ژوند بڼه

اټکل شوې چې سعودي کې لومړۍ روژه د روان کال د اپریل په ۱۳ مه وي

د سعودي عرب ستور پیژندونکو وړاندوینه کړي، چې سږکال به په سعودي عربستان کې لومړۍ روژه د اپریل په ۱۳مه او کوچنۍ اختر به د می په ۱۳ وي. د راپور له مخې ، د سعودي ستور پیژندونکي پروفیسر “عبدالله المسناد” چې په القاسم پوهنتون کې په تدریس بوخت دی، د سپوږمۍ له مطالعې او محاسبې وروسته یې وړاندوینه کړي، چې سږنۍ روژه به په سعودي عربستان کې دیرش ورځې وي. هغه زیاته کړي، چې … نور ولولئ

افغانستان

د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، او دا یې د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لومړنۍ الوتنه وبلله. که څه هم دا لومړی ځل ندی، چې افغان میرمنو په هېواد کې الوتنې کړي، خو ټولې الوتنې تر دې مخکې نظامي الوتنې وي. “محدث میرزايي” د … نور ولولئ

افغانستان

د حزب التحرير پر غړو بندیز ولګيد

ژباړه او زیاتونه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې افغانستان کې د غونډو جوړلو او تبلیغ حق نه لري. نوموړي د کابل د امنیتي وضعیت په تړاو د خپلو ورځنیو ناستو په لړ کې پرون یکشنبه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان حکومت حزب التحریر “په رسمیت … نور ولولئ

افغانستان

افغان حکومت: روسیه دې طالبان له موږ سره نه برابروي

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي‌ استازي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلي دي چې د طالبانو او د افغان سولې بهیر په اړه یې کړې وې.‌ افغان حکومت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي. ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني او د ناټو سرمنشي سره وغږېدل؛ د وروستۍ پرېکړې هرکلی وشو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. سټولټنبرګ ویلي، ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده. نوموړي په ټولو لورو غږ کړی چې د سولې خبرو د تقویت او د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې. هیره دې نه وي چې نن افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، … نور ولولئ

افغانستان

ارګ: د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی کوو

افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي. دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي. نوموړى زیاتوي چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: افغانستان کې د بشري ناورین مسولیت به د امریکا په غاړه وي

طالبان وايي که مقابل لوری د ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، د هر راز بشري ناورین مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي. طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان او په وینا یې، که مقابل لوری د تېرو ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، راتلونکي کې به د هر راز احتمالي جګړې او بشري ناورین مسؤلیت … نور ولولئ