؛ په تا. لبانو پورې اړوندې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیری کس په افغانستان کې وو چې په 144 کلنۍ باندې تېره ورځ ومړ. باختر اژانس وایي چې دا کس مولوي محمد امین چې پر غټ ملا مشهور و، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د جاپان اوسېدونکی … نور ولولئ

رسنۍ

د ښځو نړیواله ورځ؛ ښځه د اسلام په رڼا کې

د اسلام دین د هر څه دمخه د توحید او عدالت دین دی. انسان هله مسلمان کيدای شي، چې په یو الله تعالی ایمان او باور ولري او عدالت پلی کړي، ځکه چې د یو ساعت عدالت د ټول عمر له عبادت نه غوره دی. هغه هم داسې چې د ورځې روژه او د شپې په عبادت مشغول وي. په اسلام کې ظلم ناروا دی، د الله تعالی او د مظلوم ترمنځ حجاب نشته، د … نور ولولئ

افغانستان

نظام ته درناوی؛ نظام د شموليت په معنا

ژباړه: فاطمه صالحي هغه نظام چې موږ ورڅخه يادونه کوو يوازې د حکومت، تګ راتګ او يا هم د کار د قوانينو مربوط نه بلکې د شموليت په مانا دی چې ډير لوی او د ژوند زياتره اړخونه په خپل ځان کې رانغاړي. زموږ ژوند او اړيکې په يو ځانګړي نظام کې تنظيم شوې چې بايد ورته پاملرنه وکړل شي. اسلام موږ او تاسو ته حکم کوي چې خپل ژوند او کارونه منظم کړو تردې … نور ولولئ

افغانستان

نرېندرا مودي: د افغانستان له اوسني وضعیت باید هېڅوک ناوړه ګته وانخلی

د هند لومړي وزير پرون شنبه نیویارک کې د م.م د عمومي ټولنې په ٧٦مې ناستې کې وویل، هېڅوک باید د افغانستان له وضعیت ګټه وانخلي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، مودي د م.م په عمومي غونډه کې ویلي دي چې باید ډاډمن شو، افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي. نوموړي زیاته کړې چې هېڅ هېواد باید د افغانستان د اوسني حالت څخه د ځان په ګټه د الې … نور ولولئ