افغانستان

غني: ناټو غړي هیوادونه د امریکا له ملاتړ پرته پاتې کېدای نه شي

ولسمشر غني ویلي، د ناټو غړي هیوادونه لېواله دي چې ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي خو هغوی د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای. ولسمشر غني د اسپین انسټیټیوت انلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې ده د کاناډا، ناروې او جرمني له مشرانو او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي او ورته څرګنده شوې چې ناټو ډېره لېواله ده چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته د خپلې استعفا ځواب ورکړ

ولسمشر غني وایي، مؤقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او دی ددې صلاحیت نه لري چې جمهوریت منحل کړي. ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې یې خبرې کولې وویل،افغانان له مؤقت حکومت بدې خاطرې لري، ځکه په وینا یې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه. نوموړی وایي، زه په هیڅ ډول د سولې مخالف نه … نور ولولئ

افغانستان

غني: د بندونو په جوړیدو دې ژر کار پیل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي چې بهر ته د اوبو د بهېدلو مخه نیولی شي. ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړې دي. په دغه غونډه کې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: امریکا دې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودریږي

ولسمشر غني وايي تمه لري چې د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پيل شي. ولسمشر غني بایډن ته د مبارکۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دا د امریکا لپاره تاریخي ورځ ده او بایډن ته د بریا هیله کوي. Congratulations, President @JoeBiden, for a new beginning on this historic day. In these trying times, Afghanistan stands alongside the United States—our foundational partner—as it starts anew … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني په طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان ترور ته د پای ټکی کیږدئ

افغان حکومت په کابل کې پر ښځینه قاضیانو برید په کلکو ټکو غندلی دی. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی. خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: جګړه د خلکو په زیان ده، طالبان دې اوربند وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر همدا راز وویل، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: د ننګرهار ولسونه دې د ستونزو د حل لپاره یو میاشت وخت راکړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ننګرهار د ستونزو د حل اراده لري، ځکه يې پلان جوړ کړی چې سږ کال به دغه ولايت ته درې ځلې سفر وکړي. ښاغلي غني چې نن یې د یو جګپوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، په لومړي سفر کې يې د خلکو ستونزې واورېدې، دويم سفر کې به يې د حل ډاډ ورکړي او په … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره د دولت له مرکچي پلاوي سره ولیدل

ولسمشر اشرف غني د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له رئیس معصوم ستانکزي او غړو سره وکتل. له ارګ په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه نن یکشنبه مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې تر سره شوه او ښاغلي ستانکزي په تېرو څو اونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو راپور له ولسمشر سره شریک کړ. خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي غني مذاکراتي پلاوي ته سپارښتنه وکړه چې له مقابل … نور ولولئ