افغانستان

ولسي جرګه؛ ترڅو چې د ښوونکو معاشونه لوړ نشي، بودجه نه تصویبوو

د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه. نوموړي ویلي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګه: حکومت دې له هوايي ډګر د پیسو د لېږد موضوع وڅېړي

د ولسي جرګې غړي وايي حکومت دې له هوایي ډګر د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار او د رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. دغه څرګندونې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن دوشنبه ددې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړي او زیاته یې کړه چې د سیګار راپور چې په کې راغلي، د کابل له هوایي ډګر څخه په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي څېړنه دې یې وشي. … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګې مامورینو ته د معاشونو لوړولو طرحه تصویب کړه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو طرحه تصویب کړه. ددې جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د سرتېرو، ښوونکو او اجیرانو معاشونه باید لوړ شي او پر ځای دې یې د ځينو لوړو معاشونو په کچه کې کموالی راشي. دغه پرېکړه وروسته له دې کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې دولتي مامورینو ویلي که په معاشاتو کې یې زیاتوالی رانه شي دوی مجبور دي … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګه: طالبان دې ژر تر ژره پر دایمي اوربند هوکړه وکړي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات نور هم چټک شي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو دی نو د دې اړتیا ده چې ژر جګړه ختمه شي. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر مهال وویل اوربند د افغانانو تر … نور ولولئ